ستي او جوهر


الهي! د محبت سوز و ګداز را
په دا اور کې د ستي، سمندر ساز را
د عبد الحمید مومند په شان د پښتو ځینې نور شاعران هم د “ستي” ذکر کوي.
“ستي” د هندوانو د اسطورې “پاروتي” یوه بڼه ده چې مانا يې ریښتونی وي. د مهابهارت په جنګ کې پانډوانو قام “کورو” ته ماتې ورکړه نو د دوی نابینا مشر “دهرتراشتر” د میرمنې سره همالیه غرونو ته لاړو او هلته يې ځان وسیزلو. ښایی په غیرت خپل ځان سیزل د هغه کس د ریښتونی کیدو سمبول شو.
وروسته مذهبي توند لارو دا یوه عقیده وګرځوله چې کومه ښځه ځان سېزي هغه د مېړه د نجات (بخښنې) سبب شي. کونډې به خپل د واده سره جوړه واغوسته او شمشان ته روانه شوه نو د کلیو بانډو خلک د ستۍ نندارې لپاره راټول وو. دا دود یواځې د راجپوت او شته منو ښځو کې رواج و او یوه مفکوره دا ده چې ممکن دا په لسمې پېړۍ کې د مرکزي ایشیا د حمله کوونکو په وخت پېل شوی وي. د پیښور راجا جېپال کله چې د سلطان محمود غزنوي څخه ماتې وخوړه نو د اباسین پر غاړه يې اور ته ودانګل. په راجپوت قام کې دا د ” جوهر” رواج نومېږي. کله چې دوی به کلا بند او د ژوند هیله يې نه لرله نو د راجا او نورو مشرانو ښځو به د شپې، خپل د واده جامې په غاړه کړې او ماشومانو سره به يې په اور کې ودانګل. مقصد يې دا و چې د دشمن لاس ته ورتلل او د هغوی وینځې جوړیدو نه ښه ده چې ځان پخپله ووژنو. برهمنانو به ټوله شپه ورته د وېدونو مناجات ویل. سهار به راجپوت سړو د اشنان څخه وروسته زیړې جامې واغوستې، له سوځیدلو ښځو له ایرو به يې په تندي خال ( تلک) ولګاو او بیا به له کلا بهر وروستي جنګ لپاره ووتل. دا به ” ساکا” نومیدو چې د ناموس او غیرت لویه نښه وه.
په آریایی ریګوید کې د ستي ذکر نشته بلکه هلته یوې کونډې ته وېل کېږي چې ورشه، ځان له بل مېړه غوره کړه. وروسته برهمنانو دغه دود بدل کړو چې کونډې به بل واده نشو کولی او ټول عمر ساده ژوند تیرولو ته مجبور وه. د کونډې سر به يې وخریلو، سپین د کتان څادر به يې لباس او خوراک لپاره به يې یواځې سپینې وریژې او بې مالګې دال ورکول. د مېړه په مال به د دې حق نه و او ښځو به د داسې ژوند څخه مرګ غوره ګڼلو. دا دود په ټول هندوستان کې نه و او ښایی له راجستان، دا بنګال او ګجرات ته خپور شو. په دې کې د خلکو هوس شامل شو او د مال لپاره به يې کونډه په زوره ستي کوله.
په بنګال کې ستي کیدونکی کونډه به يې د چتا په لرګیو په پړو وتړله چې و نه تښتي. په اوړیسه کې د مړي لپاره به يې يوه کنده جوړه کړه او لرګیو ته به يې اور ورته کړو. کونډې به په دغو شعلو پخپله ودانګل یا به نورو ورټېله کړه. په دکن کې ستۍ به د مړي سر په خپل غېږ کې ایښې، تر وروستو شیبو په اور کې دعاګانې کولې. کله کله یوه ښځه به د اور له غرغنډو په وېره بهر راوتله نو خلکو به ونیوله، بیرته به يې چتا کې واچوله او درانه لرګي به يې پرې کیښودل. برهمنانو به په لویو ډانګونو تښتیدونکی ښځه، بیرته چتا ته ورټیله کړه. ځینو ته اپیم یا نوره نشه يې ورکوله چې په چتا پخپله کېني. که ښځه به له ستۍ تښتیدو کامیابه شوه نو خلک به ورپسې لکه د ښکاریانو وتل. دا به يې نیوله او په یوې کندې کې به يې ژوندۍ خښه، اورمېږ به يې ورته مات کړو او خاورې به يې پرې واړولې.
له ۱۰ پېړۍ کې د هندوستان مسلمان باچاهانو د ستي د ختمولو کوشش کاو خو برهمنانو به دا په خپل دین کې مداخله ګڼله. اکبر باچا امر کړی و چې ښځه به په زوره نه ستي کېږي او د راجه جی مل کونډه د باچا په مداخله ستي نشوه.
په ۱۸ پېړۍ کې انګریزانو ته په بنګال کې ستۍ تر ټولو ظالمانه دود ښکاریدو خو دوی د خلکو د بغاوت له ویرې پرې څه بندیز نشو لګولی. د دوی په راپورونو کې یواځې بنګال په ښارونو کې په کال کې ۷۰۰ نه زیاتې ښځې ستي کیدې.
په ۱۸۱۸م کې یو هندو رام موهن رای چې خپله ورینداره يې له ستي نشوه ژغورلی، د دې د ختمولو مبارزه پېل کړه. ده به د ستي خلاف لیکنو کې انګریزانو نه غوښتنه کوله چې په دغه غیر انساني عمل دې قانوني بندیز ولګوي. په ۱۸۲۵م کې دوی یو قانون جوړ کړو چې د ستي لپاره به د مجسټریټ اجازه پکار وي. په ۴ دسمبر ۱۹۲۹م کې د هند ګورنر جنرل په امر ستي غیر قانوني او جرم اعلان شو چې سرغړونکو ته به يې سزا ورکوله.
په ۱۸۳۹م کې د رنجیت سنګ په جنازه د ده یوه میرمن مهتاب دېوي او درې وینځې ستي شوې. د ده د زوی کهړک سنګ په مړی یوه کونډه ” ایسر کور” يې په زوره ستي کړه. پنجاب د انګریز لاس ته ورغلو نو هلته هم ستي غیر قانوني اعلان شو. بیا په هندو ریاستونو کې يې هم دا قانون پلی کړو او په ۱۸۴۵م کې دا رواج مکمل ختم شو.
په پښتو شاعرۍ کې د ستي انګازې پاتې وې چې څو بیلګې يې دا دي.
راته وایی، که پتنګ يې نو ستي شه
دا د شمعې امتحان ته خو خیال وکا (ایوب صابر)
مینې دې ستي کړمه، راغلې په ایرو
اوس مې په ایرو کې لاس وهه چې باد يې وړینه ( ملنګ جان)
ښه ده هما چې د وختونو لمبې تا ستي کړي
وایې چې ستا د وریتو غوښو نه کباب جوړېږي. ( همایون هما)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *