هندکو


د اتوار ورځ لندن په “هېز” بازار مې د بس انتظار کاو چې یوې ښځې غږ مې واوریدو. په کلیوال هندکو کې يې چا ته د چایوست کاو. هغې ورته ویل چې د ګوردوارې (سیکانو عبادتځای) نه اوس راغلو، کور ته ځو. دغو ښځو کمیس پرتوګ اغوستی، د لویو تورو ویښتو کمڅۍ يې په شا ځړیدې. اندازه مې لګوله چې دوی خو د پیښور هندکو نه ویله، ممکن دلزاک سره د خالصې خلک وو. د دوی بس راغلو نو یو بل ته يې په دري کې په مخه ښه وویل. زه پوهه شوم چې دوی د کابل سیکان وو او ژبه يې پخوانۍ هندکو وه.
په ۲۰۰۸م کې د “جوی شیر” مندر کې مې د یوې مرکې په وخت د سړو له خلې هم هغسې هندکو اوریدلی وه. هندکو د فارسي د “هندي ګو” یعني هندي ژبه ویونکو لپاره یو عمومي لقب په توګه کاریدو. د ملتان سرایکي، کوهاټي، پکهل وال، هزاروال، پیښوري، کهتراني، پوټهوهاري، ان تر نورستاني او پشه یی هم د هندکو لهجې دي. دا د آریایی ژبو مختلفې لهجې چې په ښارونو کې د نورو ژبو سره ورګډ او خپل اصالت يې د لاسه ورکړی دی.
په ۱۸ پېړۍ کې کله چې انګریزانو د هند په لویه وچه قدم کیښودو نو د ۱۲۱ نه زیاتې ژبې يې په نښه کړې. په دوی کې ۲۷۰ د خلکو مورنۍ ژبې وې چې ځینې يې لیکل شوی هم نه وې. په دغو ژبو کې ۱۹۵۰۰ بیلا بیل لهجې وې چې په هر ۵۰ میله کې بدلیدل.
د ځینو پښتنو لیکوالانو په اند، هندکو د هند نه د دوی سیمو ته کډه شوي وه. خو په دې کې شک دی. شا و خوا دوه زره کاله کېږي چې مرکزي ایشیا څخه هند ته په حملو کې خلک ختیځ لوري ته ورتلل.
د ننګرهار په ” تورغر” کې یوه وړه هندکو ژبه، ” منکیالي” یواځې څو سوه کروند ګر ویلې شي. له کومو غرنیو سیمو چې خلکو بل خوا کډه نه کوله، د دوی ژبې هم هغسې د یوې لهجې په توګه پاتې شول. هندکو د آریایی ژبو یو ګروپ دی چې پنجابي يې یوه لهجه ده.
په ۲۰ پېړۍ کې ځینو پښتنو لیکوالانو، د خپل تعصب له کبله “هندکو” د هندي یا د سیکانو ژبه وګڼله. دا دعوي وشوې چې “هندکیان” د سیکانو د حملو په وخت راغلل او خپله ژبه يې رواج کړه. په پښتونخوا د سیکانو دوره ۳۰-۵۰ کاله وه او د دوی پنجابي د هندکو نه مختلفه ده. نورو دعوا وکړه چې پښتانه کسب ګر نه وو نو ځکه انګریزانو د ټیټو کارونو لپاره د پنجاب څخه هندکیان راوستل. دا خبره تر یو حد سمه ده چې انګریزانو به په خپلو چاوڼیو کې د پنجاب د ټیټې طبقې (شودر) خلک ساتل. وروسته په دوی کې زیات مسیحیان شول ځکه انګریزانو د دوی اولادونو ته سکولونه پرانستل. د انګریز نه وروسته، د دوی ابادي هم زیاته شوه نو د ښار د نورو خلکو کره به يې صفایی کوله او خلکو به ” چوړیان” بلل.
زما یادېږي چې په سکول کې د صفایی کونکي خاله نوم ” اوشا” و. د هغه کول د خلکو نومونه د هندوانو وو، لکه ګنګا- راج کمار- ساګر وغیره. د دوی د اولادونو نومونه به جورج- ویلیم او سوسن–سلومي وو. د دوی ژبه پنجابي وه او د ښار هندکو به يې نه ویله. پښتنو به د پیښور ژبه “پېښوري” یا پشوري بلله. د دلیپ کمار ( یوسف خان) نیکونو هم دغه ژبه ویله، د شاه رخ خان پلار به په هندکو کې خبرې کولی.
په ۱۹ پېړۍ کې برطانوي ژب پوهه” جورج ګریرسن” چې په هزاره ضلع کې يې د ژبو سروی وکړه، ده ” لانډا” په نوم یوه ژبه په نښه کړه چې ځایی خلکو ورته “هندکي” ویل. لانډا د مغرب ( لویدیځ) مانا ورکوي چې د اباسین لویدیځ غاړو ته د اوسېدونکو لپاره یو عمومي لقب و. ګریرسن وایی چې ” لانډا د ” داردک” ژبو د کورنۍ څخه یوه ژبه ده. داردک ژبې په هنزه، دیر، کوهستان، چترال، ګلګت او کشمیر کې ویل کېږي. د سانسکرت لیکوالو داردک ژبه د “پساچه” په نوم پیژندله خو هندي ادب په دې سبب متروک کړه چې دوی د شیطان له قبیلې څخه وو. مخونه يې ویرونکی او کردار يې ظالمانه و ځکه دوی کچه (خام) غوښه خوړله.”
د ولسي تعصب سره هم لانډا د اکثریت ژبه وه چې په جنوب ختیځ کې د پښتو وایی او شمالي سیمه کې ګوجري ژبې سره پاتې وه. د ګریرسن په وېنا، د تناول په غرونو کې د لانډا یوه بله بڼه تناولي او ختیځ کې یوې وړې سیمې خلک ” ډهونډلی” یا کېرالی” ژبه وایی.
د هندکو یوه بله بڼه، ” سرایکي” ده چې د اباسین پر دواړو غاړو، ان تر ملتان ویل کېږي. په سندهي ژبه کې د سیند بره غاړه “سیرو” نومېږي او هلته اوسیدونکو ژبه به يې سیرایی یا سیرایکي بلله. هم دغسې، د بنو او ډیره اسمعیل خان شاو خوا کلیو کې یوه بله هندکو ” تهالی” نومېږي. “تهل” د مالګې د غرونو او مظفر ګړهه تر منځ شاړه او صحرایی سیمه ده. په ډېره اسمعیل خان کې د دې هندکو لږ متمدن شکل ته “ډېره وال” وایی.
په ۱۸۹۱م کې د هندوستان د مردم شمارۍ په وخت پیښور کې د دریو ژبو ویونکي په ګوته شول. کابلي ( دري) پښتو او پېښوري. دا وروستۍ ژبه يې هندوانو ویله. پیښور کې د لرغونې وختونو راهیسې د مختلفو نسلونو او د مذهبونو خلک اباد وو. ګوپال داس په پیښور کې د” باګرام قوم، اعوان، فقیر، درانی، مغل، سید بخاري، فقیر جوګي، باغبان، کهتري او برهمن نه علاوه دا د بې شمیرو نورو قامونو ټاتوبی ګڼي.
ځینې پښتانه لیکوالان د هندکی د صفت لپاره د خوشال خټک دا شعر وړاندې کوي.
پښتانه، مغل، هندکي واړه هوښیار دی
لیونی خو یو خوشحال دی په دا منځ کښې
دلته خوشال خټک د هندوستان اوسیدونکو ته هندکی وایی او هدف يې د هندکو ژبې څخه نه دی.
د هندکو د مختلفو څانګو، ځینې ولسي سندرې او کیسې په ۲۰ پېړۍ کې ولیکل شول. هغه وخت د سیکانو پنجابي په ” ګورمکهي” لیکدود کې رواج و. د هندکو لپاره ” شاه مکهي” لیکدود غوره شو چې د اردو په شان، فارسي- عربي توري او د پنجاب صوفیانو شاعري به پکې لیکل کیده. هندکو د تعلیم ژبه نه وه نو له دې کبله لیکوالانو ته غلط فهمي پیدا شوه چې هندکو هیڅ تاریخ نه لري. د نورو ژبو سره په ګډیدو یوه لهجه بل ته کډه وکړي او بیا کله کله نوی ژبه ترې جوړه شی. دغه حالت اوس هم روان دی چې مخه يې څوک نشي نیولی.

سرچینې
۱.تاریخ ضلع پشاور. منشي ګوپال داس. ۱۸۶۹- ۱۸۷۴ع.
۲. هندکی او هندکو. خواجه محمد سائیل. بهادر کلی، پیښور. جون ۱۹۹۸ع.
۳.ګندهارا هندکو اکیډمي. ویب پاڼه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *