مد و جزر


د نړۍ د ټولو سمندرونو څپې په یو ورځ او شپه کې بره یا ښکته غورځي چې په عربي کې ” مد و جزر” او په هندي کې ” جوار بهاټا” نومېږي.
زمونږ زمکه ۷۱ في صد اوبه او له هغې هم ۹۶ نه زیاته برخه په سمندر کې ده. زمکه د نمر چاپېره او سپوږمۍ د زمکې چاپېره څرخي او دواړه کشش (راښکون) لري چې اغیز يې په اوبو لیدلی شي.
په ۲۴ ساعتونو کې د سمندر څپې په دغه راښکون یو ځل زمکې ته نزدې راځي او یو ځل ترې لیرې ځي. دا وخت ۱۲ ساعته او ۲۵ مینټ او د څپو غورځنګ ۶ ساعته روانه وي چې د کشتیو چلونکي او مهیانو نیونکي ترې خبر وي. په زیاتو ساحلونو څلور ځلې څپې غورځي خو عام خلک يې اندازه نشي لګولی. په انګریزي کې ” های ټایډ” او لو ټایډ” هغه نومونه دي چې زیات خلک ترې خبر وي. سپوږمۍ د شپې راخېژي او د زمکې تر منځ فاصله يې کمه وي. نو ځکه د سمندر څپې هغه وخت ډېر لوړ غورځي. د سپوږمۍ په ۱۴ د لوړو څپو د غورځیدو دغه ننداره یو ځل ما هم د انګلستان د ” ویټبي” ښار په ساحل وکړه چې په زړه پوړې او ویرونکی وه. هغه وخت څپو د ساحلي تیږو سره په دومره زور سر وهلو چې یو هیبتناک شور او زوږ يې پیدا کړو. تر ټولو لوړه ” د باچا څپه” د سمنر څخه تر ته میټر اوچت غورځیدل.
د اوبو دغه غورځنګ په پښتو کې څه نوم نه لري بلکه ډېر پښتانه ترې خبر هم نه دي چې د سمندر څپې څنګه او ولې جوړېږي. د دې یو سبب د پښتنو خاوره ده چې له سمندر ډېره لیرې او زیات يې غرونه دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *