دا جنګ په ۱۸۴۴م کې پای ته ورسیدو چې شا و خوا درې کاله روان و او انګریز پوځ ته يې لوی ځاني او مالي تاوان واړاو.
په ۱۹ پېړۍ کې برطانوي واکداران د روس نه په ویره وو چې د افغانستان له لارې هند ته ورننوځي. د سدوزو شاه شجاع د کابل د تخت لپاره سرګردان اخر په لودیانه کې کیناستو. په جون ۱۸۳۸م کې ده د سیکانو او انګریزانو سره یوه “درې اړخیزه” لوظنامه وکړه چې د پوځي مرستې په بدل کې به خپلې سیمې سیکانو ته پرېږدي. په دې کې ملتان، کشمیر، اټک، هزاره، خیبر، بنو، ټانک، ډېره اسمعیل خان او پیښور شامل وو. په جون ۱۸۳۹م کې رنجیت سنګ مړ شو او د اګست په میاشت کې شاه شجاع د انګریز پوځ په بدرګه، د کندهار د لارې کابل ته ورسیدو.
د برطانوي پوځ ۳۹ زره غړي افغانستان کې ځای په ځای شول چې زیات يې د هندوستان وګړي وو. د انګریز سیاسي استاځی، ویلیم هی میکناټن و. په ۱۸۴۰م کې امیر دوست محمد په بلخ کې انګریز ته ځان وسپارلو او د خپل ټبر سره هند ته يې واستاو. د امیر دوست ۲۱ کلن زوی، محمد زوی محمد اکبر خان او څو نور ملګرو يې د بخارا امیر سره پناه یوړه. هلته یوه ورځ امیر په دربار کې افغانانو ته څه پیغور ورکړو نو محمد اکبر په بل سهار بخارا څخه ووتلو. په نیمایی لاره د امیر پوځ راګیر کړو او بیرته يې بوتلو. یو کال وروسته دی د بتخاک ملا عبد الشکور په شفاعت د بخارا له ذندان يې پریښودو.
هرات او بلخ د انګریز سره نه وو نو هر مخالف ځواک به هلته راټولیدو. د اکبر خان ډله “خلم” کې میشت شوه او د ۱۸۴۰ له اپریل ترستمبر، کابل نه بهرد انګریز په کیمپونو يې وړې حملې کولې.
په ۱۸۴۱م، برطانوي انتخاباتو کې محافظه کار بریالي شول او سمدلاسه يې جنګي لګښت د کمولو تابیا وکړه. د کلکتې حکومت تر فشار لاندې راغلو او د کابل څخه اضافه پوځ وویستل شو. خو د شاه شجاع د امنیت په بانه يې بیا هم ۸ زرو نه زیات عسکر پرېښي وو. لوړو افسرانو خپلې کورنۍ هم کابل ته راوستلې. ښار د فحاشۍ مرکز وګرځیدو او دا متل عام و، ” د پیښور ډوډۍ بې جواره نه وي او د کابل جینۍ بې یاره نه وي.” په دوو کالو کې کابل نه علاوه کندهار، غزنی او جلال اباد د انګریز په لاس کې شول. د کابل او خیبر تر منځ د لارې ساتلو لپاره به انګریزانو، شینوارو او اپریدو ته پېسې ورکولې. کله چې په یوه جرګه کې دا پېسې د بندولو اعلان، قبایلو د پاڅون سبب شو.
د انګریز مخالف افغانانو کې مخه ور نواب زمان خان، امین الله لوګری، د کوهستان میرمسجدي او عبدالله خان اڅکزی وو. میکناټن هڅه کوله چې ددوی تر منځ اختلافات پیدا کړي. هغه وخت ۳۰۰۰ باغیانو محمد اکبر ته کابل ته د راتلو بلنه ورکړه او په ۲۳ نومبر افغانانو په جزېل ټوپکو، برطانوي چوکیو حملې پېل کړې. د دسمبر په لومړیو کې دوی د کابل سیند پل مات کړو او په شیرپور، بالاحصار او جلال آباد کې د انګریز لښکر تر منځ لارې يې بندې کړې. د شریف خان کلا څخه يې د وسلو او بارودو ۶۰۰۰ بکسونه تر لاسه کړل. د برطانوي پوځ د یو مشر افسر میرمن سیل پخپلو یادښتونو کې لیکي ” هغو جنګیالیو چې وسلې ورسره نه وې، لرګین ډانګ چې پر سرونو یې چړې ټومبلې وې، د بي بي مهرو غونډۍ ته ختل چې انګریزي لښکرکوټ ترې ښکاریدو.”
میکناټن د افغان مشرانو سره د روغې خبرې پېل کړې او د یوې لوظنامې مسوده يې ولیکله. د دې یوه ماده دا وه چې انګریز پوځ به له افغانستان ووځي. دویم شاه شجاع بې وسلې او بیرته لودیانې ته لاړ شي چې افغان حکومت به ورته د کال درې لکه روپۍ معاش ورکوي. دریم تر څو چې انګریز پوځ له افغانستان ووځي، یو لوړ رتبه افغان به ورسره وي چې ډوډۍ او نور مواد ورته رسوي او لګښت به يې پخپله د انګریز پرغاړه وي. څلورم دا چې انګریز پوځ به په راتلونکي کې افغانستان ته نه راځي، تر څو د هیواد حکومت پخپله غوښتنه نه وي کړې.
د انګریز پوځ د وتلو لپاره شرایط دا وو چې دوه تنه افغانان به له کابل تر جلال آباد ورسره بدرګه ځي. له نورو ښارونو به هم انګریز پوځ ووځي. د ۹ توپونو نه علاوه، انګریز به سپکې او درنې وسلې او وسلتون افغان پوځ ته سپاري. تر څو امیر دوست محمد بیرته راځي، د شاه شجاع کورنۍ او ۶ تنه انګریز افسران به په کابل کې یرغمل پاتې وي. معذور او معیوب انګریز پوځیان به هم کابل کې ساتل کېږي.
د دسمبر په ۱۱ نېټه میکناټن او نورو مخه ورو، په دغه تړون دستخط وکړو. په ۱۳ نېټه جنرال الفنستن د تړون د عملي کولو لپاره یو پلان جوړ کړو. په ۱۴ نېټه په بالاحصار کې د انګریز ۵۰۰۰ پوځ ته امر وشو چې شیر پور ته ورشي. اکبر خان د کابل سوداګرو ته اجازه ورکړه چې چاوڼۍ ته خوراکي مواد خرڅ کړي.
یو برطانوي ډپلوماټ الیګذانډر برنز چې په خلکو کې بدنامه و، د خپل ورور او یو بل افسر سره په خپل کور کې ووژل شو نو په چاوڼۍ کې تشویش پیدا شو. میکناټن د افغان باغیانو سره روغې لپاره، یوه بله لوظنامه ور واستوله چې له بولان تر خیبر د شاه شجاع د باچاهۍ سیمه وه نو اکبرخان به د هغه “وزیر” وي. ده ته به ۱۲ لکه روپۍ او بیا هر کال ۲ لکه روپۍ ورکوي. په بدل کې امین الله خان لوګری به انګریز ته سپاري او نورو ته هم د مبارزې د ختمولو وایی. امیر دوست محمد به په درناوۍ کابل ته راشي. اکبرخان د دسمبرپه ۲۲ د شپې، سلطان احمد خان سره، د غنمو بار ۲۰ اوښان شیر پور چاوڼۍ ته واستول. میکناټن ته يې پیغام ورکړو چې دی د شاه شجاع وزیر کیدل مني خو پېسې به ۳۰ لکه ( ۳ میلینه) او د کال معاش به يې ۴ لکه روپۍ وي. میکناټن سمدلاسه راضي شو او د ملګرتیا لپاره يې یوه بګۍ، دوه اسونه او دوه طماچې اکبر خان ته ډالۍ واستول. خو د امین الله لوګری او محمد زمانخان ترمنځ رقابت و ځکه زمان خان د انګریز پلوی و. هغه وخت د محمد اکبر د وژلو لپاره ۱۰ زره روپۍ انعام هم ټاکل شوی و. د ده د ټبر ۱۵۰ نه زیات غړي په هند کې د انګریز سره یرغمل وو.
په ۲۳ دسمبر، اکبرخان او میکناټن د خپلو ملو سره د کابل په یوې غونډۍ مذاکرات ته کیناستل. یوه شپه وړاندې، د برنز منشي، موهن لال، میکناټن ته خبرداری ورکړو چې ممکن د ده د وژلو سازش روان و. ده د پوځ دوو غونډونو ته د تیار ساتلو امر وکړو چې که اکبر خان ریښتونی و نو دوی د نایب امین الله لوګري د نیولو تابیا وکړي او که نه و نو مورچې دې ونیسي. په پوځي افسرانو کې لارنس، مکینزي او ټریور هم ورته خبرداری ورکړو. خو میکناتن وویل ” باور لرم چې ګواښ راته شته خو زما د پلان د کامیابۍ لپاره دا ګواښ ضرور دی.” میکناټن په هم هغه مذاکراتو کې ووژل شو او جنرل ایلفنسټن سمدلاسه، د کابل څخه د وتلو فیصله وکړه.
د ۱۸۴۲م د جنوری په ۶ د سهار ۶ بجې انګریز لښکر چې ۴۵۰۰ پوځ او ۱۲۰۰۰ ملازمان، ښځې اتو ماشومان پکې و، د ۲۰۰۰ اوښانو، خچرو او اسونو سره د ۶ ورځو خواړه د شیر پور له دوو دروازو ووتل. په سر کې ښځې او ماشومان وو او خزانه منځ کې وه. د قافلې وروستي برخه چې له چاوڼۍ وتله نو ماښام او سمدلاسه افغانانو د لوټمار نه وروسته، هلته اور ورته کړو. د لارې دواړو غاړو عامو خلکو دا قافله شوکوله او ملنډې يې پرې وهلې. د خاک جبار او لته بند په درو کې د هند وګړي د یخ د لاسه مړه کیدل خو د دوی د خښولو وخت نه و. پوځي افسرانو په ډېره میړانه ځینو ځایونو کې د وسله والو باغیانو سره مقابله وکړه. په اخره کې لږ شمیر پوځ پاتې شو چې ځان يې تسلیم کړو او یا په تېښته کامیابه شول. د جلال اباد چاوڼۍ ته یو پوځي ډاکټر “برایډن” د خپلې ماتې خبر یوړو. خو جنګ د کال تر پای روان و او په ستمبر کې جنرل پولک د خپل پوځ سره کابل ته ننوتو. امیر دوست محمد خان د ۱۸۴۳م په پېل کې انګریزانو خوشی کړو او د پیښور د لارې کابل ته لاړو.
په برطانیې کې د یوې اندازې تر مخه، په لومړي جنګ کې یو لک او ۷۶ زره خلک ووژل شول. په دوی کې ۴۶ زرو نه زیات عام وګړي، ۷۰ زره پوځ او پولیس او لږ تر لږه د ۵۲ زرو نه زیات باغي جنګیالي ووژل شول. په دغې جنګ کې د هند کوم پوځیان چې ژوندي پاتې شول، هغوی په ۱۸۵۷م کې په هند کې د انګریز خلاف بغاوت وکړو او د مغل سلطنت دور ختم شو.
سرچینې
1. Life of the Amir Dost Mohammed Khan of Kabul: with his political proceedings towards the English,Russian and Persian governments, including the victory and disasters of the British Army in Afghanistan. By Mohan Lal Esq. London: Longman, Brown, Green and Longmans. Paternoster –Row 1846.
2. Sir William Hay Macnaghten and the first Afghan War. By Ken McNaughton. Feb 2009. Online article.
3. Return of a King: The Battle for Afghanistan, William Dalrymple. 2012. Bloomsbury Publishing.