مردان شوګر مل


د اباسین پر غاړه ښرازه زمکه د زرګونو کالو راهیسې خلک ګنی کري. په دودیزه توګه د نومبر څخه تر فروري، څلور میاشتې به د کلیو په ګاڼۍ کې له ګنو ګوړه جوړیده. د دویم نړۍ وال جنګ څخه وروسته، انګریزانو، د نورو مستمرو په شان په مردان کې هم د یوې کارخانې بنست کیښودو. د ۱۹۴۹م په مني کې هلته په لومړي ځل د ګنو د زبیښلو کار پېل شو.
تر ۱۹۵۰م دا د ایشیا تر ټولو لویه کارخانه وه او د ورځې ۴۵۰۰ ټن ګنو څخه يې شیره زبیښلې شوه. د دې هر مشین له نورو ټولو نوی او پرمخ تللی و نو ځکه د دې کارخانې چیني او د قند ټوټې به د له نورو ګران بیه خرڅیدل. د ” چقندر”( لبلبو) څخه د چیني جوړولو نه علاوه، تر ۱۹۵۸م دغه کارخانې د پاتې شیرې نه الکحل او سپرټ هم جوړیدل.
د پښتونخوا لویو کروند ګرو به د ګني تیار فصل په کارخانې خرڅاو ځکه هغوی به ورته ښه بیه ورکوله. د شوګرمل خپله لیبارټري او په پراخه زمکه يې بټۍ لګیدلی وې. هلته د شهرت لپاره به د ” قند” په نوم یوه پاڼه هم خپریده. د کارخانې لیدو لپاره به د سکول او کالج شاګردانو ته يې د رنګا رنګ خواږو کسوړې ورکولې.
تر ۱۹۹۰م یواځې په مردان کې ۳۵ میلینه ایکړ زمکه کې به خلکو ګنی کرلو او هر کال په اکتوبر کې به ۱۰ میلینه ټنه ګنی به یواځې شوګر مل ترې واخیستو چې د ورځې ۱۰۰۰ ټنه چیني د جوړولو توان يې لرلو. په شوګر مل کې ۱۲۰۰ مستقل ملازمان او په زرګونو نور د ګني د زبیښلو په وخت د ورځې په مزدورۍ به پکې لګیا وو.
د ۲۰ پېړۍ تر پای، پښتونخوا کې د چینو ۷ کارخانې نورې هم جوړې شوې چې چارسده او خزانه پکې لوی وو. دغو دواړو ته هره ورځ ۴ لکه ټن ګنی به پکار و او په زرګونو خلکو روزګار پیدا کړو. خو ورسره د کارخانه دارو تر منځ سیالي هم مخ په زیاتیدو شوه.
حکومت هر کال د یو من ( ۴۰ کلوګرام) ګنی بیه ټاکي خو د ګني یو زمکه وال راته وویل چې کله کله د ګني په فصل چینجی ( تیلیا) ولګي نو دوی د حکومت بیه نشي منلی. د سیلابونو او نورو افتونو له کبله د ګني فصل ته هم سخت تاوان رسېږي. د کر په زمکه خلکو کورونه او تجارتي پلازې جوړې کړې. د حکومتي فساد او د کارخانو د بد انتظامۍ له کبله کروند ګر ورته ګنی نه ورکوي او په نتیجه کې مردان شوګر مل کې د چینو جوړول کم شول.
حکومت د کارخانو لپاره څه پالیسي نه لري او فاضله مواد يې د خلکو صحت ته خطر جوړېږي. د چارسدې، صوابۍ او د مردان ځینې کروند ګرخپل ګنی کارخانو ته د ورکولو په ځای، ګاڼۍ ته ووړی او ګوړه ترې وباسي. یواځې د مردان په سیمه کې ۴۰۰۰ ګاڼۍ ګرځي. دوی خپله ګوړه د پنجاب یا د افغانستان کاروباریانو ته په لوړه بیه خرڅوي. د چینو زیاتې کارخانې اوس په پنجاب او سنده کې دي چې شمیره يې له ۸۰ زیاته ده.
د ۲۱ پېړۍ له پېل د مردان شوګر مل تولید په کمیدو شو او په اوونۍ کې درې ورځې به چالو و. په ۲۰۲۰م کې کله چې خلک د کورونا وبا په مخه اخستي وو، د مردان پریمیر شوګر مل دالانونو کې هم خاموشي شوه او د ۷۰ کالو یو دوران پای ته ورسیدو.

2 Comments

Add a Comment
  1. Venerated safia Haleem.italk to many authours about yours findings but all i cud not found details about .
    Plase contact me on my Whatsap
    03348400514 or give your contac.
    Regards

    1. مننه عرفان سید. ستاسو کوم معلومات او د څه تفصیل غواړئ؟ دا هر څه په انټرنیټ موجود دي. د فون نمبر ورکولو معذرت.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *