په ۱۹۶۰م کې زه د نورو وړو سره په سپینو جامو کې د پیښور تر ټولو لوی سکول ” لیډي ګرفت” ته لاړم. د دې د لوبو په میدان کې زما په شان سوونو جینکو د ګرل ګایډ د تنظیم مشرې میرمن” بیډن پاول” انتظار کاو.
برطانوي پوځي او لیکوال، رابرټ سټیفنسن سمیت بیډن پاول په ۱۹۱۰م کې د “بوای سکاوټ” تنظیم بن سټ کیښودو. د دې نه دوه کاله وړاندې بیډن پاول یو کتاب کې تنکي ځوانانو ته د ټولنې د خدمت او مشکلاتو کې د ځان ساتلو مشورې ورکړې وې. دی په ۱۸۹۷م کې د جنوبي افریقه ” بور” جنګونو کې شامل و. د پوځي خدمتونو نه وروسته بیډن پاول د سکول کتابي تعلیم نه علاوه ماشومانو ته د عملي ژوند پوهه ورکول غوښتنه. خپلې ټولنې ته د خدمت نه علاوه، د خطر په وخت د خلکو ژوند ژغورل د سکاوټ پروګرام برخه وو.
بیډن پاول، د خپلې سیمې په ښوونځو کې د خپل خور ” ایګنس بیډن پاول” په مرسته د هلکانو او جینکو لپاره دا رضا کار تنظیم جوړ کړو. ماشومانو به د مور پلار په اجازه او خوښه ځان ته د دې وردي ( یونیفورم) جوړاو.
د پوځي سیلوټ برعکس، سکاوټ او ګایډ په چپ لاس مصافحه کاو چې زړه ته نزدې د ملګرتیا نښه وه. ماشومانو به د غړیتوب په وخت، د ښې لاس په سیلوټ ژمنه کوله چې له اوږې به پورته نه و. په کټه او وړه ګوته یوه دایره چې د نړۍ د نورو غړو او د منځ درېو ګوتو سلام د دریو ژمنو سمبول او مفهوم يې داسې و. ” زه به د نړۍ او په دې کې اوسیدونکي هر انسان سره، د مینې، احترام او مهربانۍ د سلوک کوشش کوم.”
د سکاوټ ډلې د استادانو تر څارنې لاندې تنظیم کیدې او هغوی به د اوړي په چوټیانو کې د ماشومانو د روزنې لپاره کیمپونه لګول. دوی به په خیمو کې اوسیدل، خپلې جامې پخپله وینځل، د لرګیو ماتول، اور بلول او د لوښو نه بغیر خواړه پخول يې زده کول.
ددې غیر سیاسي او غیر پوځي تنظیم څانګې د برطانوي مستمرو نه علاوه د نړۍ ډېرو نورو ملکونو کې هم جوړې شوې. هلته ځایی رواجونو او د ماحول سره سم د ماشومانو روزنه کیده. د سکاوټ او ګایډ تنظیمونه په ټول هند په سرکاري سکولونو کې موجود وو. بیډن پاول په ۸ جنوري ۱۹۴۱م کې مړ شو خو میرمن يې د ګایډ مشرې په توګه ډېرو ملکونو ته ورتله.
په ۱۹۴۷م کې د هند له ویش وروسته پاکستان کې د ګایډ مشره بیګم ګېتي آرا خان وه. په ۱۹۵۲م کې د ګایډ لومړی مرکز په لاهور کې جوړ شو او د پښتونخوا د سکولونو په سوونو هلکانو او جینکو به په غونډو کې ګډون کاو. په هره صوبه کې هم کالنۍ لویه غونډه (جمبوري) جوړیده چې د سکولونو له خوا پکې ماشومانو نمایندګي کوله. زما یادېږي چې یوه لویه غونډه په ایران کې هم شوی وه.
د سکاوټ یونیفورم خاکي کمیس پتلون او په غاړه کې به يې د خپل سکول د رنګونو رومال تړلو. د جینکو لپاره سپین کمیس پرتوګ او شنه لوپټه وه. د سکاوټ او ګایډ رضا کارانو به د یو قدرتي آفت لکه زلزله یا سیلاب کې د پولیسو او پوځ سره د خلکو مرستې لپاره مټې راونغښتې.
په نهم صنف کې ما د ” ګلیات” په غرونو کې د ګایډ یو کیمپ کې درې اوونۍ تیرې کړې. د خیمو د ودرولو نه واخله، په ځنګله کې د قطب نما په وسیله لاره موندل، ما هلته زده کړل. د وخت په تیرېدو د ګایډ او سکاوټ کارونه د ټولنې خدمت ته وغځیدل. په کلي والو سیمو کې د روغتیا، ماحول او غذا په اړه معلومات ورکول او د معذور او معیوب ماشومانو لپاره ځانګړي کورسونه جوړول اوس د دوی هدف کې شامل وي. په ۱۹۹۳م کې اسلام اباد کې د ” ای-سي او” غونډه کې د سکاوټ او ګایډ رضا کارانو د بهرنیو استاځو د رهنما په توګه خدمتونه کول. په ۱۹۹۵م کې د لاهور د ګایډ مرکز د یونیسکو په مرسته د لیک لوست د پراختیا یو کانفرنس جوړ کړو. په زړه پورې خبره دا ده چې د سکاوټ د غړو شمیره لږه او د ګایډ زیاته شوه. د دې یو سبب ممکن په جینکو کې د خدمت جذبه وي. د ۲۰۰۵م د زلزلې، د ۲۰۱۱م او ۲۰۲۲م د سیلابونو په وخت د سکاوټ او ګایډ ډلو په لیرې پرتو سیمو کې د خلکو مرسته کوله.
اوس هم په ۲۱۶ملکونو کې ۳۱ میلینو نه زیات ګایډ او سکاوټ ځوانان موجود دي. په ۱۵۵ ملکونو کې سکاوټ او ګایډ د نړۍ وال ادارې سره په رسمي توګه رجسټر او منل کېږي.
د ۲۱ پېړۍ له پېل په برطانیې کې د سکاوټ تنظیم د یو لړ جنسي تیریو په تور بدنامه شو. دا ۳۰ کاله پخوانۍ قضیې محکمو کې حل شوې او تنظیم ته يې مالي تاوان واړاو. خو د دې سره هم تر ۲۰۲۱م هم په برطانیې کې یو میلین نه زیات ځوانان او هم دومره رضاکاران موجود دي. دغه رضا کاران د ممبرشپ لپاره پخپله پېسې ورکوي او په بیړني حالاتو کې د خلکو مرستې ته ورځي.