زما ژوند او ژوندون (۹)


د پښتنو نامتو مشر عبد الصمد خان په ماشومتوب کې په خپلې سیمې د برطانوي حکومت اغیز ته پام و. دی وایی چې د پښین زیات خلک سوداګر وو. ” زمونږ د خپل کلي یوه څنډه (محله) تر اوسه “ټټۍ” بولی چې د سوداګرو ګودام یا ګنج ( کاروان سرای) ته وایی.” هلته د هند، افغانستان چین او ایران سوداګر به اوسیدل چې د زمکې او سیندونو د لارې يې تجارت کاو. د انګریز د راتلو سره تجارت اسانه شو ځکه دوی د بولان دره پرانسته، لارې يې جوړې کړې او ورباندې د غلا غدۍ مخه ونیوله. د تجارتي قافلو د بدرګې لپاره لیویز ته يې تنخواه ورکوله. خو د سوداګرۍ رنګ بدل شو او د اوښ ځای ریل واخیست، پخپله د مال اخیستو په ځای ایجنسۍ جوړې شوې، د پېسو لپاره د تګ راتګ په ځای ډاک، بینک او مني آرډړ کې معاملې کیدې.
د انګریز زیاتې دا و چې بنګال، مدراس، ډېلي بمبۍ، سیندهه او نورو ځایونو کې د خپل سرکاري واجبات لپاره دفترونه جوړ کړل. هلته به تعلیم هم خپله ژبه کې کیدو خو پنجاب، روه او بلوچستان ته راغلل نو اردو د دویمې سرکاري ژبې په توګه يې رواج کړه. د سرکار او بازار ټول کاروبار یا په انګریزي او یا اردو کې کیدو. دا دواړه د پښتنو لپاره نوې ژبې وې نو دوی پرې نه پوهیدل. د دې لپاره سرکار د هند او سیندهه نه د کار خلک راوستل چې زیات يې مسلمانان وو خو هندوان او سیکان به هم راتلل.
پښتنو په کاروبار او سرکاري نوکرۍ کې تاوان وکړو او کرکرونده خو هسې هم لږ وه نو یواځې مزدورۍ ته پاتې شول. دغه مزدوري به هم په ښارونو کې وه او د کلي خلکو لپاره هلته تلل ګران وو. د هند او پنجاب خلک چې د انګریز سره راتلل، پښتنو او بلوڅو پاره د هغوی نوکري یو ډول نوې غلامي او ننګه وه.
د سنډیمن او د هغه ملو، د “لیویز” نوکرۍ لومه جوړه کړه چې غټانو (فیوډالانو) به پکې خپل کسان برتي کول. په دې کار د دوی خپل منځ کې هم سیالي روانه وه چې کله د هندو- مسلمان او کله د ضلع او صوبې، شخړه به پیدا شوه. ځینې ځایی خلکو چې وړې وړې او د کلیو نوکرۍ لکه لومړیو ښونځو کې استادي، د څاروو ډاکټر، د لیویز منشي توب، وړوکی کلرک یا تحصیلداری کول، دا به هم د نورو په واک کې وو.
د پښین هغو سوداګرو چې پخوا يې هند کې تجارت کاو، دا حال ولیدو نو ځینې يې افغانستان ته لاړل. هلته امیر امان الله خان چې هزاره يې وهل، د چورا- ورزګان- ګیزو او خلج زمکې پښتنو ته ورکولې. د چمن اڅکزي، د ږوب کاکړان او د پښین په زرګونو خلک هلته په کډه شول. بلوڅان یا خو سیندهه ته لاړل او یا افغانستان کې میشت شول. هغه چې په بلوچستان کې پاتې وو، په خپل پخواني شناخت هند ته لاړل. خو هلته هم رنګ اوختې و نو ځینې په نورو کارونو اخته او هم هلته پاتې شول. دوی تر ټولو زړه دکانداري، بنجاریتوب پېل کړ او ټوکي (کپړه) به يې په شا ګرځوله. ځینو معمولي پېسې خلکو ته پور ورکولې او د “سود” کاروبار يې شروع کړو چې هغه وخت غیر قانوني و. په یوې روپۍ د میاشتې دوه یا څلور آنې سود و. مقروض کس به پور نشو پریکولې نو دوی به ورسره شر کاو. پښتانه هلته بدنامه شول خو د خپل وطن د خوارۍ نه بیا هم ښه وو. دوی ان تر سیلون (سري لنکا) تلل او لس اته کاله به ورک وو. پینځه شپږ سوه روپۍ به يې وګټلې نو بیرته به راغلل. کال نیم به يې په وطن کې تیر کړل، واده به يې وکړو یا کوټه مېنه به يې جوړ کړل، پېسې به ختمې شوې نو بیا به روان وو. ځینې خو به تر دیرش کاله نه راتلل وو. د پښین او کوټې د کلیو زیات ځوانان به دغسې ورک وو او شا ته به يې ښځې، سپین ږیري او ماشومان پاتې وو.
د انګریز لوی افسرانو خله په واک کې نه وه او ځینو په خپل لاس به خلک وهل. په دوی کې یو “کرنل ډیو” سیاسي ایجنټ او بیا د ګورنر جنرل ایجنټ و. بل کمشنر “کرنل ټرینچ” په ګلستان کې “زمونږ سپین ږیری اکا ښاغلی هبیبولا (حبیب الله) یا هبو خان په سوک ووهلو.” بل وخت هم دغه ټریچ د ګلستان په بازار کې روان و او کوم دکاندار چې به ده ته د احترام لپاره ولاړ نه شو نو ورپسې به دننه ورغلو او په سوکانو او لتو به يې وهلو. په ۱۹۲۱م کې یو بل ایجنټ د کرنل سټوارټ، چپړاسي سهار وختي د ده پر میز ګټې (ډبرې) ایښودلې چې د ورځې به يې خلک ورباندې ویشتل. په ۱۹۴۷م کې د “هنی” ملک سمند خان یاسین زی، د هغه وخت د حکومت وزیر، جوا هرلال نهرو ته د هنی ( جهیل) د اوبو په اړه د افسرانو د زیاتوب شکایت وکړو. خپله خله يې ورښکاره کړه چې غاښونه يې یو پولیټیکل په وهلو ورته مات کړي وو. یواځې انګریزان نه بلکه د دوی ځایی افسرانو هم د خپلو اختیاراتو نه ناوړی ګټه اخیسته. د پیښور د قاضي خیلو یو کس چې سرکاري افسر و، په کچارۍ ( کچهري) کې خلک په غنو وهل. یو بل افسر محمد رفیق درانی په ګلستان کې خلک وهل ټکول. یو وخت حاجي یوسف ورته جواب ورکړو نو هغه يې په جیل کې بند کړو.
د افغانستان د خپلواکۍ په جنګ کې ځینو پښتنو وسله تر لاسه کری وه نو ویښ ملایان او مخه ور خلک په دې ګومان وو چې که جنګ مو پېل کړو نو د سیکانو په شان به يې ووهو او خپل هیواد به ترې واخلو. خو ” زما هیڅ وخت هم دا خبره زړه ته نه ده لویدلی.” عبد الصمد خان، خپل خلک د جنګ څخه منع کول چې انګریز مونږ نه زیاته وسله لري او بله دا چې اوس وخت بدل و. د افغانستان ازاد ولس چې له سوونو کالو څخه يې خپله باچاهي او باچا لرل، د هغوی او زمونږ ترمنځ بیلتون و. زمونږ مشران د انګریز له خوا ټاکل شوي ملکان وو او د هغوی ” د ژوند مراد د انګریز خو شامندی چوپړ او پیسې جوړی سوی وی.” دی لیکي چې مونږ یوې ” غوټې” ته اړ یو چې یوه خوا ولس په خپلې خوارۍ او ناپوهۍ او بلې خوا ته سرکار د خلکو د ناچارۍ په اړه خبر کړي. کله چې خلک ویښ او پوهه شول نو بیا سرکار به هم د دوی په خوښه جوړېږي. دی هیله من و چې که مونږ د قام د ښیګړې کار پېل کړو نو ممکن سرکاري خلک ورسره کومک وکړي. او که دا نه هم وي، نو مخ ته به يې هیڅ کله نه ودرېږي. بیا لیکي چې که زه یو خوشامند ګر قامي سړی وای نو په ډېره اسانه د سرکار سړی جوړیدای شوی. خو زه او سرکار ډېر سره لرې وو او د خدای پاک دا نه وه خوښه.
عبد الصمد لیکي چې زه هغه وخت پوهه نه وم خو وروسته زړو تاریخونو ته مې وکتل نو باور مې شو چې قامي کار، ولوږه او کم خرڅي د قام د خدمت لاره ده. هیڅ بې هیڅه روژه او ولوږې ته مې زړه کیدو. کله به مې خواړه کم کړل او کله به مې په میاشتو د کتغ ( اینګولی) په ځای میوه او مندکی ( زړي) خوړل یا په شپو شپو نهار او په روژه ګرځیدم. د پېسو بچت او ټولول مې نه و خوښ او نه په ژوند کې مې دا کار کړی دی. د سبا غم راسره نه و او نه چیرته ۱۰۰۰ روپۍ مې دوه میاشتې ځان سره ایښې وې. هر څه چې مې موندل، د خپلو ملو په ډلې او کارونو لګول. ” ما خپل او د مشر ورور ټول جایداد تر نیمایی زیات خرڅ کړی او ګاڼه کړی و.” دواړو خپل بچي په دې پوهه کړي وو چې خپل ژوند به پخپله جوړوئ. خو د دې سره هم عبد الصمد اڅکزی له دغو تورونو خلاص نه شو چې د هندوانو یا د افغانستان پېسې خوري. چا دې ته نه کتل چې که پېسه مې مراد وای نو تر ټولو زیاته پېسه خو د انګریز سرکار سره و او که جنګ مې ورسره نه کولی، نو راکولې يې هم.
یو وخت د ده له پوزې وینې روانې شوې او نه بندیدې. یو تربور محمد طاهر ورته ډاکټر راوغوښتو او هغه چې راغلو نو د ده په کوټه کې یوه بوریا (پوزی) او یو کټ پروت و. دی پخپله د انغري پرغاړه ” تولای” لاندې ملاست، د ” کرباسو” جامې او څادر اغوستې وې. ( کرباسو کاټن یا د پنبې ارزان ټوکر وي) د کیناستو لپاره یوه کرسۍ هم ورسره نه وه. ډاکټر د ده علاج وکړو خو بله ورځ يې ورته وویل چې ځان سره دومره سختي نه ده پکار. ده ورته وویل چې زما زړه نه غواړي.
اڅکزی لیکي چې په دې وخت کې مې ښکار پریښودو، ټولې وسلې او ټوپک مې لیرې کړل او زیات وخت به په باغ کې ځان له ناست وم. یا به د کلي سره نزدې غونډیو ته ختلم او سوچونه مې کول. د خلکو سره خبرې به مې هم د قام او د هیواد د بدې ورځې کولې.
دلته د عبد الصمد ژوند لیک لومړۍ برخه پای ته ورسیده ځکه ده ته په جیل کې په شمیر کاغذ ورکاو. دده د خپل لاس لیکلی مسوده ۲۶۰ مخه وه چې د جیل مشر پرې خپله ټاپه او دستخط وهلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *