د ټیونس ښار په ” باب الجدید” کې یو دوه پوړیزه زوړ کور وړه سپینه ګومبده لري. پکې یو غولی او چاپېره کوټې دي چې په دېوالونو پخوانۍ کاشي خښتې د هغه وخت د شته منو خلکو ژوند نښه وه. په ۱۴ میلادي پېړۍ کې نامتو مسلمان مورخ او فلسفي ” ابن خلدون” په دغه کور کې اوسیدو.
د عبد الرحمن بن محمد بن خلدون کورنۍ، د یمن کډوال و چې لومړی اسپانیې او بیا ټیونس کې میشت شول. ابنِ خلدون هم هلته وزیږېدو او په مسجد قبه او ” مسجد ذیتون” کې يې د قران، حدیث، فقه، فلسفه، ادب او تاریخ کتابونه ولوستل.
د خپل استعداد له کبله دی د شلو کالو په عمر کې د ټیونس د سلطان، کاتب وټاکل شو. څه موده وروسته، سلطان په څه خبره ورته په قهر شو او دی يې ذندان کې واچاو. څلور کاله وروسته د سلطان په مړینې، ابنِ خلدون له قید ازاد شو نو غرناطه ته لاړو. هلته سلطان ابوعبد الله د ده تود هرکلی وکړو او ده ته يې د ژوند اسانتیاوې ورکړې چې د اندلس د عربانو تاریخ “العبر” ولیکي. دا د هغه وخت یو لوی کتاب و خو د درباري سازشونو له کبله، ابن خلدون، بیرته ټیونس ته لاړو او یو وړوکي کلي کې میشت شو. هم هغه ځای ده “مقدمه فی التاریخ” لیکل پېل کړل چې په لومړي ځل حقایقو په بنیاد تاریخي، سیاسي، اقتصادي او عمراني واقعات پکې بیان شول. د دې په لومړۍ برخه کې د زمکې، نفوسو، د دوی د اقتصادي حالت، اسباب. د کډوال، کوچي او وحشي قبایلو ژوند، د ملک او حاکمانو د سلطنت، اوج او زوال اسباب وڅېړل شول.
څلور کاله وروسته ابن خلدون، قاهرې ته لاړو او هلته په الازهر پوهنتون کې استاد شو. د مصرسلطان سیف الدین برقوق د ده له علم اغیز من، ۱۳۸۴م ( ۷۸۶ ه ) کې د مالکیه فقه قاضی دنده وروسپارله. د ابن خلدون ټبر په یوې بحري بېړۍ کې مصر ته روان و چې په سمندري طوفان کې تری تم شو. ابنِ خلدون ډېر په حوصله دا لوی غم وزغملو او سلطان ورته د حج وسایل برابر کړل. هغه ’تاریخ ابنِ خلدون” په نوم مشهور کتاب ولیکلو.
په ۱۴۰۱م امیر تیمور، دمشق د نیولو تابیا کوله او د مصرسلطان د یو پوځ سره د دې ښار دفاع ته روانیدو. په ابن خلدون يې زور راوړو نو هغه زړه نا زړه ورسره مل شو. د تیمور پوځ د دمشق کلا محاصره کړه او د څو وړو جنګونو نه وروسته، د مصر ځینې کوماندانان په پټه قاهرې ته لاړل. سلطان خبر شو چې د ده خلاف بغاوت امکان و نو دی هم یوې دستې سره له دمشق ووتلو. د ښار عالمان او قاضیان ابن خلدون ته ورغلل نو هغه ورته د تیمور سره روغې مشوره ورکړه. د قاضیانو یوه ډله د پوځي منصبدار د مخالفت سره هم، د امیر تیمور کیمپ ته ورغله او له هغه يې امان وغوښتو. امیر ورسره ومنل خو د ابن خلدون د لیدو غوښتنه يې وکړه نو قاضیان ویریدل چې ممکن دی ووژل شي. ابن خلدون په بله ورځ له کلا بهر لاړو نو ډېر په درناوۍ، یو خاص خیمې ته يې بوتلو. وروسته ده د امیر تیمور سره د ملاقات حال په تفصیل ولیکلو چې ترجمان يې د خوارزم یو عالم عبدالجبار بن نعمان و. امیر ترینه د ده د قام او د وطن پوښتنه وکړه، بیا له خپلې خیمې ورته ډوډۍ راوغوښته. ده امیر تیمور د پخوانیو لویو او مشهورو باچاهانو، د روم قیصر(سیزر) د فارس خسرو، د یونان سکندر او د بابل بخت نصر سره پرتله کړو. تیمور د بخت نصر پوښتنه وکړه چې دی د کوم قام باچا و. ابن خلدون ورته وویل چې ځینې خلک يې “نبطی” او ځینې د فارس د خلکو باچا ګڼي. تیمور ورته وویل چې که بخت نصر د پارس “منوچهر” باچا اولاد و نو دی د مور له خوا ورسره خپلوي لري. ابن خلدون وویل چې د ده په نظر، بخت نصر د نبطی خلکو باچا او د یو بل مورخ “طبري” حواله يې ورکړه. امیر تیمور وویل چې د طبري منل ضرور نه ده او د حقایق معلومولو لپاره يې، عربي او فارسي کتابونه وغوښتل. ابن خلدون ورته وویل، دی به بیا هم د طبري دلیل مني. په دې خبره، امیر ورسره نور بحث ونکړو.
خلدون لیکي چې ” امیر تیمور د لویو او ځواکمنو باچاهانو څخه دی. ځینې يې عالم او یا شیعه ګڼي ځکه دی د ” اهل بیت” درناوی کوي. نور يې جادوګر ګڼي خو دا ټول ګنګوسې دي. ساده خبره دا ده چې هغه ډېر هوښیار او بصیرت لرونکی انسان دی چې د خپل معلومات او ناپوهۍ په اړه بحث او مجادله کول يې خوښ وي. دی د ۶۰ او ۷۰ کالو تر منځ عمر، په ښې پښه ګوډ، چې په ځوانۍ کې د اس د ځغاستې په وخت پکې غشی خښ شوی و. د تګ په وخت دغه پښه ځان پسې راکاږي. خو د زیات مزل لپاره يې بیا څو کسان په لاسونو وړي.”
په دمشق کې امیر تیمور د ښار عالمانو او قاضیانو سره ولیدل. نور ټول يې د خپلو دندو د مراسلو سره رخصت کړل خو ابن خلدون يې ایسار کړو. بیا د تیمور د غوښتنې سره سم د المغرب ( شمالي افریقه) په اړه یو تفصیلي راپور ولیکلو. دا راپور يې امیر ته یوړو نو هغه مسوده یو کاتب ته ورکړه چې په تاتاري ژبه وژباړي. ابن خلدون د امیر په ارادو پوهیدو نو د مغلو ( تاتار) په اړه يې هم یو راپور وکښلو.
تیموري پوځ د دمشق کلا دېوالونه په توپو نړول نو هلته میشت یو کس د نورو خلکو سره له امیر، امان وغوښتو او خواست يې وکړو چې د مصر خلافت ده ته وسپارل شي. امیر دغه معامله د دمشق قاضیانو ته وړاندې کړه چې ابن خلدون هم پکې و. الحاکم خپله دعوی وړاندې کړه چې دی د عباسي ټبر غړی و او د مصر سلطان د خپل حاکمیت ثبوت نه لري. قاضي برهان الدین ابن مصلح او ابن خلدون وویل چې دا روایت سم نه دی نو امیر تیمور ترې دلیل وغوښتو. خلدون په جواب کې د حضرت محمد ( ص) د مړینې څخه وروسته د پیښو تاریخ بیان کړو. بیا د خلافت د سند مانا يې واضح کړه چې مسلمانان د ځان لپاره یو پوهه، باایمان او با استعداد حاکم انتخاب کړي. د عباسي ټبر وروستی خلیفه المستعصم په بغداد کې د مغل هلاکو خان له خوا ووژل شو نو د ده ټبر قاهرې ته لاړو. هلته د الراشد په اولاد کې احمد الحاکم د عالمانو د شورا له خوا د مصرخلیفه وټاکل شو. امیر تیمور دا دلیل ومنلو او هغه کس ته يې وویل چې خلافت ستا حق نه دی.
ابن خلدون، مصر ته لاړو نو د تاتاریانو په اړه خپل راپور يې د مغرب حاکمانو ته واستاو. د قاضي په توګه د خپلې دندې نه علاوه ده په پینځو کالو کې خپل ژوند لیک تکمیل کړو.
دی د عمراني (سوشل) علم ماهر ګڼلې شي ځکه د خپلو مشاهداتو او مطالعې نه وروسته لیکي چې انسانان د خپلو نیکونو تولید نه، بلکه د تاریخ، ټولنې، چاپیریال او د رواجونو تولید دی. نو ځکه د ټولنې ماحول د ده د فکر په جوړولو کې لویه ونډه لري. د تاریخ په اړه د ابن خلدون نظریات د هغه وخت ملایانو او ځینې اروپایی عالمانو نه منل. دوی ورباندې د ” بې دینه” کیدو ټاپه ولګوله. خو ابن خلدون د خدای له وجود انکار نه کاو او نه يې چرې په اسلامي علومو اعتراض کړی و.
د اقتصاد په اړه ده په لومړي ځل دا مفکوره ورکړه چې د یو انسان په هلو ځلو چې کوم مال جمع کېږي دا د یوې ټولنې په ودې کې رول لوبوي. دی د قامونو تر منځ تجارت ګټه ور ګڼي او وایی چې یو قام به په خپل تاریخ کې څو ځلې مات شوي وي خو ختم شوي نه دی. د ده “مقدمه” د نړۍ په څو ژبو کې ترجه شوه او د اقتصاد په علم کې د یورپ په پوهنځو کې هم لوستل کېږي.
د ټیونس خلکو غوښتل چې دی بیرته خپل وطن ته لاړ شي خو ابن خلدون په ۱۴۰۶م کې د ۷۴ کالو په عمر کې مصر کې وفات شو. د ده قبر د قاهرې په صوفي مقبره کې دی چې شناخت نه لري. په ۲۰۲۳م کې د متحده عرب امارات حکومت ژمنه وکړه چې په ټیونس کې د ابن خلدون کور به بیرته رغوي چې یو میوزیم په توګه خلک يې وګوري.
سرچینې
۱. ابن خلدون. عبد السلام ندوی. دار المصنفین. شبلی اکیډمی. اعظم ګړه. هند. ۲۰۱۳م ( آنلاین)
۲.ابن خلدون اور امیر تیمور، ( د والټر جوزف فیشل د ۱۹۱۷م کتاب) اردو ژباړه ضیاء الدین احمد برنی- کراچی اردو اکیډمي. ۲۰۱۹م.