د تازه پخ شوی خمبیره ډوډۍ خوشبويی مې ډېر خوښ وي او په ماشومتوب کې به مو دغه ګرمه ډوډۍ سپوره خوړه. په پښتونخوا کې د تنور ډوډۍ ” خمبیره” وي او یو وخت هر نانبایی به ځان ته لمده خمبیره ساتله.
ښځو به د خاورو په ” کولپۍ” کې لږ لانده اوړه پریښودل او بل وخت چې اوړه اخښل کیده نو دا به يې پکې ورګډ کړل. د کولپۍ خمبیره به هم دغسې تر میاشتو جوړیده او کاریده. کله چې به ښځو ټول اوړه پاخه کړل نو کولپۍ کې به يې یو موټی وچو اوړو سره لږ اوبه واچول. دا به يې انغري ته نزدې ایښې و چې نوره خمبیره جوړه شي. دا روایت هم و چې که دا خمبیره خرابه شوه نو هغه کور کې به نېستي راځي. ځینو ښځو به خپله خمبیره چا ته نه ورکوله چې د کور برکت ترې ځي. د خمبیرې غوښتل هم یو عیب ګڼل کیدو ځکه هغه ښځه به ” پواړه” مشهوره شوه. په ښار کې زمونږ لپاره اسانه وه ځکه نانبایی به مو د یوې ډوډۍ ” پېړه” راوړه او دا به مو په اوړو کې ګډه کړه.
خمبیره د “چڼاسکي” له اصل ژوندۍ هوجره وي چې له زرګونو کالو راهیسې د ډوډۍ نه علاوه، ماستو، پنیر او شراب په جوړولو کې هم کارېږي. هیڅوک خبر نه دي چې انسان څنګه او ولې د خمبیره توکو په خوند اموخته شو. په روم کې د شراب جوړولو وخت کې دا ولیدل شول چې انګور د خمبیرې په ګډون ژر نرم او له دې شیره زبیښل اسانه شي. ورپسې د اوربشو نه د ” بیر” شراب جوړولو کې خمبیره وکارول شوه. لمده خمبیره ساتل ګران شو نو دا يې په مختلفو طریقو وچه کړه.
د ساینس د پرمختګ سره وچه خمبیره د انساني ژوند یو ضروري توکی شو او اوس د چاکلیټ، کافي او بندو ډبو خوراک کې په کارېږي. په تیرو څو کلونو کې هغه ښځې چې اوس هم په کور کې د تناره ډوډۍ پخوي، د بازار هم هغه پوډري خمبیره په کاروي. ما د یوې میرمنې نه پوښتنه وکړه چې دا په کور کې خمبیره ولې نه جوړوي نو راته يې وویل دا وچ پوډر ښه وي او اوړه پرې ژر خمبیره شي. زه حیرانه په دې وم چې په کلیو کې هم ښځې اوس په کور کې تازه خمبیره نه جوړوي.
په یورپ کې خلک تازه پخ شوی ډوډۍ خوړل د صحت لپاره تاواني ګڼي. دوی په داش کې غټه ډوډۍ له پخیدو وروسته یخیدو ته پرېږدي. دا سړه ډوډۍ په چړې پریکوي، په “ټوسټر” کې يې بیا ګرم کړی، کوچ پرې وهي او خوري. هلته په مارکیټ کې هر ډول خمبیره ډوډۍ په مختلفو شکلونو خرڅېږي.
یوه ورځ مې مارکیټ کې ولیدل چې تر ټولو ګران بیه ډوډۍ “ساور ډو بریډ” وه. د دې په کسوړه لیکلي وو چې دا “اصل خمبیره” لري. ما سره مل یوه ملګرې راته وویل چې د ” ساور بریډ” خمبیره ممکن ۵۰ کاله پخوانۍ وي نو ځکه د دې جوړول ګران وي او بازار ته لږ راځي. پوښتنه مې وکړه چې د دې خمبیره څنګه جوړېږي نو وې ویل، په پېل کې ممکن اصل اوړه د لیمو یا سرکه ولري او څو ورځې يې شیشه کې پټ ساتلی وي. کله چې په دې کې چڼاسکی پیدا شي نو بیا نورو اوړو کې ورګډ کړي. ما “ساور بریډ” واخیستو او کور ته مې راوړو. یوه ټوټه مې ترې پریکړه نو دننه سوری سوری و. د دې خوند تریو او د خمبیرې خوشبویی پکې و خو زمونږ د کلي تناره ډوډۍ په شان نه و.