ناوه او ترناوه


ناوه او ترناوه
د پښتنو خټو کورونه د باراني اوبو د ویستلو لپاره په چت “ناوه” ( تلفظ لکه تازه) ضرور لري. په جنوبې پښتونخوا کې ورته ” ترناوه” وایی چې د یو ” بېرلۍ” یا پایپ په واسطه اوبه بهر وباسي. پخوا به ناوه درې ته هم ویل کیده چې څو سیمې د ” ناوه او ناوګۍ” په نوم پاتې دي. دا مضمون د باراني اوبو د ویستلو ناوې په اړه دی.
شا و خوا ۶۰۰۰ کاله پخوا د میسوپوټیمیا د “اور” په کنډوالو کې د ګچ ( پخې خټې) لوی ناوې او پایپونه رابرسیره شول. په دې د باران نه علاوه، پخلي او د غسل خانې ګنده اوبه يې هم له ودانۍ بهر وتلې. دا ټول به يې له ښاره بهر کروندو لپاره کارول. ابادۍ د زیاتیدو او د نورو کورونو د جوړیدو سره د ناوو اړتیا هم زیاته شوه. تر ټولو لویه ستونزه د فاضله موادو له کورونو لیرې ویستل وو. د هند په کلیوال ژوند کې “ګنډاس یا ټټۍ” مانا په پټیو کې د شپې ځان تشول وو. دا په ګرمو ملکونو کې اسانه وه او په یخو اروپایی ملکونو کې د څو کورونو لپاره یو مخصوص ځای کې ” چړچوبۍ” جوړیده.
د روم په پخواني کلاګانو کې د ټټۍ لپاره یو بیل ځای جوړیدو. د لرګي په اوږدو تختو کې به په قطار لوی سوري وو او دا به يې په یو دکانچه کیښودل چې ورلاندې اوبه تیریدل. انساني فضله به په نمر او باران کې پخپله پتیو کې حل او ” سیره” به ترې جوړه شوه. د کور په “ډیران” ښځې او ماشومان خپل حاجت پوره کوي. ځینو هغه تخته چې سوری لري، په یوې ژورې کندې ایښې وي چې یو کس ورباندې د پښو په سر کیناستی شي. په ځینو سیمو کې اوس هم دغسې ټټۍ په کلیو کې شته چې پټي ته نزدې جوړېږي.
په ښارونو کې د داسې ټټۍ د فاضله موادو د راټولولو لپاره جمعدار راځي او له ښاره بهر وړي. کله چې انګریزان هند ته راغلل نو دوی په خپلو بنګلو کې د “رومن ” ډول ټایلټ جوړ کړل. د چینې خاورې سپین لوښی (کموډ) د یو پایپ سره د اوبو ټانکۍ سره ونښلوي. دا د اوبو په زور( فلش) مرداري په زمکې کې دننه یوې کندې ته وباسي. دا اوس د نړۍ په ډېرو ملکونو کې معیاري ټټۍ ده چې په کلیو کې هم خلک په لوی لاس جوړوي.
دلته ستونزه دا ده چې خلک د خوسا اوبو د ویستلو په چل نه پوهېږي. ما پخپله داسې کلي لیدلي دي چې د کورونو نه مرداري بهر د کوڅې په منځ کې یو نالۍ ته ووځي. نورو بیا د کور مخ ته په زمکه کې دوه درې میټړ ژور کچه کندې ته د خوسا اوبو پایپ لګولی وي. د یورپ په سیالۍ کې خلک دا هیر کړي چې دغه اوبه کله کله د څښلو د پاکو اوبو یا نزدې کوهي سره یو ځای شي.
د یو کور څخه درې ډوله اوبه بهر ویستل کېږي چې ځانګړي پایپونه لري. د باران اوبه زمکې لاندې د مسو یا کلک پلاسټک په واسطه د سیمټو لوی نل ته او اخر سیندونو ته ووځي. د پخلي او د تشناب اوبه د یو بل پایپ د لارې زمکې کې ژور “سیپټیک ټینک” یا مردار کوهي ته ځي. دا کوهی دننه نه په سیمټو پوخ شوی او اوبه يې بل خوا ته د وتلو لاره نه لري. پخوا به دغو کوهیانو ته يې مردار خور چینجي اچول او بره نه به په سیمټو یا د اوسپنې تختو بندیدل. هغه وخت صابون کې به دومره سوډه یا نور کیمیاوي مواد نه وو. د وخت په تیرېدو د رنګا رنګ شیمپو، د ځان وینځلو کریمونو، جیل، فرش او ټټۍ پاکولو لپاره تیزابي مواد (بلیچ) عام شول. د دې له کبله په “مردار کوهي” کې د چینجو ژوندي پاتې کیدلو امکان نه وي. نو هر څو کاله وروسته په مردار کوهي کې مالګه یا تیزاب غورځوي چې دا پاک شي.
د انساني ژوند لپاره د خوراک او اوبو په شان د فاضله موادو انتظام هم ضرور وي. که دا مرداري سیندونو ته لاره وکړي نو هلته مهیان او نورو ژوو ته تاوان رسوي. د لندن مشهور “ټیمز سیند” ته یو وخت بد رفت ویل کیده ځکه د ښار ټوله مرداري به هلته تله. د دې بد بویی له کبله د پارلیمان د ودانۍ کړکۍ به بندې ساتل کیدې. په ۱۹ پېړۍ کې یو انجینیر ” بیزل جیټ” د لندن د مردارو اوبو د ویستلو او پاکولو لپاره بدرفت جوړ کړو. د سیند هغه سر چې سمندر سره یو ځای کېږي د اوبو د پاکولو لپاره لوی مشینونه ولګول.
د دې ښار د اوبو لویه کمپنۍ ( ټیمز واټړ) د فاضله موادو د پایپونو او د دې د رغولو دنده هم په غاړه لري. سږ کال دغه کمپنۍ ۴ میلینه پونډه جرمانه شوه چې د ښار په ځینو سیمو کې خوسا اوبه يې سیند ته غورځول. د دې یو سبب په لندن کې د خلکو د شمیرې زیاتیدل دي. دغه ستونزه د نړۍ په نورو ښارونو کې هم شته چې د ابادۍ په زیاتیدو انساني فضله هم ډېره شي. اوس د چاپیریال بدلون په ځینو ملکونو کې سخته وچکالي پیدا کری ده. یورپ کې اوس بیا د “ناوو” اوبه کروندو لپاره په کارولو لاس پوړې شوې دی.
دغه سیسټم په هغو ملکونو کې ډېر اغیز من وي چې د پاکو اوبو د کمي سره مخ دي. په افریقایی ملکونو کې ډېر خلک د ناوې په واسطه باراني اوبه په لویو ډرمونو کې ټولوي. زما د کور په باغ کې د ناوو په واسطه اوبه په څلورو لویو ډرمونو کې زیرمه کېږي. په اوړي کې کله چې وچکالي وي نو د باغدارۍ لپاره هم دغه اوبه پکار راځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *