ډاکټر مبارک علي


د ۲۰ پېړۍ د تاریخ دغه استاد، ټولنپوهه او مفکر، خپل ټول ژوند په زدکړه او لیکنه تېر کړو.
مبارک علي خان خپل په اپریل ۱۹۴۱م کې د راجستان “ټونک” ریاست کې وزیږېدو. دی په خټه ” ترین” نیکونو يې له پښین، هندوستان ته کډه کړې وه. دی وایی چې د نیکه پلار يې په پښتو خبرې کولې شوې خو بیا ورو ورو د ده په کور کې اردو رواج شوه. په ۱۹۵۲م کې د ده کورنۍ ټونک څخه کډه وکړه او په حیدر اباد ( سندهه) کې میشت شول. مبارک علي په سبق کې تکړه او تاریخ د ده د خوښې مضمون و نو په ۱۹۶۲م کې د سندهه “جام شورو” پوهنتون نه په اول پوزیشن اخیستو ایم- ای (ماسټري) وکړه. دی لس کاله په هم هغه پوهنتون کې د تاریخ استاد و. په ۱۹۷۲م کې لومړی برطانیې کې سبق وویلو او بیا په ۱۹۷۶م کې د جرمني څخه يې ډاکټړیټ وکړو. بیرته تلو سره په پوهنتون کې د تاریخ د شعبې ( فاکولتې) مشر شو. په ۱۹۸۹م کې په لاهور کې د “ګویټې انسټي ټیوټ” ډایریکټر دنده يې په غاړه شوه. د کتابونو د لیکلو سره دی د درې میاشتنۍ ” تاریخ” ژورنال مدیر هم و. په پېل کې مبارک علي په هر یو موضوع وړوکی کتابونه خپرول چې خلک يې لوستلو ته راوهڅېږي. د ده تر ټولو جامع کتاب ” تاریخ کی دریافت” دی چې پکې د تاریخ او د ژوند لیک اصول ټاکي. د دې وضاحت کوي چې ” هیروازم” یا د “اتلانو نمانځنه” څه مانا لري. مغل باچاهانو او عثماني سلاطین، په سیاست او دین کې د دې نه څنګه کار واخیستو. د دې نه علاوه اسلامي عالمانو حیثیت، بنسټ پالنه، شاهي نظام، د نړۍ لوی انقلابونه يې وڅېړل چې د اوسنۍ زمانې تاریخ لیکونکو لپاره یوه خزانه ده.

د افسانې یا “میت ” په اړه د ډاکټر مبارک علي نظر دا دی چې دا د لرغونې وختونو پیښې وې چې انسانانو پکې د خپل اړتیا لپاره بدلون راوستلو. مورخین هڅه کوي چې د دغو افسانو تحلیل وکړي او حقایق له دروغو بېل کړي. خو په دې کې پاتې راځي او ولس نور هم په دغو افسانو پوخ باور پیدا کړي. دی وایی چې د هند او یونان ” مایتهالوجي” زمونږ د نړۍ په جوړولو کې مهمه ونډه لري. په اوس وخت کې دغه افسانې مونږ د روایاتو په بڼه ساتلي دي چې ” غیر منطقي ” او خلک يې تحلیل په ځای د یو رومانس په توګه د خپل ژوند یوه برخه وګرځوي.
مبارک علي وایی چې د پاکستان له جوړیدو وروسته د خپلواکۍ په اړه یو” مستند” تاریخ نه دی لیکل شوی. په ۱۹۶۵م کې د پاکستان د تعلیمي نصاب څخه د سیمې لرغونې تاریخ وویستل شو او “د اباسین تمدن” نوم څوک نشي اخیستې. په لرغونو کنډوالو کې د هغه وخت د ټولنې ژوند نښې پاتې وي. د سندهه د موهنجوداړو لرغونې ښار په دریافت څرګنده شوه چې هلته خلک تعلیم یافته وو او یو پرمخ تللې تمدن پکې موجود و. سرکاري پالیسي دا ده چې هر هغه څه چې په نصاب کې نه وي، زمونږ د تاریخ برخه نه ده. په ۱۹۷۲م کې د زوالفقار علی بهټو حکومت په ښوونځو کې دوه نوي مضامین ” مطالعه پاکستان” او ” اسلامي تعلیمات” لازمي وګرځول. بیا د جنرل ضیاء االحق په دوره کې د تاریخ په نصاب کې يې دا ورزیات کړل چې پاکستان د اسلام په نوم او د مسلمانانو لپاره جوړ شوی و.
د مبارک علي په قول “حکومتي مورخین او نصاب لیکونکي پخپله هم ” کنفیوز” دي.” دوی اصل تاریخ په ځای “دو قومي نظریه” وړاندې کړه چې یو ډول تعصب پیدا کوي. که څوک پرې اعتراض کوي نو تر لسو کالو بندي کیدایشي. په دې نصاب کې اتلان هغه څوک وي چې خلک يې وژلي او یا د ساینس سره يې ورانه وه. په یو لیکچر کې وایی چې تاریخ یواځې د یرغلګر کارنامې او دوی ته د “اعظم” لقب ورکول نا بلکه د ولس ژوند ژواک څېړل دي. په ۱۹۹۹م کې د بمبۍ په سیمینار کۍ يې وویل چې د پاکستان په درسي کتابونو کې د ” اشوکا” په شان لویو باچاهانو هیڅ معلومات نه وي. د هغوی په زمانه کې د فرقو تر منځ شخړې او تعصب نه و او دا د انګریزانو د راتلو سره پېل شول. کوم حکومت چې په زور او جبر جوړېږي، نو هغه لومړی ګوزار په تعلیمي نصاب او په تاریخ لیکنه کوي. د پاکستان تاریخ باید بیرته ولیکل شي چې پکې ولس ته د حقایقو تحلیل شوی وي. د پېړۍ تر پای د ډاکټړ مبارک علي لیکنې یواځې تعلیم یافته خلکو لوستل.
د ۲۱ پېړۍ په پېل کې د ده لیکچر او وېنا د ویډیو د لارې یو ټیوب او نور میډیا ته کډه وکړه. ده وویل چې د پښتنو مشر عبد الغفار خان خپل ولس د پوهنې لپاره مبارزه کوله. دی په کانګرس ګوند کې و نو ځکه د مسلم لیګ حاکم ګوند په پاکستان کې ورته د ” غدار” خطاب کاو. د دغو معلوماتو او خبرو له کبله ډاکټر مبارک علي، په ۲۰۰۵م کې د پولیسو له خوا دومره وزورول شو چې ده د پاکستان پریښودو نیت وکړو.
ډاکټرمبارک علي د تاریخ لیکلو لپاره د ژورنالیزم په شان، حقایق او ریفرنس ضرور ګڼي. د ده په مشهور کتاب ” تاریخ اور مذهب” نیوکی وشوې خو دی وایی چې مشر تابه (لیډر) د منطق او د سړې سینې سره سیاست کوي. په افغانستان او پاکستان کې ” یا دیني مشران دي او یا شاعران چې دواړه احساساتي وي. سیاست په جذباتو او شعارونو نه کېږي.
په ۲۰۰۷م کې د ده درې کتابونه ” قدیم هندوستان- عهد وسطی کا هندوستان-برطانوي هندوستان- خپاره شول. دا د ځوانانو لپاره لیکل شوي وو چې د درسي کتابونو د غلط تاریخ په ځای، حقایق ولوستل شي. که څه هم د پاکستان یو حکومت هم د ډاکټر مبارک علي د علمي پانګې قدر نه دی کړی خو د مختلفو ټولنو له خوا ورته ایوارډونه ورکړی شوي دي.
د شکرې د مرض له کبله د ده د سترګو دید کمزوری او څو کاله پخوا نابینا شوی دی. خو په دغه حالت کې يې هم د مطالعې څخه لاس نه دی اخیستې. د مبارک علي دوه لوڼې په امریکا کې ژوند کوي او پلار ته په آډیو ( غږیز) بڼه نوي چاپ شوي کتابونه لېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *