موږ چې د پښتو ادبیاتو ارتقايي تاریخ لیکو زما په فکر د محمد هوتک د پټې خزانې هغه شاعران په کې نه شو څیړلی چې یوازې په دغه کتاب کې نومونه او د شاعرۍ بیلګې راغلي ځکه چې هلته دا نه ښکاري چې له یوه مشخص شاعر نه مخکې کوم شاعر راغلی چې ده یې شاعري لوستې او د هغه د پيل کړي تعمیر د خښتو پر سر یې د ارتقا کومه خښته لګولې ده ، په تذکره الاولیا کې د راغلي شاعر بیټ نیکه دعایه نظم هم ورته برخلیک لري نو مجبور یو چې د بایزید روښان (۹۳۱-۹۸۶-۸۷ هجری قمري) له خیرالبیان نه پیل وکړو.
دا د فقې، عقایدو او تصوف د پښتو ژبې لومړنی بشپړ کتاب دی چې تر اوسه لیدل شوی دی.
راورټي لیکلي چې تر خیرالبیان مخکې د اکبر باچا په زمانه او ان تر هغې مخکې هم پښتو کتابونه لیکل شوي وو خو هغه د کوم کتاب نوم نه دی اخستی.
خیرالبیان په څلورو ژبو پښتو، فارسي ،عربي او هندي لیکل شوی و خو دا تسلسل د کتاب تر پایه نه دی ساتل شوی. د بایزید له وینا ښکاري چې له ده مخکې چا په پښتو کتاب نه و لیکلی او دا لومړی کس و چې دې ژبې ته یې الفبا جوړه کړه. دی لیکي “او بایزید! د حرفونو کښل په تا دي، د حرفونو څرګندول او نمودن او ښوول په ما دي. وکښه زما په فرمان په مانند د حرفونو د قران او کښیږده په ځنې حرفونو ټکي یا غړوندي یا نورې نښانې. له حرفونو زر به وپیژني ادمیان ځینې حرفونه، څلور څلور وکښه عیان، زر به یې زده کا چې یې لولي، ساه ورسره باسي له ځنو دوو ستریو حرفونو سره ادمیان.”
سرمحقق زلمي هیوادمل د پښتو ادبیاتو تاریخ په لومړي ټوک کې کښلي ” د خیرالبیان د پښتو برخې د شکلي جوړښت په باب له پخوانه دا خبره معموله وه چې خیرالبیان بایزید په مسجع نثر کښلی دی. مګر استاد رشاد د خپلو عروضي څیړنو په مرسته ددغه ځینې برخې نظم ثابتې کړې دي.”
خو هیوادمل صیب د بیلګې په ډول د خیرالبیان کوم نظم نه دی را اخستی.
البته د بایزید روښان مخالف اخون درویزه( ۹۴۰-۱۰۴۸ ه) لیکي ژباړه، ” دې ملعون به په پښتو ژبه شعرونه ویل او د شریعت، د علم او عالمانو بد به یې ویل او پښتنو ته یې بې فایدې شعرونه ښیل. بیا فقیر هم د هغه خلاف په پښتو کې شاعري شروع کړه.”
دا د داسې چا خبره ده چې د مخزن الاسلام یوه برخه یې نظم او د یوه نظم پیل یې دی.
لارخنه وه د دین پاتو چې بادشاه زمونږ اکبر و
دې د نفس په لوری تللی او له دینه بې خبر و
اخون درویزه، قصیده امالي هم پښتو ته ژباړلې چې مطلع یې ده:
په نامه د حق اغاز کړم اوس له دې علم کلامه
دی رحمن، رحیم خدای دی، بله چار مې شي تمامه
د بوصیري “قصیده برده” یې پښتو کړې او مطلع یې ده:
په نامه د حق به وایم چې د حق له برکته
په قیامت مې بخره وشي، د رسول له شفاعته
له دې نه معلومه شوه چې اخون درویزه، د پښتو له ښو شاعرانو و چې وايي بایزید شعرونه لیکل. نو داسې ښکاري چې روښان پیر شاعري هم کړې خو تر اوسه نه ده موندل شوې. او خیرالبیان خو واضحه ده چې هغه وايي خدای راته الهام وکړ چې وکښه خیرالبیان په هغسې الحان چې به یې لوست سورت رحمان ځکه یې مسجع او قافیه داره بڼه غوره کړې خو نثر دی. نظم نه دی.
د روښان پیر له مسجع نثر او د اخون دریزه له ساده نظمونو وروسته روښاني شاعرانو د شعر په جوړښت کې دا ارتقا راوسته چې غزل یې پیل کړ او د مانا له پلوه یې د “وحدت الوجود” مضمون په رنګارنګۍ سره بیان کړ. د میرزاخان انصاري د غزل بیتونه دي چې:
کل حساب د یوه یو دی
یو یې وپيژاند له چنده
جوړی هرڅو رنګارنګ دی
زیب یې څه دی بې مړونده
په هیڅ دود به جدا نه شي
اوس واصل شو بې پیونده
د وحدت پیاله دې نوش کړه
ای مرزا په حال خورسنده
دویمه دوره:
خوشحال خان خټک ـ ( ۱۰۲۲- ۱۱۰۰ ه)
کوم انقلابي نوښت چې په پښتو ادبیاتو کې خوشحال خان خټک کړی، نه تر هغه مخکې یې بیلګه لیدل شوې او نه وروسته. هغه د شکل او مانا له مخې شهکار ادبیات وپنځول، د عربي په نږدې هغو ټولو شعري ژانرونو کې یې شاعري وکړه چې د سیمې په نورو ژبو کې دود وو. لکه غزل، قصیده، مثنوي، قطعه، رباعي، مثلث، مربع، مخمس، مسدس، او نور یې پښتو ادب ته ډالۍ کړل. د مانا له مخه یې عشقي، حماسي، وطني، حکیمانه، عرفاني، روماني، فقهي، او نور ګڼ مضامین د خپلې شاعرۍ برخه وګرځول.
په نثر کې هم خوشحال خان په ۱۰۷۶ هجري کې د دستارنامې په نامه شهکار اثر هاغه مهال ولیکه چې مغولو د هند په رنتهبور کلا کې بندي کړی و. دغه اثر له سجعې ازاد دی او په پیل کې یې دا بیت راغلی دی.
چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
په دې کتاب کې په هغو شلو هنرونو او شلو خصلتونو خبرې شوي چې د خان په وینا د یو مشر لپاره یې حصول اړین دی.
خوشحال خان د خپل ارزښت او اسلافو په اړه وايي:
په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ
د خبرو ملک مې فتح په سمند کړ
مدعي د تورې شپې اور اورکی و
د سهیل غوندې مې ځان باندې څرګند کړ
د میرزا دیوان مې ومانډه په ګوډي
مسخره مې ارزاني خیشکی زمند کړ
که دولت و که واصل و که دا نور وو
په خبرو مې د هر یوه ریشخند کړ
قتلمې مې ورته سازې کړې د قندو
د اوربشو په ډوډیو چې چا شخوند کړ
په تازه تازه مضمون د پښتو شعر
په مانا مې د شیراز او د خجند کړ
عبد الرحمن بابا (۱۰۴۲- ۱۱۲۸ هجري قمري) د پښتو ژبې ترټولو مشهور شاعر دی. د ده ژبه او کلمات ډیر ساده خو تراشلي دي او مضمون یې تصوف او اخلاقیات دي. پښتانه یې په دیوان، د حافظ شیرازي د دیوان په څیر فالونه ګوري او د هغه په څیر د لسان الغیب لقب ورکړل شوی.
له خدای او انسان سره مینه د رحمان بابا د شعر ارتقا ده. د روښانیانو تصوف خالص وحدت الوجود و خو رحمان بابا د انسانیت مینه د تصوف بنسټ وګرځوه، او په شعر کې یې نازکي پیدا کړه. رحمان بابا تر ټولو ډیر د پښتنو شاعرانه ذوقونه روزلي دي او کتاب یې تر بل هر کتابه ډیر چاپ شوی دی او قلمي نسخې یې هم ډیرې دي.
د رحمان بابا څو بیتونه:
که په ګنج د شاهۍ فخر شهریار کا
عاشقان یې د دلبرو په رخسار کا
خرقه پوشو په خرقه کې دی موندلی
هغه حظ چې په دنیا یې دنیا دار کا
پتنګانو لره ورکړ خدای په اور کې
هغه عیش چې یې بلبلې په ګلزار کا
نیک ساعت په بد بدل د هیچا مه شه
په وصال کې غم د هجر ور دوڅار کا
عبد الحمید مومند ( ۱۱۴۸هجري قمري ژوندی) د لومړي ځل لپاره یې په پښتو شاعرۍ کې هندي سبک دود کړ.
استاد محمد اصف صمیم په اړه يې لیکي:
۱: دغه سبک زیاتره ابهام او پیچلتیا لري.
۲: نویو مضامینو او تازه فکر موندلو ته پکې زیاته پاملرنه کیږي.
۳: ایجاز او لنډون ددې سبک بله ځانګړنه ده یانې ډیرې خبرې په لږو عباراتو کې.
۴: د تشبیهاتو استعارو ژورتیا.
۵: د فولکوري توکیو( متلونو، ګړنو او ….) زیاته کارونه.
۶: د مصرعو ترمنځ انډول او تناسب ساتنه او د بدیعي صنایعو ( تقابل، مراعات النظیر، مدعا او مثل او حسن تعلیل) پالنه.
۷: شعر پکې د یوه ځانګړي وزن او تال درلودونکی دی.
۸: د دې سبک غزلیزه شاعري زیاتره د مینې په چورلیز چورلي او موضوعي تیت و پرکتیا پکې زیاته تر سترګو کیږي.
۹: د دې سبک شاعران زیاتره په لفظي نزاکت، باریکۍ او مضمون پنځونې پسې ګرځي او د شعر د دودیزو ارونو څه ډیره پروا نه ساتي.
افراط، تفریط، اغراق او مبالفه د دې سبک په تابع شاعرۍ کې ډیره لیدل کیږي.
د حمید مومند څو بیتونه:
د نمرمخو دلبرانو له قربته
د زرې په څیر لړزیږم له هیبته
چرته ته په میان زما د ښکلیو پیښ شوې
ای د کاه و کهربا ترمنځ نسبته
چې مې شمعې غوندې اور شي په سر پورې
هاله ورشم د خوبانو تر صحبته
ځکه لاس لکه مګس په افسوس مږم
چې شاړه شم د سرو شونډو له شربته
تر حمید مخکې په پښتو شاعرۍ کې هندي سبک په دومره پیاوړي ډول دود نه خو د پښتو شاعرۍ د ارتقا په لړ کې دا پرمختګ هم وشو.
د هند بلبل کاظم خان شیدا (۱۱۹۴ هجري مړ) هغه شاعر دی چې په پښتو کې یې هندي سبک لوړ پوړ ته ورسوه او بل شاعر ورسره په دې برخه کې سیالي نه شي کړلای.
ځینې وايي چې هندي سبک د لومړني ځل لپاره په فارسي ادب کې له ۱۱ پیړۍ څخه پیل او د ۱۲ سپوږمیزې پیړۍ تر نیمايي یانې د یو نیم سل کالو لپاره ژوندی و. خو ځینې نور وايي چې له لسمې تر ۱۳ سپوږمیزې پیړۍ پورې دغه سبک ژوندی و.
پښتو ژبې ته هندي سبک حمید مومند راوړ او شیدا لوړ پوړ ته ورسوه. شیدا اوس په پښتو ژبه کې هغه مقام لري چې په فارسي ژبه کې میرزا عبدالقادر بیدل اوپه اردو ژبه کې میرزا اسدالله غالب ته په برخه شوی دی. شیدا پښتو شعر ته د خیال او مضمون له مخه هغه ارتقا بښلي چې بل شاعر نه ده بښلې.
نازکخیالي، د بیان او بدیع د صنعتونو ماهرانه کارونه، مضمون افریني، نفسیات، مدعا المثل او نورهغه څه دي چې شیدا بې مثاله ارتقا وربښلي. هغه ته هم دا اندازه وه چې پښتو شعر یې د ارتقا په هغه مقام ودراو چې بل شاعر نه دی ور رسیدلی ځکه خو د ادب له مخه یوازې خوشحال خان چې نیکه یې دی ترځان غوره ګڼي:
د افغان د شعرا په شیدا باندې
د ادب په مقتضی د خان شرف دی
د شیدا څو بیتونه:
په هر ځای کې دی رسوا ارباب د عشق
پرده نه لري اصلآ رباب د عشق
کوه قاف به د شبنم په شان مجذوب کا
که طالع یې شي په سر افتاب د عشق
درته څه وایم د دې فتنې له موجه
له فلک سره وي سم حباب د عشق
معاصره دوره:
له رحمان بابا، حمید بابا، علي خان، حافظ الپوري او ددغه عصر له نورو شاعرانو وروسته د پښتو ادب دیواني ادب ودریږي او ځای ولسي ادب ته پریږدي. کله چې انګریزان هند او پښتونخوا ته راغلل نو نوی پښتو ادب تخلیق شو. د مولوي احمد ګنج پښتو د راورټي قیصي د ایسپ الحکیم هغه نثري کتابونه وو چې په پیل کې ولیکل شول. مولوي احمد د داستانونو ټولګه، د پادري هیوز لپاره لیکلی وه. دا کتابونه د کلاسیکې سجعې نه خلاص او د کړنو په ژبه لیکل شوي چې د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې یوه ارتقا ده. د مولوي احمد نه وروسته منشي احمد جان پښتو نثر ته ارتقا ورکړه او د “اغه دغه” او “قیصه خوانۍ ګپ” په نامه کتابونه یې ولیکل.
سربیره پردې لسګونو مستشریقینو د نثر، لغت او ګرامر کتابونه ولیکل. په دې دور پسې پښتو زلمیو انګریزي تعلیمونه وکړل او د فضل حق شیدا، سید رسول رسا، غني خان، اشرف مفتون او نورو شاعرانو په څير رومانوي شاعران رامخې ته شول چې له زړو خیالونو، روایاتو او مذهب نه یې بغاوت وکړ او د مغرب د رومانټیزم په څيرشاعري یې وکړه چې دا یوه ارتقا وه. حمزه شینواري بیا د پښتو د کلاسیکو شاعرانو په پل پل کیښود خو پښتونولي یې د لومړي ځل لپاره د تغزل برخه وګرځوله چې دا هم یوه ارتقا وه. او د نثر د ارتقا په لړ کې ډرامه، افسانه، ناول او نور اصناف مروج شول.
په افغانستان کې معاصر ادب د انګریزانو له راتللو یانې ۱۸۳۹ م نه پیل شو په اماني عصر کې شعر ډیر کمزوری و چې د روښاتیا پړاو بلل کیږي.
ددغه وخت یو شعر دی:
امیر امان الله خان
چې غازی دی بې مثال
و ملت د افغان
وبخښل استقلال
قانون او این جوړکئ له دوی د دین
د پاره د مسلمان
خو د مولوي صالح محمد کندهاري، مولوي غلام محی الدین افغان، عبدالهادي داوي او یو شمیر نورو نورو شعرونو وزن او قافیه لرل.
د ویښتیا پړاو:
په ۱۳۲۵ لمریز کال کې د ویښ زلمیانو د غورځنګ بنسټ او د ویښتیا پړاو پیلیږي چې وروسته ۵ ستورو ارتقا وروبښله او هر راز مضامین یې په کې بیان کړل. الفت صیب، خادم صیب، ریښتین صیب او نورو ملګرو یې هنري نثرونه هم ولیکل چې فلسفیانه او ټولنیز رنګونه یې جوت وو.
په پنځو ستورو پسې ۳۰ کلونه وروسته یوه بله ډله رامنځ ته شوه چې د شکل او مانا له مخه پښتو شعر ته يې ارتقا ورکړه. هندي سبک یې دود کړ ازاد شعر پیل شو او هر راز مضامین یې بیان کړل، محمد صدیق پسرلی، بهاوالدین مجروح، موسی شفیق، سلیمان لایق او سعد الدین شپون له همدې ډلې وو.
د ۱۳۵۷ لمریز کال د غويي له ۷ په افغانستان کې داسې ادب پیل شو چې یوازې د انقلاب چغې یې وهلې او هنري ارزښت یې نه درلود خو د ډاکټر نجیب په وخت کې شعار په شعریت بدل شو، او ښه داستاني ادیبات خلق شول. جهادي ادبیات چې تر ډیره د کډوالۍ پر مهال په پښتونخوا او نورو ځایونو کې تخلیق شول، په پیل کې شعاري وو خو وروسته د محمد صدیق پسرلي په مشرۍ د سپیدې مجلې په خپریدو سره هنري شول، په دغه وخت کې ښه شعرونه، داستانونونه او نقدونه چاپ شول.
د ډاکټر نجیب د واکمنۍ تر نسکوریدو وروسته د کابل ادیبان هم پیښور ته کډه شول. د پیښور له ادیبانو سره یوځای، وروسته په افغان ادبي بهیر کې سره یو ځای شول. دغه مهال داسې شاعري پیل شوه چې د پښتونخوا له شاعرۍ سیاله وه، انساني مینه او له جګړې نفرت ددې شاعرۍ لویه ځانګړنه وه. نثرهم ارتقا وکړه، هنري نثرونه ولیکل شول، لنډې کیسې ولیکل شوې ناولونه تخلیق شول، او د لومړي ځل لپاره د عملي او نظري نقد اثار رامنځ ته شول چې دا بهیر تر اوسه روان دی.
ددې مقالې د لیکلو لپاره له دغو کتابونو کټه اخستل شوې.
۱: خیر البیان د بایزید انصاري
۲:مخزن الاسلام د اخون درویزه
۳: د کاظم خان شیدا دیوان
۴:د عبدالحمید مومند کلیات
۵: د رحمان بابا کلیات
۶: روهي ادب د محمد نواز طایر
۷: د افغانستان معاصر پښتو شعر د مصطفی سالک
۸: د پښتو ادبیاتو تاریخ (لومړی ټوک) د سرمحقق زلمي هیوادمل
۹: د غرلبڼ شاعر د ګڼو شاعرانو د مقالو ټولکه
۱۰: د خوشحال خان خټک کلیات
۱۱: د پښتو ادبیاتو تاریخ ( دویم ټوک) د کاندید اکادمیسین سر محقق محمد صدیق روهي.
۱۲: یو شمیر نورې مقالې