د آتشدان طاقچه


د پیښور شته منو خلکو به په ژمي کې د خپل کور په لوی میلمستون یا تالار کې آتشدان هم لرلو. د دې لوګي د ویستلو لپاره به دېوال سره یوه سوړه ( چمني) بره چت ته جوړیده. د انګریزانو د وخت دغه آتشدان د پاسه به د ډول لپاره د مرمرو یا نورو قیمتي ډبرو څخه یوه بنۍ یا چتۍ هم وه. ځینو خلکو به د پنجاب کاریګرو ته د کور د دروازو، کړکیو نه علاوه د آتشدان فرمایش هم ورکاو.
د پیښور خلکو د خپل وس سره سم د لرګي په ځای د تیږو او خښتو بنۍ جوړولې او وروسته بیا د مرمرو رواج شو. د ۲۰ پېړۍ تر پای د آتشدان اړتیا په ختمیدو او شو کیس یا د شیشو المارۍ يې ځای واخیستو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *