په ۵ جون ۲۰۲۳م د پاکستان د پوځ پخوانی مشر، قمر جاوید باجوه د فرانسې په ” اینسي” ښار کې د سیل وخت، یو ځای د دمې لپاره کیناستو. یو افغان چې دی يې وپیژندلو، د ده ویډیو په جوړولو او ښکنځلو لاس پورې کړ.
دا لومری ځل نه و چې یو مشهور شخصیت د ولس له خوا په دې ډول سپک شو. په انګریزي کې داسې کس ته “هیکلر” وایی او په لندن کې څو وار د پاکستان سیاسي سټې د خپلو ناراضه خلکو له خوا په ډاګه وترټل شول.
په برطانیې کې “هیکلنګ” جرم نه دی او ان په پارلیمان کې د یو مشر د تقریر په وخت د خلکو له ګیلرۍ ورته شور ماشور او د رنګ غورځولو پیښې شوي دي.
یو مشر یا سیاسي شخصیت خپلې وېنا ته نه پریښودل یا د هغه خبرو په منځ کې خپل شعار ورکول، د بیان ازادي ګڼلې شي. پولیس ممکن داسې کس د هغه ځای نه وباسي او د معمولي خبرداري څخه وروسته يې پرېږدي.
خو ځینې کسان چې یو مشر ته ګواښ یا بیا د هغه سپکاوی کوي، ممکن محکمې له خوا د پېسو تاوان ورکړي. خو دا هله ممکن وي چې څوک پولیس ته رپورټ وکړي او محکمې ته ورشي. سیاسي مشران که په یو ناندریز موضوع خبرې کوي نو دې هیکلر ته تیار وي. ځکه دوی په سړه سینه خپل تقریر جاري ساتي، یا د هغه کس خبرو ته غوږ ونیسي، د ارامه کولو هڅه کوي او یا ورته وایی چې وروسته به خبرې وکړو. د یو هیکلر نه د ځان خلاصولو ښه لار دا ده چې د هغه خبره واوریدل شي او ورسره موافقه وشي چې ته سم وای. د دې نه وړاندې د بي بي سی یو ژورنالیسټ په لندن کې د یو افغان هیکلر سر مخ شو. هغه سمدلاسه پولیسو ته وویل خو په اروپای ملکونو کې د بیان ازادي ده او په عامو ځایونو کې خلک ویډیو جوړولی شي. په فرانسه کې هم ولس ته د بیان ازادي ده او دوی د یو پیغمبر کارټون جوړول هم ناروا نه ګڼي. د هغه افغان ښکنځل ممکن ناروا وو خو د قانون سرغړونه نه وه.
په پاکستان کې د دې ویډیو غبرګون دوه ډوله و چې یوې ډلې هغه افغان ته آفرین وویل. د دې سبب په عمومي ډول د پوځ مشر تابه څخه د خلکو کرکه ده. خو د عمران خان ډلې له دې ویدیو خپل سیاست تود کړو ځکه دغه جنرال د ده حکومت ختم کړی و.
په سوشل میډیا او یو ټیوب کې اوس بې شمیره شخصي چینلونه د روانو چارو په تحلیل او تبصره کې خپل قهر، کرکه یا مینه څرګندوي. احساساتي الفاظ د دوی رپورټ لیدو یا اوریدو ته زیات خلک جلبوي چې یو ټیوب ورله پېسې ورکړي. د پېسو ګټلو لپاره ځینې کسان دروغ ویلو څخه ډډه نه کوي. د باجوه په ویډیو یو تبصره کوونکي وویل چې د پاکستاني سفارت په خواست، فرانسوي پولیس پلټنې کوي. بل وویل چې هغه افغان پولیسو نیولی او ۱۲ زره یورو يې جریمه کړی دی. دریم د دوی دواړو نه هم زیات خپل خواهش په دې الفاظو پای ته رسوي چې د فرانسې حکومت ډېر ژر دا کس به افغانستان ته (ډیپورټ) وشړي. خو داسې هیڅ هم نه دي شوي ځکه فرانسه د بیان د ازادۍ پلوي کوي.
د دغې ازادۍ سره هم وکړو ته د محرمیت ( پرایوسي) حق ورکوي. د بیلګې په توګه تاسو په پارک کې د یو پردي ماشوم عکس یا ویډیو، بې له اجازه نشئ جوړولې. په ځینو سرکاري عمارتونو او یا غونډو کې خبریالانو ته ویل کېږي چې هغوی کوم ځای د عکس یا ویډیو اجازه نه لري. د واده په یو بلنلیک میلمنو ته د ویډیو نه جوړولو خواست کېږي. یا بیا په یو محفل کې اعلان وشي چې که ویډیو یا عکس مو واخیستو نو په سوشل میډیا يې مه خپروئ.
په ولسي ژورنالیزم کې تر ټولو لوی خطر هغو حکومتونو ته وي چې خپلو وګړو ته د بیان ازادي نه ورکوي. د تیرو دوو کالو راهیسې د ایران حکومت په خپل ملک کې په سوشل میډیا بندیزونه ولګول. خو یو عادي کس په خپل فون د ویډیو جوړولو نه څوک نشي منع کولی. د دې سیلاب د مخې نیولو په ځای د جبر او د زور سیاست نه لاس اخیستل پکار دي.