دستار نامه


د لوی خوشحال ” د ستارنامه” تراوسه پورې څوځلې، د کابل د (۱۳۴۵) له متن څخه کاپي او چاپ شوی دی. کوریې ودان په خپل وخت کې داهم یولوی کارو. له هغې وروسته هم چې کومې نسخې چاپ شوې په هغو کې د ښاغلو عبدالشکور، پردل خټک، مغموم، مشواڼۍ او ډاکترعبدالحکیم شاه خټک، سیدغني غني اونورو په هڅوچاپ شوې بڼې هم زموږ مخې ته پرتې دي.
د خدابخش کتابتون نسخه ډیره زړه نه ده، کاغذ یی نوی او د انګریزي زمانې کاغذ دی. د نسخې د منځ په پاڼو کې یوځای په انګریزي ژبه لیکل شوي، ” له کومې نسخې څخه چې ما دغه را ولیکله اوکاپي مې کړه، د هغې د لیکنې نیټه ۵ جمادی الثانی (۱۱۹۰هجري) ده.” زه فکرکوم چې دغه انګریزي لیکنه (سمه اویاناسمه) هم د نقد وړده ځکه چې دا یاد شوی کال له (۱۱۱۹ هجری ) کال سره سرنه لګوي او که چیرې د نسخې کاغذ ته سړی ګوري، کیدای شي، په همدغه کال لکه چې انګریز( لیکوال یا کوم مامور) لیکلی دا نسخه کاپی شوې وي. (خدای پرعالم دی!)
ښاغلي ډآکترخټک ښایسته خواري کړې اودستارنامه یې له سره ترپایه له خپل څیړنیز ذره بین څخه تیره کړې، اوهغه څه چې په کې د څیړنې اوګرویږنې وړول، هغه یې تشریح کړي اومکمل تشریحي معلومات یې زموږ په واک کې راکړي دی. خو،له دې ټولوښیګړوسره سره دا ترې څرګنده ده چې ده هم د خدابخش کتابخانې نسخه نه ده لیدلې. ښاغلي داکترخټک چې بل ښه کارکړی هغه دادی چې د ټولوهغوچاپي نسخو،چې ده لیدلې اولوستې یې دي، دسراو پای عکسونه هم له خپلې چاپي دستارنامې سره راوړي او مل کړي دي چې دغه کار یې د دستارنامې په اړه د څه لیکنې له پاره ډیرمهم مرستندوی دي.
په قلمي نسخوکې یې د میاطارق شاه کاکاخیل اود پښتواکاډیمۍ پیښورپوهنتون قلمي نسخې یادې کړې او د هغود سراو پای عکسونه یې هم مل ورسره راوړي دي. یوه یې هم د لیک له مخې د خدابخش له نسخې سره ورته والی نه لري. کیدای شي ترې مخکې وي او یا وروسته، ما ته د پښتواکاډیمۍ پیښورپوهنتون نسخه په لومړی سرکې له دې امله چې په نستعلیق خط باندې لیکل شوې وه، جالبه او د پاملرنې وړنسخه ښکاره شوه خو وروسته وروسته مې چې وکتله راته څرګنده شوه چې هغه که په نستعلیق خط هم لیکل شوې، بیا هم د خدابخش له نسخې سره په ډیرو برخو کې توپیرلري،خونستعلیق لیک یې ترخدابخش اونورو ټولونسخوفکرکوم ښکلی دی.
له بلې خوا کومه نسخه (نسخې) چې ډآکترعبدالحکیم شاه خټک صاحب د ځان له پاره معیارنیولې او په هغوکې یې یو لړنیمګړتیا وې په نښه کړې هغه زیاتره په خدابخش نسخه کې په هم هغه بڼه لکه چې ده تصحیح کړې سمی راغلې دي. یو مثال یې په پیل کې د سم او ناسم په جدول (پنځم مخ) کې داسې راغلی دی. ناسم (د هجرت په دریم کال دبدرجنګ وه) سم (د هجرت په دویم کال د بدرجنګ وه) دا ډول تیروتنې چی ګران ډآکترراپورته کړې دی هغه ټولې په خدابخش نسخه کې په سمه بڼه لیکل شوې دي لکه “د هجرت په دویم کال دبدرجنګ و.”
همداسې مې د مشواڼي صاحب او نورې چاپ شوې دستارنامې یوه یوه لږ او ډیرې ترنظرتیرې کړې خوټولو د خدابخش له قلمي نسخی سره په ډیرو برخوکې څرګند توپیردرلود. مشواڼي صاحب خود قلمي نسخی پرځای د عبدالشکور چاپی نسخه معیارکړې او خپله هڅه یې د هغې نسخې په پام کې نیولوسره پرمخ بیولې ده. زه نه پوهیږم چې ښاغلی عبدالشکوراو یا هم مشواڼي صاحب څنګه او ولې د دستارنامې اصلی بڼه په خپل چاپ کی په پام کې نه ده نیولې؟ آیا عبدالشکورصاحب هم (ش) په (ښ) او (ژ) په (ږ) اړولې ده؟ او که یې اړولې نو زه چې د ادبیاتوزده کونکی اوڅیړونکی یم، ولی له اصلي متن څخه په لوی لاس لرې پاتې کړل شم؟ له موږڅخه خونه (ش) ورک دی اونه هم (ژ) اونورآیا موږکولای شو، څلورسوه کلن سم متن په اوسني ژبه (چې ګواکي سموویې) ولیکواو خلکو ته یې په اوسنی ډول او طرز سره وړاندې کړو؟ که یې کولای شونوبیا به دهغه اثر کلاسیک توب ته زیان نه وي رسیدلې؟
په دغه اړه باید یو بل خټکوال متن چې له خدابخش سره نږدیوالی او ورته والی ولري، وګورم نو مې لاس ته ترهرڅه د مخه دخوشحال خان د دیوان نسخه هغه چې ویل کیږي خوشحال خان په خپله لیکلی دی مخې ته کیښوده. او د لیکنې ډول مې په سرسري توګه سره پرتله اومقایسه کړ، خو راته معلومه شوه چې د خدابخش د نسخې املا له هغې نسخې سره یو شان وه او هم هغه لیک دود چې هلته کاریدلي دی، دلته هم کټ مټ ښکاري، په نسخه کې سرترپایه نه (ښ) ښکاري اونه (ږ یا ګ) پرځای یې (ش) او( ژ) او (ک) کاریدلي دي خوپه چاپي نسخوکې نه د کوزو لیکوالو په چاپونو کې دغه اصلي توري ښکاري اونه هم د برنیو. دوی ټولوپه یوه اتفاق دا په خپله رایه سمه بللې چې (ش) (ژ) او (ک) او نورحذف کړي اوخپل معیار، پرته له دې چې د خټکو د لیک دود چې د کلاسیکې دورې زیات شمیر آثار پر همدغه لیکدود لیکل شوي، اصالت چې په پښتو لویدیز وینګ (لهجه) کې اوس هم ژوندی دود دی په پام کې ونیسي، په ټولو چاپي نسخوکې د(کشې) پرځای (کښې) او د (کیژي ) پرځای (کیږي) لیکل شوی دی چې زه فکرکوم اړتیایې نه وه.
دویم ټکی چې زه یې د خدابخش د نسخې اوږدو او لنډوته متوجه کړم، هغه ددغې نسخې وروستۍ پاڼه ده. دلته اصل متن په توررنګ لیکل شوی، خوکومه متحده الماله لیکنه چې په ټولو چاپونو کې یوشان راغلې، کاتب هماغه لیکنه پراصل متن پسې په بل رنګ ور زیاته کړې ده. دغه چلند ماته دغه پوښتنه را وټوکوله چې کیدای شي لیکوال اصل متن له داسې نسخې څخه نقل کړی چې هلته نه د افضل خان د تشویق خبره لیکل شوې اونه هم هغه نسخه عبدالحلیم لیکلې ده. کیدای شي کوم بل کاتب اویا هم فرمایش ورکونکي چې دغه نسخه بشپړه کړې بیایی دغه یادونه ورزیاته کړې او ورنښلولې وي. دا یونظردی، حتمی نه دی چې سم به وي او یا ناسم.
دغه لیکنه پرنوروځانګړنو، دا ټکي هم په ګوته کوي، تراوسه چې د دستارنامې کومی نسخې له موږسره شته، داټولې له یوې نسخې څخه چې کیدای شي د خدابخش نسخه وي اویا کومه بله کاپی شوې دي، ځکه چې په ټولوکې دخطاط نوم عبدالحلیم راغلی دی. خو دا به اوس ګرانه وي چې پوه شو، دعبدالحلیم په خط لیکلې دستارنامه کومه یوه ده؟ له موږه د ګوړۍ (کلاوې) سر ورک شوی، خبره د څو نسخوکوو، خو زه پردغه اند یم چې دغه شته نسخی چې تراوسه زموږپه واک کې دي سمې نه تدقیق شوې اونه سمې پرتله شوې دي. ټولې ناقصې دي، باید چې پردغو ټولو یوه نوې علمي کتنه وشي اویودقیق د خټکوپه لیک دود لیکل شوی متن په خپله اصلي بڼه له یوې دقیقې انتقادي پرتلې اوڅیړنی سره چې د خوشحال اوخوشحال پوهنې له شان سره برابروي، رامنځ ته کړو.
پروفیسورعبدالخالق رشید
نهرو پوهنتون – پښتو څانګه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *