چوک یادګار


د پیښور دا یادګاري څلی د ۱۸۸۴ او ۱۸۹۲م ترمنځ انګریزانو له خوا جوړ شو.
د لرغونې زمانې راهیسې، د خیبر درې نه تیریدونکې قافلې به په پیښور کې تم شوې. دلته یوه غونډۍ چې اوس پرې بالاحصار جوړ دی، د وخت باچاهان. او پوځ میشت ځای و. د دې شمال کې شنه ځنګل او مخې ته يې د باړې اوبه یهیدې. د اوبو پر غاړه لوی میدان کې د قافلو اوښان او اسونه تړل کیده. تاجرانو به په لږه فاصله د کیسه خانۍ ( قصه خواني) په کاروباریانو خپل مال خرڅاو. هلته د کسب ګرو کوڅې پکې جوړې وې. مسګران، عطاران، بزازان، موچيان، بټیربازان او کولالان به په تنګو کوڅو کې اوسیدل چې په نومونو يې بازارونه مشهور دي. ځینې بازارونه د هغو توکو په نوم وو چې هلته خرڅیدل لکه د مالګې منډۍ ( نمک منډې) او د ترکاري او میوې (سبزي) منډۍ. پیپل منډي هغه ځای دی چې د کنشکا د وخت د ګڼو ونو سره یوه لویه د پیپل ونه هم ولاړه وه. د دغو ونو سره نزدې یو لوی میدان کې به د بېساکي او د اخترونو میلې کیدې او ټولو بازارونو ته يې لارې وتلې وې نو خلکو به ” چوک” یعني څلور لاره بلله. د مغلو نه وروسته، لنډ وخت لپاره پیښور د دراني ټبر د ژمي پلازمېنه وه خو بیا سیکانو ترې ونیولو. دوی د زاړه ښار چاپېره د کچه خښتو دېوال او پکې ۱۶ دروازې جوړې کړې. د میلو میدان سره ” ټکسال” یا ضراب خانه وه او دغه ځای به ټکسالي دروازه یادیده.
د ۱۹ پېړۍ تر نیمایی، پیښور د انګریزانو په لاس کې شو او څه موده د لاهور نه اداره کیدو. بیا د دې لومړي کمشنر “کرنل اي- سي هیسټنګز” په وخت ټکسالي کې اداري دفترونه او ” کچهري” یا محکمه جوړ شول. د پېړۍ تر پای، د پیپل منډۍ په لوی میدان کې یو څلی هم جوړ شو چې په ۱۸۸۴م کې مړ، د”هیسټنګز یادګار ” و. خو پیښوریانو ته د انګریز د نوم تلفظ ګران و نو “چوک یادګار” به يې ویل. دا د مغل او برطانوي جوړښت یوه بیلګه وه چې یو لوی ګومبد چاپېره په اوو ستنو ولاړ و. د دې په پینځو محرابونو د ګلونو نقاشي او د فارسي- اردو خطاطي شوی وه. څلور اړخونو ته يې د رڼا لپاره ټیټې ستنې او د شپې ورباندې د تیل څراغونه بلیدل. د ګومبد پلیټ فارم ته بره ختلو لپاره دواړو اړخونو ته څو پوڼۍ او شا ته يې یوه فواره او وړوکی باغ و.

د دې لومړي جوړښت نه ښکاري چې دا یادګار د خلکو غونډې یا ګڼې ته د تقریر یا وېنا لپاره جوړ شوی و.
د ۱۹۰۵م په ژمي کې برطانوي شهزاده، چې وروسته پینځم جورج په نوم باچا شو، د خپلې میرمن میري سره پیښور ته ورسیدو. د دوی د هرکلي لپاره د جرنیلي سړک نه تر چوک یادګار، یو لوی ارایشي محراب جوړ شو چې په ۱۹۲۹م کې د پیښور لوی سیلاب یوړو.
د پېړۍ په نیمایی کې یادګار چوک د سیاسي مشرانو د جلسو او تقریرونو مرکز او د دې چاپېره تجارتي ودانۍ او دکانونه جوړیدل. د ښار تر ټولو لوی د وچې میوې دکانونه هم دلته وو او د اختر په موقع درې ورځې به دلته خلک میلې ته تلل.
په ۱۹۶۵م کې حکومت ورته د هند د جنګ شهیدانو یادګار وویل خو چا په دې نوم نه یاداو. نورو حاکمانو دغه څلی پوره ړنګ کړو چې دا د غلامۍ یادګار دی او یو پلن لوړ دېوال يې ځای واخیستو. د دې ډیزاین د روس او چین سوشلسټ جوړښت نښې لرلې او د پیښور خلکو ورباندې احتجاج وکړو. ولس به ورته ” څپلۍ” او ” جوتي” ویل، د ورځپاڼو په تبصرو کې دا د یهودیت سمبول وګرځیدو.

?


دا نښه د ۲۰ پېړۍ تر پای ورانه کړی شوه او د پخواني ډیزاین ګومبدي یادګار بیا جوړ شو. ددې مخ ته پراخ میدان او پکې شپږ وړې ستنې په یوناني وضع نیمه دایره کې ولاړې دي. د شنو بوټو او د فوارې نه علاوه د سیلانیانو څو بنچونه هم پکې پراته وي. د میدان په اوږد والي د زمکې لاندې د موټرو د ودرلو ځای او دا د پیښور یو ګران تجارتي مرکز دی.

.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *