خمازور-ښپیانګه

?????????????????????????????????????????????????????????


یو وخت د ژوب په هر کور کې د خمازور دانې ارو مرو ساتل کیدې. د لوی نخود ( کابلي چڼې) په شان دغه ځنګلي میوه هم هغسې رنګ لري او په دشتو کې شنه کېږي.
په کوهاټ او وزیرستان کې دغه بوټی د ” ښپیانګه یا خپیاکه” په نوم پیژندلی شي. ځینې ورته اسګند یا آوشک او د هند یوناني طبیبان يې ” تخم حیات” بلي. اوس په عام پنساري په ژبه ” پنیر بوټي” یا “پنیر ډوډه” په نومونو مشهور دی. دا ځکه چې د پیو نه د پنیر جوړولو لپاره د ښپیانګې ټکیدلی پاڼې کارولې. د دې د طبعي کیمیاوي جوړښت له کبله پنیر ژر نه خرابېږي.
د خمازور ساینسي (بوټینیکل) نوم ” ویتهانیه کوګولانز” دی او دا د افغانستان، پښتونخوا، بلوچستان او هند په وچوغرونو کې د ځنګلي بوټي په توګه موندل کیدو. د مومندو په ژبه “خمزوره” خیټې د مختلفو ناروغیو لپاره کارېږي. د معدې تیزابیت، د کولمو درد او بادو لپاره د دې څو دانې په اوبو کې خیشته کړي. دغه زیړ رنګ اوبه سخت تریخ وي نو ځکه پکې ګوړه یا چیني ورګډ کړي. د خپل تریخ والي له کبله حکیمان د ښپیانګې ټکیدلې میوه د دویم ډول شکرې مریضانو ته ورکوي. د هند په آیور وید طبابت کې هم خمازور استعمال شته او هند په ځینو سیمو کې دا د دارو لپاره کرلې شي. د دې له پاڼو هم سفوف جوړېږي او د بې خوبۍ یا د خوف مریضانو ته ورکوي. د جګر او د ساه لنډي لپاره هم حکیمان د ښپیانګې د دانو سفوف خوړلو له ورکوي. ځینې خلک خمازور د یو بل بوټي ” اسوا ګنده” سره غلطوي. د خمازور د تخم یا د پاڼو له کارولو څخه وړاندې د یو حکیم یا پوهه کس سره مشوره ضرور ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *