آستیانه- پښتو لنډۍ


زما د زړه بازار یې وران کړ
الله دې، دی په ژوندون نه خوشالوینه
په آخرت خوار شې ریباره
په ایرو پټ اور دې لیده پرې ودې سومه
دا لندۍ ما په دې نږدې وختوکې د نامتواو نا چاپ پښتو قاموس یا فرهنګ ( فرهنګ ارتضایي) د قلمي نسخې په پاڼو کې ولیدې. دا هغه لنډۍ دي چې له نن څخه څه باندې ۲۲۰ کاله د مخه په ۱۲۲۵ هجري کال ( ۱۸۱۰م) کې د یاد فرهنګ د لیکوال محمد ارتضي خان قوم افغان عمرخیل ابن نواب امان خان برادرزده امیرالامرا نواب نجیب الدوله بهادر له خوا ثبت شوې دي. دا یادونه دلته ځکه اړینه بولم چې د دغو ثبت شویو لنډیو په لړ کې یوشمیرداسې لنډۍ هم دلته تر سترګو کیږي چې په هغو کې تراوسه پورې لږ او ډیربدلون هم رامنځ ته شوی دی. ترټولوجالبه خولا داده چې د دغه اثرلیکوال دغه سندرې یا لنډۍ د لنډیو په نامه هم نه پيژنې دی لنډیوته “استیانه یا استیانې” وایي چې موخه اومطلب به یې خامخا ستاینه یا ستاینې وي. زه فکرکوم چې دا لومړی څوک دی چې موږته د لنډیو د یوه بل نامه( ستاینه یا ستاینې) یادونه هم کوي. معنا دا چې دده په قول لنډیو ته ستاینې هم ویل شوې دي. د پښتو په ولسي شاعرۍ کې، لنډۍ، مسرۍ، استیانې، ټپې، سندرې او ټیکۍ یوهنري اومعنوي وزن او وږم لري چې له یوه پښتون تفکراوتخیل څخه را وتلی دی.
مرتضی خان دغه یادونه په فارسي ژبه کړې چې وایي، ” درباب دانستن اشعارهای پشتو که آنرا درزبان مذکور استیانه میگویند” ( فرهنګ ارتضایي – قلمي ۸۱۷مخ ) نوموړي یوشمیرلنډیو ته دخپل فرهنګ (۱۶۶) فصل ونډه کړی زما په نظردی لومړنی لیکوال دی چې په خپل فرهنګ کې یې پښتولنډۍ ثبت کړې دي.
باید ووایم چې په لنډیوکې ما هیڅ ډول کمی اوزیاتی نه دی کړی، په څه ډول چې ثبت اولیکل شوې دي هم هغسې مې راوړې دي، کیدای شي په ځینولنډیویا ستاینوکې څه وزني کمی هم وي، راځئ چې ددغې مقالې په پیل کې لومړی دا ولولو او بیا به د خپل بحث پرتلیزه لړۍ همداسې کرارکرار سره وغزوو. د مرتضی خان لنډۍ یا ستاینې دادي:
لکه چې دي د آسمان ستوري
هومره زما په لالي وایه سلامونه
دا مسافر راغلل له سیله
ننی شپه د محبوبا بدرله وینه
دا لونګین مې اوبو یو وړ
دغم شریکه یاره نسه ګدرونه
عالم چې کوډې کوډې وایي
کوډې می دا دي نرۍ سترګې تورومه
دا ته لاښه یی غم غلط کړې
زه په خالی انګړکی ناسته یم غمجنه
دا مارخوړلی به خدای روغ کا
زلفو خوړلی روغ به نشي اوبه مرینه
که هغه تللی یارمې راشي
د سرو پیزوان د پیربابا شکرانه کړمه
ته لیونی به شی که خدای کا
د محبوبه د شونډو رس دې وڅاکنه
دا یارمی وړوکی بنجاره شو
چې مرغلرې خرڅوي ګوري خالونه
زما د ستا په سرسوګند یي
چې بې له تا می په کارنه دی نورې جونه
دا نیمه شپه شوه یار رانغه
په نمایی پلنګ به اورولګومه
په میرو ورک لالی می بیا موند
اوس یې دیدن کړم که ګیلې ورته کومه
دا ته خولاړې په یوه لور شوې
ماته خو اورشول ستا د ناستي بورجلونه
او یاره راشه چې درځار شم
دابرنی شپه می بیلتون په خوب لیدنه
دا خو د خدای نکا لالیه
چه ته به نه یی زه به کړم دنیا خوبونه
د ژبی سرمی شه تڼاکې
زما لالیه تا به ډیرپی یادومه
په وړاندی ځم په وروستو ګورم
که څوک رایشي د یار راکا پیغامونه
زما د څه نصیب که خدایه
لکه اوسۍ په میږتون شپه تیرومه
نن می آغه عالم یادی ګی
چه دلی نشته په کړوهنود یی کورونه
زما دا زړه کباب خانه شه
ځکه د ریتو غخو بوی می له خولی ځینه
د یار‌(ې) شونډی سرې څه زیب کا
بل یی میسی دهیرا نیلم غاښونه
فرهنګ مرتضایی قلمه نسخه خدابخش کتابخانه ص ۸۲۴
د فرهنګ مرتضایی د فهرست په وروستی برخه کې لیکل شوی :
« فصل شصت وشش درباب دانستن اشعارهای پشتو که آنرا در زبان مذکور (استیانه) می ګویند.
یادونه: د فرهنګ مرتضایی د خدابخش پرنسخه باندې د نهروپوهنتون استاد ګران محمدانورخیري کارکوي، دغه جالب اود پاملرنې وړفرهنګ چې پښتو ویی یې په دوو ژبو (فارسی اواردو) معنا کړی د خپل وخت په خورا مهموفرهنګو کې راځي، چې نه یوازې په قاموسی لحاظ لوړارزښت لري بلکی د تاریخي اوتشریحی ژبپوهنې له مخې هم د پښتو ژبې په اړه ځانګړی اهمیت او د څیړنې وړمعلومات لري.
پروفیسور عبدالخالق رشید- نهروپوهنتون.

1 Comment

Add a Comment
  1. د مقالې په وروستۍ برخه کې د فرهنګ ارتضایی نوم مرتضایی راغلی دی چې دا تیروتنه ده چې له مانه شوې ده ، په دې هیله چې ګران لوستونکي دمرتضایی پرځای ارتضایی ولولي .
    په درنشت
    پروفیسور رشید

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *