د کروندګرو کال


د پښتو یوه محاوره ده چې “هاړ-جېټ دننه او پشکال-بادرو په ونه”
د اوړي د میاشتو دغه نومونه د هندي جنتري نه پښتو ته کډه کړې ده. د پښتنو کروند ګرو ژوند د زمکې او د هوا د حالاتو سره تړلی و. د هند په نیمه وچه کې درې ډول غله، د بنګال وریژې، د پنجاب غنم او د پښتونخوا جوار مشهور وو. کروند ګر پخپله د هوا په بدلیدو د نوي فصل لپاره تیاري کوله. ښایی هر ځای د موسم نومونه يې په خپلو ژبو کې ټاکلي وو.
په ۱۰۰ ق م کې د هندوستان نامتو باچا “راجه بکرما (بیکرما) په وخت کې د دې نومونو په بن سټ د نړۍ تر ټولو پخوانی تقویم (جنتري) جوړ شو.
دغه شمسی ( لمریز) جنتري کې د ورځې او شپې وختونه په اتو( ۸) برخو یا “پہر” وېشلی وي. هر یو پہر د دریو ساعتو ( ګېنټو) وي. سهار د ۶ بجو نه تر ۹ بجو “دهمي” له ۹ تر ۱۲ ” “چهاه” بیا غرمه چې “دوپہر” وي. تر ۳ بجو “پېشي” چې په فارسي کې “پېشین” او پښتو کې ” ماپښین، ماسپښین” په نوم يې پېژنو. له دریو تر ۶ بجو “دیګر” وي چې پښتانه يې مازدیګر یا ماځیګر بلي. “نماشا” د پښتو “ماښام” او د فارسي ” شام” وي. د شپې له نهو بجو “کفتاں” د فارسي ” خفتن” او د پښتو “ماسخوتن” وي. له نیمې شپې “رات” او د سهار له دریو تر ۶ بجو اسور یا سرګي” وخت وي چې پښتانه يې “پیشلمی یا پیشمنی بلي.
د اوو (۷) ورځو یوه اوونۍ یا هفته وه چې هر یو ورځ يې د لمر، سپوږمۍ او د لویو سیارو په نوم وټاکله.
د اوونۍ لومړۍ ورځ د لمر (روي) په نوم روي وار شوه چې پښتو کې ورته اتوار ( یک شنبه) وایی.
دویمه ورځ د سپوږمۍ ” سوم” په نوم سوم وار وه چې د پښتو ګل یا د شورو ورځ وي.
دریمه ورځ د مریخ په نوم منګل وار د پښتو نهې ورځ وي.
څلورمه “بدهه” د عطارد یا مرکري نوم دی چې بدهه وار او د پښتو شروع یا چارشنبه وي.
پینځمه ورځ د برهیسپتی یا ګورو ( مشتري سیارې په نوم ګورو وار یا برهسپتي وار شو. په پښتو کې زیارت یا پنج شنبه نومېږي.
شپږمه ورځ د شکر ( زهره) سیارې په نوم شکر وار د پښتو جمعه ده.
د اوونۍ وروستۍ ورځ “شني” د زحل سیارې په نوم ” شني وار شوه چې د پښتو خالي یا شنبه وي.
بکرمي” یا “دېسي” کال د ۳۶۵ ورځو ده چې ۹ میاشتې يې د ۳۰ ورځو، یوه میاشت د ۳۱ ورځ او دوه میاشتې يې د ۳۲ ورځو وي. د دې شمسي جنتري کال به د “چېتره” له میاشت پېل کیدو. په ۱۹ پېړۍ کې د سیکانو په وخت دا د قمري ( سپوږمۍ) میاشتو ته واړول شو چې د “وېشاکهه” له میاشت شروع کېږي. دا میاشتې د انګریزي کیلنډړ د هر میاشت له ۱۴ نېټې سره سمون خوري.
د مارچ په ۱۴ د چېتره میاشت (۳۰ ورځې) پېل کېږي. په اسمان کې د وریځو ګړزار او نری باران ورېږي. ورپسې ویشاکهه ( ۳۱ ورځې) له ۱۴ اپریل د میلو او د غنم د پخیدو وخت وي.
اوړی (دوبی) جېشتهه یا جېټ د می ۱۴ او په دې کې ګرم او خشک بادونه چلېږی. ورپسې اشاړه یا هاړ د جون په ۱۴ پېل شي او د سمندرونو نمژنه هوا وي چې ورسره باراني موسم (مون سون) پېل وي. دا دواړه میاشتې د ۳۲ ورځو وي. د جون ۱۴ نیټې څخه شاراون یا ساوڼ او ورپسې بهدره پته یا بهادون- د پښتو بادرو وي. د هند سمندري نمژن هواګانې هلته د سختو بارانونو او د سیلابونو سبب شي. خو پښتونخوا له دغو بادونو بهر ده نو هلته باران لږ وي. د جولای ۱۴ څخه د اشوینه یا اسو میاشت وي چې ځینې يې پشکال هم بولي او پکې باران او نم وي.
منی- کارتیک یا کتک، د اګست ۱۴ وي او او کروند ګر د ژمي فصل لکه ګنا او جوار پکې کري. د مارګه شیراشه یا مګهر میاشت د ستمبر له ۱۴ پېل شي. دا د جوارو وږي ټکولو او د ګوړې جوړولو لپاره ګاڼۍ د ګرځولو وخت وي.
د اکتوبر له ۱۴ د پوشه یا پوه او د نومبر په ۱۴ د ماګهه (ما) د ژمي پېل وي. په دې دوو میاشتو کې سخته یخني او د سیندونو سره نزدې سهار او ماښام ” لړه ” یا دود وي. د دسمبر ۱۴ د پهالګن یا پهاګڼ نري بارانونو او د بادونو موسم وي. کله نا کله باران پوره میاشت ورېږي چې کچه دېوالونه او کوټې نړوي. خلک د ورځې لمر ته او د شپې اور ته ناست وي. د جنوري ۱۴ ” ماګهه” کې ساړه لږ او د میاشت په پای کې د شمالي هند او د پنجاب خلک ” لوړي” نمانځي. په میدانونو کې خلک د اور الاو ته راټول وي او پکې د کور زاړه شیان سوځوي. د ګوړې حلوا او نور خواږه په ماشومانو وېشي اوتر ۱۳ فروري د ژمي پای وي.
اوس به راشو د پښتو محاوره او متلونو ته چې د هندي میاشتو نومونه او د دې تر شا خپل وجوهات لري. د ” هاړ-جېټ” په میاشت کې ګرم بادونه چې دوی به ورته “لوو” وویل چلېږي. په سره غرمه کې به خلک بهر نه وتل او په کلیو کې کروند ګر به د څپر یا د ونې په سیوري کې ناست وو. ماځیګر چې د نمر تاو به لږ کم شو نو د ژوند کاروبار به بیا پېل شو. هغه وخت ” هاړ- جېټ دننه محاوره عام شوه.
د دې برعکس پشکال-بادرو د بارانونو موسم و او د ګرمۍ د تاو سره به نم هم ورګډ شو نو خوپ (حبس) به زیات و. د وجود خوله به نه اوچیده او په کوټه یا بند ځای کې به څوک نه شو کیناستی. خلکو به ورځ په دالان یا د ونو لاندې تیراو. د شپې به په کوټه ( بام) یا انګڼ کې ویده کیدل. “پشکال-بادرو په ونه” متل د دې دلیل و. د “بادرو لیوني” محاوره هم مشهوره وه او خلکو به ویل چې په دغه موسم کې سپي لیوني کېږي. بله میاشت د ” اسو” وي او پښتانه وایی چې ” اسو…و دې سو” مانا په دغې میاشت کې وجود تاو کوي او په پوټکي نرۍ سرې دانې راخېژي چې ” ګرمکې” ورته وایی. ” اسو- کتک په غنه” مانا هم دغه ده چې د ګرمکو د لاسه خلک خوب یا ارام نه شي کولی. یوه بل متل ” چې بادرو کې کوی پاړې نو په درمن کې به ژاړې.” و. بادرو کې کروند ګر د مني د فصل لپاره زمکه تیاروي. د غوایانو، جغ به د لرګي و او د زمکې اړولو او خاورې د میده کولو لپاره به يې څو وارې قولبه ګرځوله. د ګرمۍ له کبله څاروي او انسانان دواړه ستړي وو نو ځینو به په پټي کې “پاړې” پریښودې. دا د لوټو لپاره بل نوم و او د پښتو محاوره چې ” پاړې مه کوه” مانا دا ده چې یو کار نیمګړی مه پرېږده. ښکاره ده چې پاړو کۍ به د تخم ( جوار وغیره) حاصل هم لږ او “درمن” به يې نه ډکیدو. بله محاوره ده چې ” پو-ما په بړستنه” دا د سخت ژمي دوه میاشتې ” پو- ما او خلکو به د شپې ځان په بړستنه کې ګرم ساتلو.
د بکرمي جنترۍ دا نومونه اوس یواځې د پښتنو کروند ګرو سره پاتې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *