خدا بخش


د حیدرآباد یو بازار کې چا پر زمکه، زاړه کتابونه خرڅولو له ایښي وو. یو لاروي ترې پوښتنه وکړه چې د ټولې ډېرۍ بیه څه وه. کباړي ورته وویل، هسې خو په دریو روپو ده، خو ته راته قدردان ښکارې نو ۲۰ روپۍ راکړه. سړي په ۲۰ روپو د کتابونو ټول انبار ترې واخیستو.
دا سړی خدا بخش نومیدو او کله چې د حیدر اباد نظام (نواب) خبر شو نو ده ته يې د هغو ردي کتابونو لپاره د ۴۰۰ روپو پیشکش وکړو. خو ده ورته ورنکړل ځکه د خپل پلار محمد بخش د وصیت پوره کولو په تکل و.
د ایسټ انډیا کمپنی یو وکیل او د انګریزي قانون متخصص، محمد بخش د لوستلو شوقین و. د ده غور نیکه قاضی صدیقي د مغل باچا اورنګزیب له خوا جوړ د علماء د شورا غړی و. هغه د هند په ګډوډیو کې له ډېلي څخه بہار ته لاړو او د سارن په “اوکھی چھپرہ” کې مېشت شو. په اګست ۱۸۴۲م کې د خدابخش له زیږېدو لږ وروسته محمد بخش بانکی پور ته کډه یوړه. زوی ته يې پخپله په کور کې سبق ښودلو او په ۱۸۵۴م کې د ده یو ملګری قاضي ” ټراورس” د خدابخش له استعداد او قابلیت اغیز من او په پټنه سکول کې يې د داخلولو مشوره ورکړه.
درې کاله وروسته د هند بغاوت ( غدر) له کبله په ټول هند کې نظام ګډ وډ او د پټنه سکول هم ړنګ شو. په ۱۸۵۹م کې د خدا بخش پلار هغه د لوړو زدکړو لپاره کلکتې ته واستاو. هلته دی به د نواب امیر علي خان په کور کې اوسیدو او درې کاله وروسته د دولسم په امتحان کې کامیابه شو. ده په کلکته پوهنتون کې نور سبق ویل غوښته خو د هغه ځای هوا ورباندې بد اغیز کاو نو بیرته بانکي پور ته لاړو. د قانون (حقوق) سبق يې لا نه و خلاص چې پلار يې ناروغه او معذور شو. د کورنۍ پالنه د خدابخش پر غاړه شوه او ده به سبق سره سره مزدوري هم کوله. د قانون سند اخیستو سره يې د محکمې مختلفو نوکریو لپاره درخواستونه ورکول او اخر د ډسټرکټ جج (قاضي) په عدالت کې “پیشکار” شو. لږه موده وروسته د قاضي سره اختلاف له کبله نوکړي نه وویستل شو. ده د مکتبونو د معاون انسپکټر نوکري وکړه خو دا هم پریښودو ته اړ شو. اخر په ۱۸۶۸م کې يې د پټنې په محکمه کې وکالت پېل کړو او د څو مقدمو ګټلو سره مشهور شو.
محمد بخش پخپله یو روڼ اند او تعلیم یافته کس و چې د خپلو مشرانو څخه ورته ۱۴۰۰ نایابه قلمي نسخې پاتې وې. دغه مخطوطې هغه ټول ژوند په احتیاط ساتل چې” کتب خانہ محمدیہ” به يې بلله. ده غوښتل چې په دغه نوم یو لوی کتابتون جوړکړي او ژوند په وروستیو کې هغه زوی ته وصیت وکړو چې د ولس لپاره به یوه لویه لایبرېري جوړوي.
خدابخش د وکالت د لارې ګټل شوې سرمایه به د نایابه کتابونو او خطي نسخو په اخیستو ولګوله. هر ځای چې یو کس به ورته د یو کتاب درک ورکړو، هغه به يې په هر قیمت اخیستو. دی د شرع پابند او کړه وړه يې اسلامي وو نو خلکو به ورته مولوي صاحب” ویل. تر هغې د ډېلي او د اوودهه لوی کتابتونونه چور شوي او د مغلو د وخت نایابه خطي نسخې خلکو د کاغذ لپاره خرڅ کړل. کوم چې د انګریزانو لاس ته ورتلل، هغوی به برطانیې ته وراستول. نه یواځې کتابونه بلکه د انځورونو او د لاس جوړ شوي زینتي توکي هم له هند وویستل شول.
د دغو کتابخانو چور کیدل د خدابخش په شان خلکو ته یوه لویه غمیزه وه. دی تر ۲۷ کالو وکیل و او هر ځای چې د یو کتاب په اړه خبریدو نو دا به يې په پېسو اخیستو. په دې کې د قرآن کریم نسخې، تفاسیر او ژباړې، سیرت النبي، اسلامی تاریخ ، فقہ، اسلامي شریعت، فلسفہ او د تصوف نه علاوه د نورو علومو او د فنون نادر قلمي نسخې شاملې وې. کله چې د حیدراباد دکن، نظام د ده له شهرت خبر شو نو دی يې د دریو کالو لپاره د دکن مشر قاضي ( چیف جسٹس) وټاکلو. هغه وخت ده په حیدر اباد کې هم په سوونو کتابونه د کباړ نه اخیستل.
خدا بخش په ۱۸۷۷م کې د پټنې د ښار والۍ (میونسپل کارپوریشن) نائب صدر او په ۱۸۸۰م کې دی د پټنې سرکاری وکیل وټاکل شو. په ۱۸۹۰م کې ده په خپلو پېسو، په پټنه کې د کتابتون لپاره، ۸۰ زره روپو په لګښت، دوه پوړیزه ودانۍ جوړه کړه او د ده په کور کې موجود ۴۰۰۰ کتابونه يې پکې کیښودل.
بل کال په جنوري کې خدابخش د خپل ټول ژوند دغه ګټه په قانوني توګه ولس ته وقف کړه. بیا د اکتوبر په میاشت کې دا د ” اورینټل پبلک لایبرېري” په نوم د بنګال د والي معین (نائب ګورنر) سر چارلس ایلیټ په لاس پرانستل شو. د ده د علمي خدماتو په بدل کې انګریزانو ورته د ”خان بہادر “خطاب هم ورکړو. په قانوني توګه، خدابخش به پخپله د کتابتون انتظامي مشر او د ده نه وروسته به يې وارثانو ته رسیدو.
ده په ټول هند کې اعلان کری و چې که څوک پخواني کتابونه پټنې ته د خرڅ لپاره راوړي نو د تلو راتلو کرایه به ورله ورکوي. د هند له ګوټ ګوټ څخه خلکو ورته کتابونه وړل. په کتابتون کې د عربي ژبې یو عالم محمد مکی د لرغونو قلمي نسخو ماهر و. ده ته به يې د میاشتې ۵۰ روپۍ تنخواه ورکوله چې د نورو اسلامي ملکونو نایابه نسخې راوغواړي. د دې ټول زیار سره سره خلکو به د خدابخش څخه غلا هم کوله.
“چارلس ایلیټ” ترینه یوه نایاب مخطوطہ” قصائد کمال الدین اصفہانی” په پور واخیستو خو بیرته يې نه ورکاو. کله چې هغه بیرته انګلستان ته روانیدو نو دا يې د نورو قیمتي کتابونو سره په یو صندوق کې کیښودو چې ځان سره به يې یوسي. په یو بل بکس کې يې نور کتابونه ډک کړل خو کله چې برطانیې ته ورسیدو نو د د نورو کتابونو صندوق راغلی و او بل په هندوستان کې ترې پاتې و. یو جلد ساز هم د جلد بندۍ په وخت ځینې قیمتي کتابونه غلا او لاهور کې په یو کتب فروش خرڅ کړل. دغه تاجر د ښه قیمت په تمه، د هغو کتابونو سره پټنې ته لاړو نو مولوی صاحب خپل کتابونه بیا په بیه واخیستل خوغل يې پیدا کړو. د خدا بخش یو قول و چې نابینا درې ډوله وي. یو هغه چې سترګې نه لري. بل هغه چې یو قیمتي کتاب بل ته په پور ورکوي او دریم هغه چې پور اخیستل شوی کتاب بیرته د هغه خاوند ته یوسي.
نامتو بنګالي مورخ ” یدو ناتهه( جادونات) سرکار”، په دغې کتابتون کې خپلې څېړنې کولې او د خدا بخش ملګری و. وروسته یو مضمون کې هغه د خدابخش د دوو خوبونو ذکر کوي. وایی په پېل کې لږو خلکو ورته قلمي کتابونه راوړل او یوه شپه ورته په خوب کې یو کس وایی چې که کتابونه غواړې نو ما سره رازه. دی هغه پسې روان، د لکهنو امام باړې سره نزدې یو شاندار ودانۍ ته ورسیدو. سړی دننه لاړو او دی په دروازه ورته په انتظار شو. لږ وخت وروسته هغه راغلو او دی يې یو کوټې ته بوتلو. هلته یو کس چې په مخ يې نقاب و د خپلو ملګرو سره ناست و. سړي د خدابخش لور ته اشاره وکړه چې دی قلمي نسخو لپاره راغلی دی. نقاب پوش ورته وویل چې ده ته هر څه ورکړه. خدا بخش وایی چې له دې خوب وروسته ما ته ډېرو خلکو کتابونه راوړل. بل خوب کې يې ولیدل چې د کتابتون څنګ ته په کوڅه کې ډېر خلک راټول وو. دی د خپل کور نه بهر شو نو خلکو چغې وهلې چې حضرت محمد صلی اللہ علیہ وسلم ستا کتابتون کې دی او ته دومره نه کوې چې خپل کتابونه ورته وښای. خدا بخش چټک د قلمي نسخو یرخې ته ورغلو خو نبي پاک تشریف وړی و. پر میز د حدیث دوه قلمی نسخې پرانستې پرتې وې او خلکو راته وویل چې حضور پاک (ص) دغه کتابونه مطالعه کول.
د خدا بخش په ژوندون د هند نامتو لیکوالان او د یورپ مستشرقین به د خپلو څېړنو لپاره دغې کتابتون ته ورتلل. ده درې ودونه کړي وو او دریمه میرمن راضیه خاتون یوه شاعره وه چې اته شعري ټولګې يې خپرې شوې. خدا بخش خو مذهبي تعصب يې نه لرلو نو هندوانو او د نور مذهب خلکو يې درناوی کاو. دی په ۳ اګست ۱۹۰۸م کې وفات شو او د کتابتون سره جوخت يې مقبره ده.
په ۱۹۶۸م کې د هند حکومت دا کتابتون سرکاری کړو او اوس د ”خدا بخش اورئینټل پبلک لائبریری“ نوم مشهور دی. په ۲۰۰۳م کې ما په دغې کتابتون کې د پښتو نایابه قلمي نسخې ولیدلې چې د رحمان بابا یو مصور دیوان هم پکې و.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *