په ۲۰۱۹م کې د بالیوډ یو فلم “پاني پت” په بهر ملکونو کې میشتو ځینو افغانانو د قهر سبب شو. پدما وتی” د هندوستان زاړه پال هندوانو منفي غبرګون راپاره کړو. د یورپ او امریکا د هالیوډ په تاریخي فلمونو هم نیوکې کېږي چې حقایق څخه لیرې وي.
تاریخي فلم ( فیچر) د تفریح او د تاریخ مستند فلم ( ډاکومینټري) دوه بیل ژانرونه دي. یو تکړه ژورنالیسټ او لوستی کس باید په دغو دواړو کې توپیر وکړي.
په هند کې لومړی انګریزي فلم په ۱۸۹۶م کې نندارې ته وړاندې شو. په ۱۹۱۳م کې “دادا صاحب پهالکی” د هندي ژبې لومړی خاموش فلم جوړ کړو. ورپسې د روایاتو او ولسي کیسو دور شروع شو چې د مهابهارت نه علاوه د تاریخ له کتابونو ځینې پیښې د فلم جوړونکو د پام وړ شول. د داسې فلمونو کامیابي به د سندرو نه علاوه د ستورو په شهرت ولاړ و. خلک د جهانګیر په ځای د دلیپ کمار لیدو ته ورتلل او د انارکلي فرضي کریکټر يې ریښیتا ګڼلو. که فلم ښه ګټه وکړه نو د هغې په شان به لس نور فلمونه جوړیدل. اوس هم تاریخي فلمونه د کیسو په ځای د ستورو شهرت ته ګوري.
یوه بیلګه يې د پدماوتي کیسه ده چې د ۱۳-۱۴ پېړۍ تر منځ په سمهل دیوپه ( سری لنکا) کې زیږېدلی، ددې ښایسته جینۍ ذکر یو طوطي (هیرا مني) د چتور (راجستان) رانا رتن سنګ ته یوړو. هغه سمهل ته ورغلو او پدمني سره يې واده وکړو. په ۱۴ پېړۍ کې یو راجپوت لیکوال نیاچندرا سوري، د چوهان باچا همیره مهادېوا په ژوند لیک کې وایی چې علاوالدین خلجي باچا ته شرط کیښودو چې د چتور محاصره ختمه کړي خو په بدل کې به هغه ورته خپله لور ورکوي. راجا دا شرط و نه منلو او جنګ ته يې غاړه کیښوده. مستند تاریخونه وایی چې علاوالدین په چتور حمله کړې وه خو هلته د پدما وتي په نوم راڼۍ نه وه. په اصل تاریخ کې علاوالدین خلجي د “جیسلمیر” کلا تر ۷ میاشتو محاصره کری وه او یو روایت دی چې د وروستي جنګ نه وړاندې هلته په سوونو ښځو او ماشومانو د جوهر په دود ځان سېزلو. خو د پدمني په نوم د خلجیانو نه ۲۰۰ کاله وروسته یوه راڼۍ ژوندۍ وه. په ۱۴۸۸م د مالوی حاکم غیاث الدین خلجي د رتن سنګ د پوځ دوو کوماندانانو چې غبرګولې وړوڼه او بدل ګوره نومیدل، ماتې ورکړه. د اودی پور په یو ډبر لیک د دې ذکر شته.
په تیرو ۵ پېړیو کې هندي کیسو او ناټک د پدمني کردار یوې اسطورې په شان ونمانځله. په ۲۱ پېړۍ کې د بالیوډ د فلمي کیسې پدمني نامتو ستورې “دیپیکا پاډوکون” شوه ځکه خلک د هغې لیدو لپاره لیواله وي. هم دغسې بد سړی (ولن) خلجي د وینو تږی، وحشي څېره لري. کله چې دی د پدمني محل ته ورځي نو هلته ټولو میرمنو ځان د “جوهر” په رسم سیزلی وي. په ولسي کیسو کې د پدمني په میړانه خلکو کې ولوله پیدا کول وو. ښځو ته د خپل ناموس د ساتلو لپاره د ځان سیزلو ویل کیده او د ” ستي” په رسم په زرګونو ښځې په زوره سیزل کیدې.
په ۲۰ پېړۍ کې یو بل فلم د اکبر باچا په وخت د مالوې راني روپ متي په کیسه جوړ شو چې هم دغې داستان ته ورته دی. هلته باز بهادر د مغل پوځ نه ماتې خوري او د ده میرمن روپ متي خپل ځان سپارلو په ځای، زهر خوري.
د هندي فلمونو کیسه لیکونکی د فلمساز سره په یوه فارموله کار کوي. هر یو فلم، که هغه جنګي وي، ټراژدي، کامیډي یا تاریخي، مینه او رومانس چاپېره څرخي. تاریخي فلم کې د ښایسته جامو او زیوراتو ننداره د ښځو لپاره په زړه پورې وي نو ځکه په اشتهارونو او اعلانونو کې لومړی د دوی د راجلبولو کوشش کېږي. اتل یا اتله، بد کریکټر (ولن) مسخره او د مور ضروري کریکټر لپاره د کیسې نه وړاندې د ستورو غوره کول ضرور وي. په ټولو فلمونو کې اتل او اتله د یو ولن ( بدممعاش) سره مبارزه کوي. سندرې، ګډا او نڅا… د غم سندره …د مینې سندره…د جنګ میدان…وسله او داسې نور د فلم مساله وي. د اکبر باچا نه پرته نور ټول مسلمان باچاهان، ظالم، عیاش او بدرنګ ښودل کېږي. ان تر دې چې احمد شاه ابدالي ( سنجی دت) یو قهر ژن او بد زبانه باچا په توګه ښکاري. د دې یو سبب په خلکو کیسه خرڅول وي چې د روم د تهیټر په شان ښه او بد کردارونه پکې په مبالغه ښودل کیده. د ” شمشیره…پرتهوی راج او دغسې نور فلمونه چې په ۲۰۲۱ م کې جوړ شول، هغسې ګټه ونکړه څومره چې توقع وه. لوی سبب يې مرکزي ستوري وو چې خلکو کې شهرت نه لري.
د ولس لپاره تاریخي فلم هم د تفریح یوه لاره ده چې خپل د خوښې ستورو، دیپیکا، ایشوریا او سنجی دت لپاره ټکټ اخلي. هغوی خبر نه وي چې د ۱۵ پېړۍ خلجي باچا د چټور کلا ته ورځي نو د ۲۰ پېړۍ د ایراني سندرغاړې “ګوګوش” سندره، من آمدم…عشق فریاد کند..يې له کوم ځای یاد کړی و؟ د مرهټو جامې ولې د مسلمانانو په شان، دربار د مغلو او جنګي میدان د روم په نقشه دي؟
د هندي فلمونو جوړونکو لوی هدف خو کاروبار کول وي خو ورسره دوی خپل نوی نسل او نورو قامونو ته د خپل تاریخ او د کلچر یو مثبت اړخ هم ښایی. ستونزه د هغو لیکوالانو ده چې د فلم په دروغو کیسو په انټرنیټ نوی تاریخ جوړوي او ناپوهه خلک چې د کتاب لوستل ورته ګران وي، پرې باورکوي.