تاریخونه


د پینځم ق م پېړۍ په نیمایی کې د اناطولیا په ” هیلي کارناسس” جزیره کې یو ماشوم” هېرو ډوټس” نومیدو.
د دې ځاې خلکو د يونان پر ضد پاڅون وکړو نو هيروډوټس هم د نورو خلکو په شان “ساموس” نومې جزيرې ته کډه وکړه. په ځوانۍ کې هغه ميسوپوټيميا، فونيشيا او مصر نه علاوه، د يونان پلازمينې اتن ته هم لاړو او هلته عالمانو سره يې وليدل.
هغه وخت د مهمو پیښو او جنګونو په اړه به په لاطیني ژبې کې لیکنې کیدې چې “انکوايري” یعني پوښتنې ګرویږنې يې بلل. هيروډوټس دغه لیکنې ولوستلې او پخپله يې لیکل پېل کړل. ده د داسې ځايونو حال هم وليکلو چې پخپله ورته نه و تللې خو خپل معلومات يې د څو سرچينو څخه اخستو او د يو بل سره به يې پرتله کول. د ده ځینې لیکنې وروسته دروغ وختلې ځکه شفاهي معلوماتو کې افسانې هم ورګډ شول. بیا هم اوسني مورخین دا د تاریخ لومړی کتاب ګڼي چې زیات معلومات په نورو متنونو کې هم شته.
د هېروډوټس ليکنې په نهو برخو(کتابونو) کې چاپ او “تاريخونه” ونومول شول. وروستو دا، پارسي او نورو ژبو ته يې هم واړول نو ځکه اوس دوه نیم زره کاله وروسته هم خلک ترلاسه کولې شي. په انګريزي کې ددې ژباړه په ۱۸۵۸ م کې جارج رالنسن وکړه.
تاريخونه” د پارس د هخاميني سلطنت د څلوروباچاهانو، کوروش (سايرس) کمبوج، داريوش او د خشايار د وختونو حال دې. د هيروډوټس هدف دا و چې د يونان او پارس د اوج او زوال پيښې خلکوته وښاي. خود پارس ليکوالانو دا د خپل تاريخ او د پرتم د ښودلو لپاره يوه سرچينه وګرځوله. په دريم او اووم کتاب کې د پښتنو د سیمو او ځینو قامونو په اړه لنډ معلومات په زړه پورې دي.
دريم کتاب
د پارس کروش (سايرس) د زوې کمبوج له خوا په يونان د حملې حال دې. دده په پوځ کې د بيلا بيلو قامونو جنګيالي او دې د “کسپاتايرس” سيمې نوم يادوي چې ممکن کابل يا کشمير و. د کمبوج په واک کې به د وړو سيمو نه د کال باج ( ټيکس) د سرو زرو د خښتو (ټیلنټ) په بڼه اخستل کيدو. په يونان کې يو ټيلنټ د ۲۶ کيلو ګرام وزن و. هغه وخت صوبو ته به يې ” ستراپي” ویل.
ګنداريان، داديکاي او اپرتاي چې ټول يو خلک ګڼل کيږي، د ۱۷۰ ټيلنټ باج ورکاو. دا اوومه ستراپي (صوبه) وه. د باختري قبايلو نه ان تر “ايګلي” ۳۶۰ ټيليڼت باج ترلاسه شو. دا دولسمه ستراپي وه. د پکتيکا، ارمينيا، او د تورې بهيرې نوروملکونو نه ۴۰۰ ټيليڼت اخستل کيده چې ديارلسمه ستراپي وه. ساکايانو او کسپيايانو ۲۵۰ ټيلنټ ورکول او دا پينځلسمه ستراپي وه. پارتيانو، خوراميانو، خورازميانو، سوغديانو او آريانو ۳۰۰ ټيلنټ ورکول چې شپاړسمه ستراپي وه.
هندوستانيان چې د نورو ټولو نه يې شميره زياته ده د ټولو نه زيات باج ورکاو چې ۳۶۰ ټيلنټ و. دا شلمه ستراپي وه.
خشايار خپل کسان انډوس (اباسين) ته ورواستول چې تمسا (مګرمچهه) يې لرل. هغو خپل سفر د کستاپايرس نه پيل کړو چې د پکتيکا د سيمې يو ښار و. دوي په کشتيو کې دې سيند کې ښکته لوري ته ولاړل. (هيروډوټس د کابل سيند، اباسين ګڼلو)
د دوي سره د هند بل قام خلک هم دي چې د کسپاتايرس ښار او پکتيکا د ملک سره يې پوله ده. دوي د نورو خلکو څخه په شمال کې اوسيږي او لکه د باختريانو ژوند کوي. دوي د نورو قبيلو په پرتله سخت جنګيالي او سړي يې د سرو زرو د راويستلو لپاره وراستول کيږي ځکه د هند هغه برخه دشته ده.
په ايشيا کې يوه هواره زمکه د هرې خوا نه په غرونوکې راګيره ده چې پينځه لارې لري. دا زمکه د خورازميانو، هرکانيانو، پارتيانو، سرانجيانو او تمانيانو د ملکونو په منځ کې ده. پخوا دا د خورازميانو په لاس کې وه خو کله راهيسې چې پارسيانو د ايشيا واک ترلاسه کړې دې، دا د لوې باچا (کروش) ملکيت ده. يو لوې سيند چې اسيس (اکيس) نوميږي، ددې د غرونو نه رابهيږي او د هغو پینځو لارو څخه، پخوا زکر شوي، پينځو ملکونو کې د خلکو زمکې خړوبوي. .
کله چې پارسيانو دا زمکه ونيوله، نو هغو خلکو ته يې نيت بد شو. د لوې باچا له خوا د غرونو هغه ټولې لارې په بندونو وتړل شوې چې اوبه بهرته وو نه ځي. هغه اوبه د غرونو په منځ کې راټوليدې، د بهر وتلو لاره يې نه موندله او هواره زمکه سمندرشوه.
له هغې راهيسې د پينځو قامونو خلک چې دا اوبه يې کارولې، په سخت مشکل کې دي. په ژمي کې دوي د نورو خلکو په شان د باران اوبه لري خو په اوړي کې کله چې دوي د جوارو او د کونځلو (کونجتو) دانه کرلې وي نو تل د سيند اوبو ته اړوي. کله چې اوبه نه وي نو د دوي ښځې او سړي ټول پارس ته ځي او د باچا ماڼۍ په دروازه په زوره زوره ژاړي. د باچا په امرهرهغه ملک لوري ته چې د اوبو اړتيا يې ډيره وي د بند دروازه پرانستلې شي. کله چې په اوبو د دوی زمکې خړوبې شي نو د هغه لوري دروازه بيرته وتړل شي. بيا بل لورې چې اوبو ته اړ وي، بند پرانستل کيږي. راته دا وويل شول چې باچا ترهغې د بند د خلاصولوامرنه کوي ترڅو چې د باج نه علاوه ورته هغو خلکو ډيرې پيسې نه وي ورکړي.
( هيروډوټس هغه وخت د اوبو د ويش خبره اوريدلې وه. دا سیمه ممکن د هریرود سره نزدی وه چې څو بندونه يې لرل.)
په يونان د پارس، خشايار د حملې په وخت د ده د لښکر مختلفو ډلو په اړه هيروډوټس لیکي،
” اريانو د ميديانو په څير ليندې لرلې، خو نور د باختريانو په شان په وسلو سمبال و. د دوي مشر سياسميز، د پلار نوم يې حايدرنيز و. پارتيان، خورازميان او داديکاي په هرلحاظ د باختريانو وسله لرله. د پارتيانو او خورازميانو کوماندان ارتابازوس و چې پلار يې فارنيسيز نوميږي. د سغديانو سالارازنينس چې د ارتيوس زوې و، د گنداريانو او داديکاي سالارارتيفايس د پلار نوم يې ارتبانس و. پکتيانو د تور پوستين چپنې (کوټ) اغوستې او د خپل ملک ليندۍ او خنجر ورسره و. د دوي سالارارتينتيس د ايتاميتريس زوې و.
اووم کتاب
” د کوچيانو قبيله چې سګرتيان نوميږي، ژبه يې پارسي ده او جامې يې نيمې د پارسيانو او نيمې د پکتيانو په شان وي. د دوي په پوځ کې اته زره سپاره دي. دا خلک د برونزو يا د اوسپنې وسله نه لري، فقط يو خنجر ورسره وي. خو دوي ځان سره يو پړې ساتي چې د مزو په پئيلو يې جوړ کړي وي او ډير پرې باورکوي.
د دوي د جنګ طريقه داسې ده. کله چې د دښمن سره مخامخ شي نو سمدلاسه خپل پړې ورباندې وغورځوي. د پړي سر په يوه حلقه کې غوټه شوي وي اوپه دې حلقه کې هرڅه چې ونښتل که انسان وي او که اس، دوي يې ځان ته راکاږي. دښمن چې په دې پړي کې راګير شي نو ورسره راښکل کيږي او ووژل شي.”
هېروډوټس پخپله پارس، مرکزي ایشیا او هند ته و تللی او د جنګ معلومات يې د هغو خلکو له خلې واوریدل چې پخپله هلته موجود وو. هغه وخت ټول خلک په قامونو او ولسونو وېشلي وو نو ځکه د ده له خوا لیکلی نومونو کې د تلقفظ او د لهجې د غلطۍ امکان ډېر و. د دې له کبله هيروډوټس، “د تاريخ پلار” په نوم شهرت لرلو خو ځینو د ” دروغجنو پلار” هم بللو.

سرچينه
تاريخونه. هيروډوټس. د جارج رالنسن ژباړه، ۱۸۵۸ م د ټام ګريفت د سريزې سره چې په ۱۹۹۶ م کې د نړۍ د ادبياتو د ورډزورت کلاسيک خپرونو بيا چاپ کړو.
دا مضمون په ۵ فروري ۲۰۱۳م په لومړي ځل زما په پاڼه خپور شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *