پلیت
د هغې په زنه يو وړوکې شين خال و او کله چې به ستړې شوه نو خال به يې په ورغوي ومښلو. زه د شپږو یا اوو کالو وم او
هغه جینۍ چې نوم يې راته نه و معلوم زما همزولې وه. خپلې نیا راته ويلي و چې د هغې سره په کوڅه کې لوبې کوه خو کور ته يې مه زه.
زما پلار سرکاري نوکري کوله او بل ښار ته يې بدل کړو نو هلته مو کور په کرایه کړو. د ورځې به ټوله کوڅه خوشې وه، کله نا کله يو سبزي وال به ورته پيښه وکړه او په زوره زوره به يې چغې وهلې. يو مشکي خداې خبر له کومه ځايه د اوبو مشکونه راوړل او ځينو کورونو ته به يې وړل. زما نیا به د مخامخ ګاونډۍ سره هم په خبرو بوخته وه چې کړکۍ به يې هر وختې پرانستې او ټول کارونه يې په ولاړې کول.
ما سره يو پړې چې په دواړو سرونو يې د لرګي لاستي وو او د خپل کور مخ ته به مې پرې توپونه وهل. زما نیا به د کور دروازه پرانستې، کله کله بهر جوړد زيړ مرمرو په تخته ( تهلۍ) کیناسته.
يوه ورځ مې په کوڅه کې رسې ترپ کول چې ناڅاپه دوه کورونه وراخوا، په بارۍ کې يوه څيره وليده، د ماشومې جينۍ څيره…د هغې سترګې غټې او تورې وې او زما چې ورته پام شو نو د تمبې شا ته پټه شوه.
زما اوس هير دي چې څه وخت هغه جينۍ، کوڅې ته راغله او دا هم راته ياد نه دي چې د هغې نوم څه و، خو ما ورته “صبرو” نوم اخستو. صبرو په کلي کې زما پخه ملګرې او ډيره مې يادېده. هغې جينۍ د کله نه په کړکۍ کې زما ننداره کوله، معلومه نه ده. خو هر وخت چې زه به د کور نه بهر د رسۍ سره وتلم نو دا به هم راغله. بیا به دواړه د “رسۍ ترپ ” په لوبه اخته شو.
په څو ورځو کې نوی صبرو زما دومره پخه ملګرې شوه چې د کلي صبرو رانه هېره وه. زما د نیا په شان يوې بوډۍ ښځې به له کړکۍ مونږ ته کتل خو د هغوي په خبرو نه پوهيدو. مور به مې کله کله دوی سره ماته ګوډه هندکو ويله. د صبرو او زما خپله ژبه وه او مونږ ته د خبرو دومره حاجت نه و. ما به ورته ویل، ” آجا”
ما د پړي په سر د لرگي دواړه دستې ونيولې او هغې سره په ګډه د ترپ ترپ ويلو ټوپونه وهل. د هر یو پښه چې به د پړي سره وجنگيده نو هغه به “وسوځيده”. بيا به د بل کس وار او د رسۍ دستې به يې ونيولې. ما به پړې دومره ښه په هوا کې پورته کوو خو صبرو به دا نشو کولې. دا به ډير زر وسوځيده او زه به خوشاله وم. د غرمې د ډوډۍ په وخت به نیا وويل، ” رازه بچيه بس دې اوس لوبې ختمې.” زما زړه به نه و خو د نیا نه ويريدم نو پړې به مې د لاس نه تاو کړو او صبروهم غلې خپل کور ته لاړه.
زمونږ د کور په ښکته پوړ کې يوه حوض او پکې د اوبو نل لګيدلې و. ددې نل نه به يخې او خوږې اوبه راتلې او مور به مې ويل چې دا د باړې اوبه دي.
ما به د لوبو پړې د دروازې شا ته يو لوې ميخ سره ځوړند کړو او نیا به راته د نل په اوبو، په زيړو صابونو لاسونه کلک ووينځل. د وينځلو په وخت به يې راباندې کليمه هم تيروله. راته به يې ويل چې څوک د هندوانو سره لاس وجنګوي نوهغه پليت شي او بيا يې پاکول پکار وي. دا يې هم ویل چې څوک کليمه ووایی نوهغه پاک شي. ما به نیا نه پوښتنه وکړه چې “پليت” څه وي نوهغې به ويل، ګنده…مردار… ما به بيا پوښتنه وکړه چې ما خو د صبرو سره لاس نه و لګولې نو دا څنګه پليت شو؟ هغې به ویل چې د رسۍ لرګی خو هغې نیولی و کنه. کله کله به هغه راته په قهر شوه چې زه ولې پوښتنې کووم.
د صبرو پلار چرته تللې و او کله کله به ددوي کور مخې ته پوليس هم ولاړو. ما یوه ورځ د پلارنه پوښتنه وکړه نو هغه وویل چې دا خلک هندوان دي او د پوليسو سره به هندوستان ته ځي. زه به پلار سره د کوڅې نه بهر د نانواي دکان ته تلم نو د صبرو د کور ټولو کړکيو ته مې کتل، خو هغه به راته نه ښکاريده. يوه ورځ مې د پړي نه اخوا ديخوا ټوپونه وهل چې هغې راته وويل ” ميرې کور ته آو” ياني زما کورته راشه. ما نیا ته وکتل چې مخامخ ښځې سره په خبرو بوخته وه. د هغې پام نه و، مونږ رسۍ ترپ بند کړل او زه د صبرو سره د هغې کور دروازې ته لاړم. شا ته مې وکتل نو نیا مې د هغې ګاونډۍ د کړکۍ سره ولاړه وه. ښځه د کړکۍ نه نيمه بهرځوړنده وه او دواړو يو لوې څادر ته کتل چې ورباندې ګلونه کښيده شوي وو.
په بله شيبه زه د صبرو د کور په انګڼ کې ولاړه وم. هلته لويه باولۍ او پکې د اوبو لاسي پمپ مات ښکاريدو ځکه اوبه پکې نه وې. چاپيره د برنډو د ستنو سره دومره ښځې ولاړې وې چې زه حيرانه شوم. ما سوچ کاو چې په هغه کور کې صبرو يواځې د خپل مور سره اوسيده. ټولو ښځو په خپلو کې ورو ورو خبرې کولې خو چې زه يې ولیدلم نو غلې شوې او ما ته يې کتل. د صبرو مور را وړاندې شوه او دا يې لاس نیولی دننه کوټې ته بوتله. د انګڼ يو سر ته په انغري کې اور بليدو او يوې ښځې پرې ډوډۍ پخوله. ډوډۍ ډيرې نرۍ او وړې وې او زړه مې و چې وې خورم. يوه شيبه تيره وه چې صبرو راته د ميسو په يوې وړې کټورۍ کې دوه زيړ لډوان راوړل. هغې پخپله هم يو لډو خوړلو اوزه خو د مټاي دښمنه وم، زر مې کټورۍ ونيوله او نيم لډو مې په خله کې کړو. د صبرو مور راته په نرۍ خندا کې وويل، ” ارام سې کهاو بيټا””
ما لا بل لدو نه و خوړلې چې یو لاس زما نه هغه کټورۍ لکه د ټپوس يوړه. يو کړنګ وشو او لډو ښکته په کاشي فرش دانه وانه و. ما وارخطا بره وکتل نو يوې بوډۍ ښځې راته په چيغه څه وويل. صبرو خپلې مور پسې پټه وه او مور يې بوډۍ ته په زوره زوره څه ويل. ما په فرش هغه مات شوي لډو ته کتل چې ناڅاپه يوې بلې ښځې هغه کټورۍ په پښه ووهله او د انغري خوا ته يې يوړه. ما نه لډو هير شو او د کټورۍ په ننداره وم. هم هغې ښځې د انغري نه راوتلې ايره واخسته او کټورۍ يې پرې ډکه کړه.
ما سوچ کاو چې اوس به راته دغه ايرې د خوړلو لپاره راکوي نو په ويرې مې منډې کړې او له هغه کوره ووتلم. د دروازې نه بهر راته نیا ولاړه وه. زه يې د څټ نه ونيولم او دوه څپيړې يې راکړې، ” مردارخورې، پليتې، هر درۍ ، ما درته ويلي نه و؟” ما په ژړا د هغې لاس نه ځان خلاص کړو او کور ته مې وځغستل. کله چې د خپل کور په دولسو پوڼيو وختلم نو مور زما د ” کارنامې” نه خبره شوې وه. هغې هم راته وينا وکړه. “بس په کوڅه کې دې لوبې بندې شوې، سبا به ما سره د کور کارکوې” ما په چغو چغو ژړل او نیا مې نه پريښوده چې رانه جامې وباسي. مور هم هغې ورسره لاس کاو اوما لتې ټکولې. اخر زه يې هغې باولۍ کې کينولم چې د پمپ اوبه پکې جمع کيدې. په سختې ګرمۍ کې به مې کله کله د هغې وړې باولۍ سورې بند کړو او ښه ډير پمپ به مې ووهلو چې ډکه شي. بيا به په اوبو کې مې لامبو وهل. خو په هغه ورځ نیا چې راباندې د اوبو دک منګې واړاو، نو له ويرې ريږديدم. هغې د وچې تورۍ په ماشوړه صابون وسولاو، ځګ يې جوړکړو او هغه ماشوړه يې راباندې دومره کلکه ووهله چې هډوکي مې خوږيدل او ټول څرمن مې تک سورشو. خله يې راباندې څو وارې کنګاله کړه چې د هغه لډو خوند يې هم رانه يوړو.
وروسته پاکې صفا جامې مې واغوستې نو لنډ ويښته يې راته ږمنځ کړل. زما په سر کې سپګې شوې وې نو پلار په تير ژمي کې راته سر خريلې و او ما ټول وخت د شنې وړۍ یوه ټوپۍ په سروله چې په څنډو کې يې ځونډي و. اوس مې ويښته لوې شوي و خو دومره ډير نه وو. بيا هم دا وه چې جينۍ ښکاريدم.
د صبرو دوه لوې غټې کمڅۍ وې چې د رسۍ ترپ په وخت به يې ټالۍ وهلې او ما ارمان کاو چې زما ويښته هم د هغې په شان لوې شي. په هغه غرمه ما ډوډۍ و نه خوړه او په سلګو سلګو ستړې، په خپل کټکي کې ويده شوم.
ماځيګر د پلار د ليدو سره مې بيا ژړا پيل کړه او هغه چې زما کيسه واوريده نو نیا او مور ته سخت په قهر شو. نه پوهيږم چې څه يې ورته وويل خو يوه خبره مې اوس هم ياده ده چې ” هغوي هم د خداې پاک پيدا کړي دي”. نیا مې په زوره زوره لګيا وه چې د هندوانو شې يې خوړلې دی او هغه ” پليت خلک” دي. زه ويريدم چې په بله ورځ دوي به مې د صبرو سره لوبو ته نه پريږدي، خو داسې ونه شول. نیا راته وويل چې په کوڅه کې لوبې کوه خو د هغوي کورته مه ځه. صبرو راته وويل چې مسلمان “پليت ” وي نو ځکه د هغې نیا، کټورۍ په ايرو څو وارې پاکه وینځلی وه. ما په کور کې هيچا ته د کټورۍ حال نه و ویلی خو هره ورځ ما او صبرو رسۍ ترپ او نیا به مې کله یوې کړکۍ او کله بلې سره خبرې کولې.
څو ورځې وروسته روژه وه او ټول خلک به د غرمې په کورونو کې و. ما خو روژې نه نيولې او سهار به مې ښه غته پراټه د اګۍ سره خوړله. مور او نیا به مې د غرمې ډيرې تږې کيدې او د صبرو سره د لوبو لپاره راباندې اوس دومره سختي نه کوله.
خداې خبراتمه که لسمه روژه وه، پلار مې ويده و او د روژه ماتې نه لږ وړاندې مور راته يوه سره پيسه په لاس کيښوده چې د نانواي نه ډوډۍ راوړم. زه په منډه د پوړيو نه ښکته شوم او چې د نانواي مخ ته ودريدم نو راياد شو چې د تودو ډوډيو د تاولو لپاره مې سور دسترخوان نه و راوړې. هلته ډيرخلک د تازه ډوډۍ اخستو له ولاړ وو خو نانواي زه پيژندلم نو ماته يې د نورو نه مخکې څلور ډوډۍ راکړې. دا دومره تودې نه وې نو
ما ډوډۍ په دواړو لاسونو کې نيولې کور ته روانه شوم. د صبرو کور مخې نه چې تيريدم نو ناببره د هغې مورراباندې غږ وکړو. “نشاط بيټي” هغه پخپله دروازه کې ولاړه وه، د شيشې يو جګ يې په لاس کې نيولې، راته وويل، ” توړا اوبه لا دو، هم پياسې هين ( لږې اوبه راوړه مونږ تږي يو) زه وارخطا ودريدم، په لاس کې مې ډوډي وې او نه پوهيدم چې اول هغه کور ته يوسم او که د شيشې جګ ترې واخلم. هغې لاس وړاندې کړو، ما نه يې ډوډۍ واخستې او جګ يې راته راکړو.
ما د خپل کور دروازه خلاصه پريښې وه او د جګ سره چې هلته ورسيدم نو د څرمنې چپل مې د پښو نه لیرې کړې. بيا ورو غوندې دننه لاړم چې بره په کور کې څوک خبر نشي. جګ مې نل ته نزدې کلک ونيولو او ورو ورو مسينه ” ټوټۍ” مې تاو کړه چې د اوبو شور پورته نشي. هم هغه وخت د جومات ملا ازان پيل کړو او زه پوه شوم چې ټول به روژه ماتوي.
د صبرو مور د نيمې خلاصې دروازې شا ته زما په انتظار ولاړه وه. ما نه يې د اوبو ډک جګ واخیستو او څه يې وويل چې زه پرې پوهه نشوم. هغې د لاس نه مې ډوډۍ بیرته ونیولې او په يو دگړ مې ځان کور ته ورساو. چپل مې په پښو کړل او بره دولسم پوڼۍ ته ورسيدم نو لږ دمه مې وکړه او غوږ مې نیولی و چې انا او مور مې څه ويل. خو هلته خاموشي وه ځکه ټولو روژه ماته کړې او په لمانځه ولاړ وو. ما ډوډۍ په سور دسترخوان کې تاو او په شکورکې کيښودې. زما لپاره د ليمو د شربت ګيلاس هم هغسې دک ايښې و چې په يوه ساه مې وڅښلو.
په هغه ماښام ما د غوښې په ښوروا کې ډير الوګان وخوړل او څوک پوهه نشول چې د تنور ډوډۍ مې ولې نه خوړه. خو له ويرې مې نیا او مور ته نشو ويلې چې هغه ټولې ډوډۍ ډير وخت د صبرو د مور په لاس کې وې. نه مې ياديږي چې صبرو دوي کله هندوستان ته لاړل او ما د هغوي په تلو څه وکړل. خو زه يې سکول کې داخله کړم. ډېرکلونه تيرشول او د نیا په مړي هرچا ويل، ” خداې دې ورله جنتونه ورکړي. زه تر اوسه ويريږم چې هسې نه انا په دوزخ کې وي، ځکه پلیته ډوډۍ يې خوړلی وه.
دا کیسه په لومړي ځل، ۲۴ فروري ۲۰۱۳م زما په پاڼه خپور شوی دی. صفیه حلیم