زما ژوند او ژوندون- لسمه برخه


په ۱۹۲۷-۲۸م کې له افغانستان دا ګنګوسې خپرې وې چې د چرګانو په خېټه کې مار پیدا شي. کله چې دا غټ شي نو چرګ پرې
مري او که څوک هغه وخت د چرګې غوښه یا اګۍ وخوري نو هغه هم مري.
عبد الصمد خان اڅکزی په خپل ژوند لیک کې وایی چې دا اوازه هم خپره شوه چې د چا ټوله کورنې په دې مړه شوه او یو بابا ته په پټو (غېب) څرګنده شوه ګڼې ټول خلک به مړه وای. په دې ګنګوسو خلکو دومره باور کاو چې چرګه به مړه شوه نو په ویره به يې زمکه کې خښه کړه. هغه وخت د چرګې بیه دوه روپۍ وه خو ځینو خلکو دا په دوه- څلور آنې خرڅول. ځینو به د حلالې چرګې نس او لړمون لټاو چې پکې مار نه وي. دا اوازه تر شپږو میاشتو ګډه وه او هیڅوک پوهه نشول چې دا له کومې خپره شوه. بیا کله چې د امیرامان الله خان پسې پیرانو او ملایانو اوازه خپره کړه نو ځینو به ویل چې دا د انګریز او هغوی د ایجنټانو کار و. پښتانه څومره ژر د ملا او د پیر په خله وغولېږي، دا يې یوه بیلګه وه.
د خپل ژوند لیک په دویم ټوک کې اڅکزی لیکي چې ” اوس زه په دې پوهه وم او په بیړه لګیا هم وم چې یو ډله اوغوټه (جماعت) داسې جوړ کړم چې د ولس او هیواد د ودې لپاره خدای پاری کار کوی نو هله به کار سمېږي.” ترهغې په ټول بلوچستان کې نه یو ګوند موجود و او نه يې ویاند. د دوی په خپل کلي کې “مولوی باران” به کله اختر او کله په بل موقع په جومات کې راټولو خلکو ته دیني یا بله وېنا کوله. اڅکزي پخپله د ګلستان مډل سکول په څلورو پینځو غونډو کې وېنا کری وه چې هره میاشت د یو استاد میر محمد شاه له خوا جوړیدې. خو کله چې اڅکزی له دغې ښوونځي ووتلو نو غونډې هم نه کیدې.
عبد الصمد خان د یو څو نزدې او پت منو ملګرو سره په مشوره دا فیصله وکړه چې دوی به په جوماتونو کې دیني تقریرونه کوي. د روژې په میاشت کې د دوی جومات ته به ډېر خلک تراویح له راتلل. له نمانځه وروسته به یو طالب د ” تباری ( تبارک الذی) سوره ولوستله چې خلکو به د ثواب لپاره اوریدو. په دغه شپه د لمانځه نه وروسته عبد الصمد ودریدو او وې ویل چې د خدای کتاب په تورو لوستل او اوریدل ښه کار دی او ثواب لري. خو که خلکو ته د دې معنا هم وښودل شي نو ګټه به يې ډېره وي. که هره ورځ د یو سوره په ځای دوه آیات ولوستل شي او معنا يې په پښتو بیان شي نو ډېره به ښه وي. دا کار ملا کاکا په اسانه کولی شوای خو هغه ورته وویل چې ” زه نن تیار نه یم- نن که ته څه وای، ووایه، وړاندې به زه دا کار کوم.”
اڅکزي یوه لنډه وېنا وکړه او خوشاله و چې کار روان شو. دی بله ورځ کوټې ته لاړو او شپه يې هلته وکړه. د ورځې لس بجې د پولیسو افسر” بازګل” خپل دفتر ته وبللو. هلته د سي- آی- ډي انسپکټر دلدار سینګ مخ ته د ده بیان واخیستل شو. دا چې تا د کلي په جومات کې وړمه شپه څه ویل او څه د پاره ویل؟ ده ورته خپل بیان ورکړو. بیا يې ترینه د لاهور د کانګرس پوښتنه وکړه چې ته هلته څنګه لاړې او څه دې کول؟ هلته نه دې کوم کتابونه راوړل؟ ده ورته ټول حال په پښتو یا اردو ویلو او دلدار سینګ په انګریزي ټایپ کول. وروسته دا لیکل شوی اوږد بیان يې ورته ولوستلو چې دی پرې پوهیدو. بیا درې واړه د پولیسو مشر بنګلې ته لاړل. او کانر” نومې دا افسر پیتاوي( نمر) کې په کرسۍ ناست و. دوی ته يې هم کرسۍ راوغوښتې او بیان يې واوریدو. بیا يې بازګل ته وویل چې ته په موټر کې ده سره لاړ شه او هغه کتابونه ترې راوړه.
کله چې دوی ګلستان ته ورسیدل نو هلته خبر شو چې په جومات کې د ده د وېنا څخه وروسته پرون غرمه هم دغه افسر ګلستان ته لاړو او د کلي ډېر خلک او ملا يې تاڼې ته ورغوښتي وو. د اڅکزي د وېنا په اړه يې ترې پوښتنې وکړې او ټولو ورته هر څه په ډاډه زړه وویل. د پولیسو اعتراض دا و چې د خدای د کتاب معنا او پوهه خو د ملا کار دی نو خلکو ورته وویل چې دی (عبد الصمد) هم ملا دی.
هغه وخت ده ته جوته شوه چې د انګریز د پولیسو او جاسوسي نظام نه هیڅ شی پټ نه پاتې کېږي. هم دغسې یوه بله پیښه په ۱۹۳۳م کې وشوه. د ده استاد مولوي باران، په کابل کې د ملایانو د سرکاري ټولۍ ( جمیعت العلماء ) غړی و. د ده یو ورور عبد الرحیم یو پوهه ځوان او ده سره يې سیاسي کارونه کول. دی د لسم څخه وروسته کابل ته لاړو نو مولوي ورته وویل چې د نادر خان حکومت لا د تعلیم چارې سمې کړي نه دي. ده غوښتل چې ورور يې په کوټه کې د کالج درس ووایی او څه وظیفه ( بورس) ورته ورکړي. اڅکزي د ده لپاره، د ښوونې یو چارواکي شیخ عبد الصمد ته وویل. هغه وخت د کابل حکومت زده کوونکو ته ۴۰۰ افغانۍ ورکولی چې هندي ۶۰-۷۰ روپۍ کیدې. شیخ ورته وویل چې دی تکړه ځوان دی نو مونږ به ورته ۱۰۰ روپۍ ورکوو. اڅکزي کابل ته لیک واستاو او انګریزي کې يې ولیکل چې که هر څه سم وي نو ما خبر کړه. څه موده وروسته دی د څه کار لپاره شیخ ته ورغلو نو هغه ورته وویل چې کابل ته ستا لیک پولیسو نیولی او پیتاوۍ ( فوټو) يې اخیستی و. بیا دا لیک يې ما ته راوړو چې د عبد الرحیم په باره کې چې څه لیکلي دی، آیا هغه ریښتیا وو؟ شیخ ورته وویل چې هو دا هر څه سم دي.
له دغو پیښو وروسته هم عبد الصمد خبرې نه پټولی خو د داسې وېنا څخه يې ډډه کوله چې ده يې دفاع نشوه کولی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *