د بخشالي پاڼې


د ۱۸۸۱ م په اوړي کې د مردان د بخشالي يو پوليس افسرميا انوارالدين ته خپل زمیندار د پخوانۍ ونې په رژيدلو پوټکو عجيبه ليکنې
راوړې.
بخشالي کلی د پيښور څخه پنځوس کلوميټر شمال ختیځ کې واقع دی. انوارالدين یو لوستی او پوهه کس و نو هغه زمکه يې معاینه کړه چې د تیږو په منځ کې يې یوه دایره جوړوله. د ونو په پوټکو لیکلی ژبه لرغونی وه نو دا يې د مردان کمشنر معاون ته يوړل چې د لاهور ميوزيم ته يې د څيړنو لپاره وسپاري. د پنجاب والي هغه وخت جنرال کنننګهم و چې پخپله هم د لرغونو اثارو ماهر و. د ده په مشوره د بخشالي پاڼې، په کلکته کې د جرمني يو لرغونپوهه ډاکټر “روډلف هورنل” ته د مطالعې او او خپرولو لپاره واستول.
ډاکټر هورنل يو کال دغه ژبه ولوستله او پلټنې يې پرې وکړې. په ۱۸۸۲ م کې هغه د بنګال ايشیايي ټولنې په غونډه کې د دې صحيفو په اړه معلومات ورکړل او بل کال د ټولنې په مجله کې خپاره شول.
په ۱۸۸۶م کې په ويانا کې د ختیځ پوهنې په اووم کانفرنس کې هورنل د دې لاسوندو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل چې وروسته د غونډې په راپورکې خپاره شول. په ۱۸۸۸م کې ډاکټر هورنل د هند د لرغونو اثارو په مجله کې د بخشالي د صحیفو په اړه يو بل متن خپور کړو. په ۱۹۰۲ م کې هغه دا لاسوندي په اکسفورډ کې د “بودليان کتابتون” ته هديه کړل چې تر اوسه پکې خوندي دې.
د بخشالي په پاڼو د ریاضي (حساب) فارمولې او سوالونه لیکلي دي چې د هند د لرغون پوهانو لپاره حیرانونکی و. د ډاکترهورنل په څېړنو کې څرګنده شوه چې دا د دريمې او څلورمې ميلادي پيړيو تر منځ ليکل شوي و. دا چې په دې لاسوندو کې څه ليکلي و پخپله د حيرانتيا وړ خبره وه.
د بخشالي پوټکي په نړۍ کې د رياضي د اصولو تر ټولو لرغونې کتاب ګڼل کېږي. په دې د سوالونو سره د دې ځوابونه هم ليکلي دي چې ټول د حساب او د الجبر په اړه دي. يو څو بيلګي د جيوميټري د زاويو او په نورو د فاصلې (واټن) وزن او د کچ اصول ليکلي دي.
دا په هند کې موندل شويو نورو پاڼو په پرتله دومره غيرعادي ژبه وه چې ځينو هندي څيړونکو دا د بل ملک لیکنې وګڼلې. د بيلګې په توګه په دې لاسوندو، د ریاضي د يو اصول، وضاحت يا بيانيه ده. ورپسې يې یو مثال په الفاظ کې ليکلې او بیا هم هغه مثال په هندسو کې ليکل شوې دی. بيا د مثال ځواب او ورپسې ددې ځواب د ثبوت په توګه لیکلی دی.
د رياضي دانانو د پاره دا په زړه پورې وه ځکه که د بخشالي پاڼې د دريمې يا څلورمې عیسوي پيړۍ کې ليکل شوې وې نو دا د هند د کلاسيک رياضي دورې نه وړاندې زمانه وه. هغه دوره په پينځمې ميلادي پيړۍ کې د آريا بهاتا سره پيل کیده چې په هند کې د رياضي د علم بنسټ پرې کیښودل شو.
په هند کې د دې نه وړاندې د رياضي په اړه د ۲۰۰ ق م او د ۵۰۰ م ترمنځ معلومات نه وو. که د بخشالي لاسوند د دويمې پيړۍ ليکنه وي نو دا د “جېن ” رياضي دورې ته نږدې ده چې د برهمني نه هم پخوانې دين دې.
د بخشالي صحیفو لويه برخه پخوا ضایع شوی او يواځې اويا ( ۷۰) پاڼې پاتې وې چې څو پکې وړې ټوټې شوي و. د ګندهارا لرغونې بوداي صحيفې به د ولي ( بيد) د ونې په پوټکي ليکل کيده. دا پوټکی به سپين او سپک و او تر ډيره وخته پاتې و.
که هغه ټولې اصل پانې خوندې واې او ولوستل شوې واې نو ښاي د ډيرو پوښتنو ځوابونه به هم موندل شوی واې. د بشالي په پاڼو د رياضي د سوالونو ځواب هغسې نه دی لکه چې آريا بهاتا له خوا ليکل کيدو او داسې بيلګې بل هيڅ ځاې نه دې موندل شوي. هلته د هندسو د کسر ( ماتولو) چل هم هغسې دې لکه چې نن سبا کاريږي خو هندسې د يو بل لاندې ليکل شوي دي او ليکه پکې نه ده لکه چې نن يې کاروو. يوه بل شې د + نښه ده چې د هندسې نه وروسته يې ليکلو او د منفي نښه څرګندوي. د هندسو د کسرلپاره د سانسکرت “يو” تورې کارول شوې دې. د تقسيم لپاره د “بها” تورې دی چې د” برخه” معنا ورکوي. يو لوې ټکې ( .) يا نقطه د ” نامعلوم قوه” مانا ورکوي خو بيا دغه ټکې د صفر لپاره هم کاريدلې دې. د ځينو هندسو تر منځ نقطه هم هغسې لکه د اوسني صفر کاريږي. په سانسکرت کې د تش ځاې لپاره د شونيا تورې کاريدو او هم له دې د هندي د صفر لپاره ” شوني” توری راوتلې دې چې د پښتو “هيڅ نه” مانا ورکوي.
په دې پاڼو د تقسيم لپاره څو ډوله سوالونه ورکړې شوي دي چې هورنل د نن زمانې په حساب حل کړل. په کومه فارموله چې د بخشالي په پاڼو ښکاري، په هغې د ځينو ځوابونه يې نا حل پاتې دي. په دې کې د مال د ويش، د دوو لارو د مزل فاصله، د معاش او يو شمير تجارانو له خوا د مال د پيرلو بيلګې دي. يو مثال يې داسې دی. ” يو کس، “اساوه” ۷ اسونه لري، بل کس ” هایا” ۹ اسونه او دريم يې ۱۰ اوښان لري. هر کس خپل دوه څاروي دوو نورو کسانو ته ورکوي. دوي ټول يو برابرمالداره شول. د هر يو څاروي بيه پيدا کړئ او دا چې د هر کس سره د څاروو ټوله بيه به څومره وي؟”
يوه بله بيلگه يې داسې ده. “دوه هلکان د يو باچا قاصدان دي. د خپل خدماتو لپاره يو ته ۱۳٪۶ ديناره د ورځې ورکړې کيږي او بل ته ۳٪۲ ديناره. لومړې هلک د دويم نه لس ديناره پور اخستي دي. حساب وکړئ چې دوي دواړه به په څو ورځو کې د يو بل هومره برابر پيسې ولري.”
د بخشالي په پاڼو، د دې سوال د حل لپاره د “دريو” فارموله ورکړې شوې ده. ” که يو کس په ۸ ورځو کې ۵۰ ديناره ګټي نو په ۱۲ ورځو کې به څومره وګتي؟ دلته ۸ د “پرامانه” ۵۰ د “پهله” او ۱۲د “ايچها” په نوم ياد شوي دي اوفارموله يې دا ده چې” پهله×ايچها/ پرامانه.”
په دې لاسوندو کې د “سکوير روټ” اصول هم ورکړې شوی دی چې اوس د کمپيوټرپه حساب کې کاريږي.
د بخشالي ژبه په “شارده” ليکدود کې ده چې د برهمني ژبې توري وو. دا د سانسکرت او پراکريت ژبو يوه ګډوله او لهجه يې “گهاټا” نوميده. شارده لیکدود د اتمې پيړۍ شاو خوا په کشمير کې رواج وموندلو. په دې دواړه سانسکرت او کشميري ژبې ليکل کيدې. ښاې دا ليکدود د پښتونخوا په سيمو او افغانستان کې هم رايج وخو وروسته دا يواځې په کشمير کې پاتې شو. شارده د آرياو د علم د اسطورې “سرسوتي” له نوم نه راوتلې تورې دې چې د علم اسطوره وه.
د هند يو رياضي دان او عالم، اېل. وي. گورجر په ۱۹۴۷ م کې ددې پاڼو جاج واخیستو او د دې د ژبې په اړه يې وویل چې دا په يو داسې لهجه او ليکدود کې کښل شوي وو چې تر دريمې ميلادي پيړۍ مړه وه. په دې کې د داسې تخنيک زکر شوې دې چې د پينځمې پېړۍ نه وړاندې بل ځاې نه موندل کيږي. د هند د رياضي او تاريخ زياتو استادانو د هورنل د څيړنو نتيجې منلي دي چې د بخشالي پاڼې په دویم یا دريم ميلادي پيړۍ نه پاتې دي. خو په ۱۹۲۷- ۳۳ م کې يو بل لرغون پوهه، “جي ار. کې” دا پاڼې بيا ولوستلې او د يو مفصل پيژندنې او د ليکنو دانګريزي ژباړې سره يې خپاره کړل. “ښاغلی کې” دې نتيجې ته ورسيدو چې د بخشالي پاڼې په ۱۲ پيږۍ کې ليکل شوي وو او خپل شک يې څرګند کړو چې دا هندي نه وو. مانا يې دا وه چې کوم بل ځاې نه راوړل شوي و. هغه د نورو په شان ددې خبرې منلو ته تيار نه و چې د رياضي علم د هند نه نورې نړۍ ته تللې دی. بلکه هم هغه پخوانۍ خبره يې کوله چې ریاضي په يونان کې راپنځيدلې او له هغه ځايه يې نورو سيمو ته کډه وکړه. د هند رياضي پوهان واي چې د بخشالي په لاسوندو کې چې کومې هندسې کارول شوي دي دا د نهمې او لسمي پيړۍ نه وړاندې نه کاريدل خو په دې کې شک نشته چې دا لاسوندې د هند دي.
د هند د کرناټيکا انجينرۍ پوهنتون د رياضي د شعبې استاد ” چنابساپا” د بخشالي د پاڼو ټول اصول په عملې توګه د سوالونو د لارې حل او پخپلو څيړنو کې يې وويل چې دا پاڼې د دويمې او د څلورمې پيړيو تر منځ ليکل شوي وو. هغه د دغو پاڼو څخه د رياضي پينځه اصطلاحات غوره کړل چې د پينځمې پيړۍ د هند نامتو رياضي دان آريابهاته په وخت کې نه موجود نه وو. دی باور لري چې د بخشالي پاڼې د پينځمې پيړۍ نه وړاندې ليکل شوي او د دې لپاره ډير قوي دلايل يې وړاندې کړل. يو دليل يې دا دې چې ممکن دا صحیفې، د يو بل اصل لاسوند وروستۍ کاپي وي. د هند زيات پوهان هم په دې نظر دي چې د بخشالي پاڼې د يوې اصل نسخې بیا لیکل شوی کاپي وه چې په څلورمې ميلادي پيړۍ کې کښل شوي و.
دغو پاڼو د رياضي په اړه هغه مفروضې رد کړې چې ګنی دا لومړې په يونان او وروسته د نړۍ نورو قامونو خپل کړو. هندي عالمان واي چې د رياضي علم په هند کې رامنځ ته شو او لومړې بيلګې يې د اباسين د تمدن او د پنجاب د هړپه په کنډوالو کې څرګند شول. سره له دې چې د هورنل په اصل څيړنو کې د رياضي نه علاوه، د ژبې لرغونتوب هم وڅېړل شو خو په هند کې ددې د ریاضي اړخ ته زیات پاک کېږي. په دې پاڼو کې د لرغوني وختونو د پيسو نومونه “دينار” او “درمه” دی چې د لاطيني تورې او په هند کې هم کاریدل. د سرو زرو سکه به دینار او سپینو ( نقره) درمه ( یوناني درخمه) وو چې د کشان واکمن کډفايسس له وخت په هند کې رواج شول.
هندي عالمان وایی چې ” صفر” په لومړي ځل د دوی په خاوره وکارول شو. خو د سومیریا نه موندل شوي ۵۰۰۰ کاله پخواني د خټو په تختو میخي خط کې هم صفر نښه شته. د بخشالي پاڼو په هند کې د ریاضي د علم یوه پخوانۍ نښه ده چې باید نورې څېړنې پرې وشي.

سرچينې
1. On the Bakshali Manuscript. Rudolf Hoernlé.1887. Digital Library.
2. The Bakhshālī manuscript: a study in mediæval mathematics. G.R. Kaye.1933.

دا مضمون په لومړي ځل ۱۵ فروري ۲۰۱۳م زما په پاڼه خپور شو. صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *