په پښتو کې سیف الملوک


په پیښور میوزیم کې په لاس لیکل شوی یو کتاب نندارې ته ایښی دی چې په پښتو کې د سیف الملوک او د بدري جمال ښاپېرۍ منظوم
داستان دی. د میوزیم په معلوماتي دړه د کیسې لیکوال، حاجي ابراهیم بابا او کاتب نامعلوم او نېټه يې ۱۱ هجري پېړۍ ( ۱۸۰۰م) لیکلی دی.
سیف الملوک او بدري جمال ښاپېرۍ د مینې کیسه ولسي وه او ښایی له غرونو يې نورو سیمو ته کډه وکړه. سیف الملوک شهزاده، یوه شپه بدرۍ جماله ښاپېرۍ په خوب کې ولیده او د هغې په تکل له کوره وتلو. دا د کوه قاف سپین دېو په قید کې وه او په میاشت کې یو ځلې به د خپلو ملګرو سره یو جهیل ته د سېل لپاره ورتله. شهزاده د ډېرو کړاونو وروسته هغه جهیل ته ورځي. دی د یو لوی تیږې شا ته انتظار کوي او کله چې ښاپېرۍ په جهیل کې د لامبلو لپاره خپلې وزرې وباسي نو دی ترې پټ کړي.
ښاپېړۍ د نورو ملګرو په شان بیرته نشي الوتلی او سیف الملوک ورته ځان ښکاره کړي. دوی یو غاړ کې پټ شي خو دېو د نورو دېوانو په ملتیا په انسانانو حمله کوي چې ۴۰ کاله روان وي. اخر انسانان برلاسي شول خو
بدرۍ جماله ښاپېرۍ وه او انسانانو سره يې ژوند نشوای کولې نو هغه د سیف الملوک سره یو جهیل په تل کې اوسیده. دا جهیل په ناران ( کاغان) کې دی.
په میوزیم کې کارکوونکو دومره تکلیف نه دی کړی چې آیا د پښتو د سیف الملوک کیسه حاجي ابراهیم پخپله لیکلی او که دا يې د پنجابي نه وژباړلو. په ۱۸۶۳م کې د پنجاب صوفي شاعر “میاں محمد بخش عارف کھڑی” د سیف الملوک منظوم داستان په ۱۰ زرو شعرونو کې ولیکلو. دا په ۱۸۷۰م کې په لاهور کې چاپ شو او ژر يې د پنجاب نه علاوه کشمیر او د پښتونخوا هزارې او ګلګت چترال په سیمو کې شهرت وموندلو. د دې لوی سبب دا و چې عارف د پنجابي او هندکو مختلفو لهجو ته پکې ځای ورکړو، لکه کشمیري، پہاړی او د ہندکو ټکي او محاورې يې پکې وکارول.
که د پیښور میوزیم پښتو قلمي نسخه یواځینۍ کاپي وي نو پکار ده چې دا په ډیجیټل توګه خوندي کړی شي او یا پښتو اکاډمي يې بیا چاپ کړي.

1 Comment

Add a Comment
  1. يولسمه پېړۍ غالبن چې ۱۷۹۵ خواوشا ختمېږي نو په لحاظ دا کيسه د پنجابۍ د کيسې ژباړه نۀ شي کېدے

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *