د ګرامر مشین


په ۲۰۲۲م کې په کیمبرج پوهنتون کې یو ځوان ډاکټر رشي راج پوپټ د پانیني د سانسکرت ګرامر بیا مطالعه کړو او شا و خوا یو
کال پرې څېړنې کولې. بیا مایوسه شو او یوه میاشت يې د کار نه لاس واخیستو. کله چې بیرته راغلو نو پخپلو یادښتونو کې يې ولیدل چې د تورو د جوړولو یو ساده اصول هم و. دا پانیني پخپله په دغه ګرامر کې لیکلی او کله چې راج پوپټ دا خپل کمپیوټر کې داخل کړو نو د ژبې زدکړه اسانه شوه.
د سانسکرت ګرامر په څلورمی ق.م پيړۍ کی “شنکر اچاريه پانيني” وليکلو، چې د روایاتو تر مخې، اباسين سره نږدې د صوابۍ په وړوکی لاهور کی زېږيدلی او په تاکشاشيلا (ټيکسلا) پوهنتون کی استاد و. هغه په لومړي ځل دا ثابته کړه چې د يوې ژبې الفاظ د خپل اصلي ريښې نه د بدلون او ګردان د لارې جوړېږي. اوسني ژبپوهان دی ته د الفاظ غږ (صوت) يا مورفيم جوړښت واي. پانيني په سانسکرت ژبې کی د داسې ۲۰۰۰ الفاظ اصلي ريښه په ګوته کړه او د دوو ټکو د يو ځاې کولو لپاره يې اصول وټاکل. د دی نه علاوه هغه ۴۰۰۰ داسې بليغي يا جامع کليمې ( لکه محاوره) وليکلې چې پکې د سانسکرت ژبې د سمې کارونې اصول ښایی.
د دومره ډېرو کليمو بيلګې ناممکنه دې خو د سانسکرت ژبې زدکړه په دودیزه توګه د استاد نه بغیر چا نشو زده کولی. د پانيني په ګرامر کی مونږ ته د افغانستان د ژبو او سيمو څرک هم ښکاري. دا چې د يو توري نه بل څنګه جوړيږي، هغه يې بيلګه ( مثال) ورکوي. لکه کاپيشا (کاپيسا) د ځاې نوم دې، نو هلته جوړونکي شيان به “کاپيشي” د توري سره معرفي کيږي. لکه کاپيشي مدهور(د کاپيشي شراب) هم دغه اصول په پښتو ژبه کی داسی دي، پيښور، پيښوري کباب، پيښوري څپلۍ او داسې نور.
د نولسمې ميلادي پيړۍ په وروستيو کې برطانوي ژب پوه ويليم جونز په کلکتې کې خپل ليکچر کې د سانسکرت په اړه وويل چې دا د یوناني او لاطیني ژبو سره کلک تړاو لري. دا د دواړو ژبو څخه زیات په لطافت سوچه کړی شوی ده چې د فعل په بيخ او هم د ګرامر په جوړښت کی موندل کيږي.” ده وويل چې سانسکرت، د يوناني ژبی نه زياته مکمله ( پوره) او د لاطيني نه زياته پراخه ده.”
د ويليم جونز لپاره دا په زړه پورې وه چې په سانسکرت کې “پتا” يوناني “پاتر” او انګرېزي “فادر” يو بل ته ورته دي. هم دغسی د مور لپاره ماتا د يوناني ميتر او د انګرېزي مدر يو اصل لري. تر ټولو حيرانونکې توری ” اسوا” يعني “اس” د ليتهوا نيا په ژبه کی هم ” اسوا” تلفظ کيدو.
وليم جونز سانسکرت اصل يا د هندي اروپاي ژبو مور په نوم ونوموله خو دا لومړې ځل نه و چې جونز د ژبو تر منځ دا اړيکی وليدی. له ۱۶ میلادي پېړۍ، هندوستان ته ورتلونکو مسيحي مبلغينو هم په ژبو کې دا ورته والی ليدو او د هاليند او امريکې ژبپوهانو، په ۱۷ پيړۍ کی ورباندې څه نا څه کار کړې و.

پانیني د سانسکرت دغه ګرامر په اتو څپرکو کې ولیکل چې “اشتادایایی” نومېږي. په دغې ګرامر کې د تورو د جوړولو لپاره دوه اصول وټاکل شول. له ده وروسته یوعالم په دوی کې یو اصول عملي کړو چې پیچلی و. هغه پرې پوهه نشو او نورو ترې دا نتیجه واخیسته چې ګرامر غلط او یا پکې معمه پټه ده. په راتلونکو دوو زرو کالو کې ” اشتادایایی” له پامه وغورځیدو.
راج پوپټ وایی چې اشتادایاییی د “ګرامر مشین” و چې دوه زره کاله پخوا نابغه پانیني جوړ کړو، د اوسني کمپیوټر پروګرام سره سمون خوري او په دې توګه خلک په خپل کور کې هم سانسکرت زده کولی شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *