باولۍ


په دې تصویر کې د مردان کاټلنګ تحصیل په شموزو کې جوړه یوه “باولۍ” ښکاري.
له زرګونو کالو راهیسې انسانانو د زمکې له تل څخه د اوبو راویستلو لپاره کوهیان ( باولۍ) کنستل. په شمالي هند کې د غرونو یا د سیندونو اوبه په زمکه کې جذب شي. په ځینو ځایونو کې دا اوبه ډېر زیات خو ژور وي نو هغې ته د رسیدو لپاره به په کنده کې پوڼۍ جوړیدې. د یو کلي خلک به اوړي، په سره غرمه کې په دغو پوڼیو کیناستل.
د شموزو دغه باولۍ ممکن ۵۰۰۰ کاله پخوا کنستل شوی چې په دایره کې ۲۰ پوڼۍ لري. د تیږو هره پوڼۍ ۲۵ سینټي میټر لوړه او په تصویر کې د اوبو ژور والی ۱۰ میټر ښکاري. د کلي خلکو د دې یو دېوال سره مشین( پمپ) هم لګولی دی.
د صنعتي پرمختګ نه وړاندې د کلي خلکو به دغسې باولۍ کې هر کال مالګه اچوله او بیا په اشر به يې ترې اوبه اوخټې ویستلې چې پاک شي. په نور هند کې خلکو دا یو تاریخي اثار په توګه ښه ساتلي دي. د شموزو د باولۍ اوبه پاکې نه دي خو ماشومان ترې لوښي ډکوي او کورونو ته وړي.
د باولۍ نورې بیلګې، جهلم کې د شیر شاه سوري په کلا او مانسهره کې هم شته.
دا تصویر د ډاکټر ایوب یوسفزي له پاڼې اخیستل شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *