کاریز- قنات


شا و خوا ۱۰ زره کاله پخوا د سمڅو( غارونو) انسان د سیندونو او چینو پر غاړه د اوسیدو لپاره ځان له کورونه جوړ کړل. کله
چې دا يې معلومه کړه چې د زمکې لاندې هم اوبه موجود وي نو د سیندونو نه لیرې يې کوهیان کنستل. کله کله د لوړو غرونو څخه بهیدونکو چینو اوبه به په میداني زمکه کې ورک شول. د اوچ کالۍ په وخت دشتو کې د سیند اوبه به وچې شوې او خلکو به هلته نه کډه وکړه.
یو وخت خلکو ته دا راز هم څرګند شو چې اوبه د لوړې نه ژورې ته پخپله لاره وباسي او د زمکې لاندې هم سفر کولی شي. د کاریز جوړول انساني تمدن یوه پرمخ تللی ټیکنالوجي وه چې لومړی د سیستان ( افغانستان او ایران) په دشتو کې ترې کار واخیستل شو.
کاریز په اصل کې هغه کوهی وي چې په بیخ کې يې یو سرنګ ( ټونل) کنستل کېږي. د دې په دېوالونو لکه د نورو کوهیانو تیږه او پخې خښتې به يې لګولې چې اوبه رسوب ونکړي. په انساني لاسونو کنستل شوی کاریز په د ۱۰ نه تر ۱۵ میټر ژور و. د دې لپاره به ماهر او پوهو خلکو د واټن او د زمکې کیفیت ته په کتلو یو پلان او نقشه جوړوله.
بیا به يې د کوهي اوبه څکل چې دا تروې خو نه وو. کله کله به اوبه ترخې یا مالګینې وې نو هغه ځای به يې پریښودو. بیا د اوبو د مقدار اندازه وه چې آیا دا ژورې ته به په کوم رفتار ځي. د کوهي د کنستلو په وخت د ټونل پلن والی او لوړ والی به يې په نظر کې ساتلو. کله کله به د زمکې لاندې سخت کاڼی یا لویه تیږه راووتله. په لاسونو د دې ماتول ګران وو نو د ټونل لاره به يې واړوله چې اوبه بې له خنډه وړاندې لاړې شي. لویه ستونزه دا وه چې اوبه د ټونل خاوره له ځانه سره یو نسي. په دې به کله کله د سرنګ دیوال ورژیدو او ټول کوهی به کیناستو.
د کاریز د سپرغې په لاره به د ټونل خاوره بره وړل کیده او چاپېره به يې ډېرۍ کړه. د سپرغې له کبله ښکته کیندونکو ته هوا او رڼا رسیدل او په ځینو ځایونو کې به دوی ځان له د کیناستو دکانچه هم جوړوله. دا یو خطرناک کار و ځکه د زمکې لاندې زهرژن ګېسونه موجود وي او کله کله ټول کیندونکي به هم هلته مړه شول. د ځینو کاریزونو اوبه به تر ۱۰۰ کلومیټر لیرې وړل کیده.
په ایران کې د لرغونو کاریزونو یا قنات، سپرغې، له اسمان که څوک وګوري نو لکه د ملغلرو ښکاري. دا د یو پخواني سیند په تل کې جوړ وو او د سپرغې خاوره د تنور په شان ورته ډېرۍ ده. په دغو کاریزونو پټي اوبه کېږي او د کروند ګرو د ژوند وسیله ده. د افغانستان په غزني او زابل کې لوی کاریزونو پرغاړه به تجارتي قافلو پړاو کاو چې انسان او د څاروو اړتیا به يې پوره کوله.
د قنات اوبه به په خپل وار خلکو ته ورکړی کیدل او د دې دنده د ” میر آب” پر غاړه وه. هر کال د کاریز او د دې د ټونل پاکول هم سخت کار و چې په اشر به تر سره کیدو. په شګلنه سیمه کې د کاریز له کبله خلکو خپل ژوند په ارام کولی شو او دا د اقتصاد یوه وسیله وه. د یمن، مراکش او د هسپانیې کاریزونه هم په دغه ټیکنالوجي جوړیدل.
یو وخت په بلوچستان کې ۹ مشهور کاریزونه وو چې عنایت الله، ګلستان، او په نورو نومونو ورسره کلي اباد شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *