په پیښور کې تبلیغ


په ۱۸۷۸م کې دغه انځور د انګلستان ” ګرافک” مجله کې په دې لمن لیک خپور شو چې پادري امام شاه په پیښور کې افغانانو ته د دین تبلیغ کوي.
د امام شاه اصل نوم ممکن بل څه و چې د پنجاب (امرتسر) د یو مسلمان کروند ګر زوی او د یو عیساي شوي سیکه داود سنګ تر اغیز لاندې مسیحیت ته واوړیدو. داود سنګ هغه وخت په نوښار کې د مذهبي سیکانو په پوځي ډله کې د مسیحیت تبلیغ کاو. هغه وخت پیښور د سیکانو په لاس کې و خو د انګریزانو سره په دوو جنګونو کې پنجاب د دوی له لاسه وتلی و.
په ۱۸۶۱م کې امام شاه د نوښار په خیرآباد کې د یو پادري ( کلارک) له خوا رسمي (بپتسمه په دود) عیسایت کې شامل شو او داود سنګ خپله مشره لور ورته واده کړه. تر ۱۸۷۰ م انګریزانو د خپلو پوځیانو لپاره، لومړۍ کلیسا “آل سینټس” په چاوڼۍ کې جوړه کړه. په ۱۸۷۲م کې امام شاه د کلیسا لومړی ” پاسټر” و. بیا د “ریورنډ” درجې ته ورسیدو چې په کلیسا (چرچ) کې د یو مبلغ لومړۍ رتبه او د ګڼې ګوڼې په ځای کې د دین تبلیغ کوي. په دغې انځور کې امام شاه سره ګس لاس ته یو سپین ږیری ولاړ او ښی اړخ ته یو خوبولی، انګریز پوځي په کرسۍ ناست دی چې ممکن د ده د حفاظت لپاره وي. د خلکو په ګڼه کې شا ته هم یو انګریزد یو بوډا سره په خبرو بوخت دی. دوی په یو لوړ ځای ولاړ دي چې مخ ته يې پوڼۍ دي. په سر يې د ونې غځیدلی څانګې د پیپل منډۍ سیمه په ګوته کوي. لیرې د څو کورونو ودانۍ هم ښکاري. یو کس په اوښ او بل په اس سپور دی او یوه ښځه هم ولاړه ده چې نیم مخ يې په پړوني کې پټ دی. ښې لاس ته د یو سړي په شا حفاظتي ډال، لاس کې ټوپک او ملا سره توره ځوړنده ده. په نورو حاضرینو کې ترکمن چپنه او لوی پټکي په سره ځوان او پاخه عمر سړي دي. په پوڼیو ناست یو ماشوم په زنګانه پرانستي کتاب (انجیل) ته ځیر دی. یو ځوان د خلکو له ګڼې په وتلو دی خو څټ يې اړولی او امام شاه خبرې اوري.
په ۱۹ پېړۍ کې د مسیحي دین د تبلیغ لپاره یورپ انځور ګران د اطالوي “رینیسانس” سټایل نه اغیزمن و. دوی په روم او فلورنس کې د مایکل اینجلو په شان نامتو هنرمندانو جوړ شاهکارونه لیدلي وو چې د انجیل د کردارونه به يې ژوندي کړل. کله چې انګریز انځور ګران هند ته ورغلل نو دوی یو ځانګړی هنري سټایل خپل کړو چې “انګلش سکول” په نوم یادېږي. د ۱۹ پېړۍ تر پای په برطانوي ورځ پاڼو کې به کنده شوي انځورونه چاپیدل. د “اینګریوینګ ټیکنیک” په کلک کاغذ د انجور نقشه کښل او بیا د اوسپنې په رنګ شوي تخته د دې سوونو کاپیانې جوړول وو.
په پیښور کې یو مسلکي انځورګر به ممکن د امام شاه سره تللی او دا ننداره په پینسل انځورکړه. هغه وخت چاپېره ولاړ خلک ممکن اصل وي خو ضرور نه ده چې په دغه حالت کې هلته موجود و. د امام شاه ته یوه پرده مصنوعي ښکاري او د ونې څانګه هم لکه د ځېلۍ د ده په سر سیوری کړی دی. هغه وخت د برطانوي مستمرو څخه داسې انځورونه به د پروپاګنډ په توګه کاریدل چې ولس به پرې باور کاو. خو د امام شاه د کوششونو سره هم افغانان دغې دین ته نه اوړیدل.
سرچینه
Bridgeman Images
“The Reverend Imam Shah Preaching to Afghans at Peshawur”.
Illustration from the magazine The Graphic, volume XVIII, no 471, December 7, 1878.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *