زما ژوند او ژوندون (۱۱)


یوه ورځ د عبد الصمد کور ته د ملیشیا (لیویز) یو کس راغلو چې انګریز استاځی دې غواړي. د ” وینګېټ” په نوم دغه انګریز ملکي افسر بنګلې ته دی پخوا هم تللی و او دا ځل هغه ورته د کیناستو لپاره کرسۍ راوغوښته. نزدې ولاړ تحصیلدار يې رخصت کړو او اڅکزي ته يې د خپلې ځوانۍ حال وویلو. دا چې هغه هم د کالج په وخت کې سوشلسټ و خو اوس سرکاري ملازم دی نو ځکه د ” سرکار خوښه به چلوم.” د هند د خرابو حالاتو ذکر يې وکړو چې که اڅکزي خپله لاره بدله نه کړه نو سرکار به يې ونیسي او سزا به هم ورکوي. عبد الصمد د هغه سپینې خبرې وستایلې خو وې ویل چې ما څه غلط کار نه دی کړی د ” خپلو خلکو ښیګړې اوس هم غواړم او بیا يې هم غواړم.” دی بیرته راغلو نو خپلوان يې خبر کړل.
له دې وروسته دوی د ولس د بیدارۍ لپاره د ګلستان بازار جومات غوره کړو. د خپلې سیمې ملایانو ته يې وویل چې د جمعې لمانځه له دې هم هلته ورځي. ملایانو بانه کوله چې ” جمعه” یو ښار غواړي او د ښار دا نښې وي. که ګلستان ښار هم شي نو جمعه به په قدیمي جومات کې کېږي ځکه د بازار جومات اوس اوس جوړ شوی دی. څو میاشتې دا خبرې روانې وې او په دې کې اڅکزي د یو اخبار د چاپولو تابیا هم وکړه. په بلوچستان کې هغه وخت پښتو-بلوڅي خو پریږده چې د اردو اخبار هم نه و. د انګریزي ” بلوچستان ګزټ” په دوو پاڼو کې د سرکاري افسرانو د دورې او د سوداګرو اشتهارونه خپرول. دا اخبار یو پارسي (زردشتي) په خپل پریس کې چاپوو. اڅکزي هغه سره ولیدل نو په اردو ټایپ د دده اخبار چاپولو ته تیار شو. د لګښت اندازه يې وکړه نو اڅکزي د ورور او ایوب خان سره په خپلو پېسو اخبار ویستلو ته غاړه کیښوده. نیت يې دا و چې کله اخبار خرڅېږي نو بیا به خپله خرچه وباسي. هغه پارسي ترینه پوښتنه وکړه چې آیا تاسو د سرکار منظوري اخستې وه؟ بیا يې دوی پوهه کړل چې تاسو به سرکار ته یو درخواست لیکئ او که د هغوی خوښه وه نو اخبار به چاپ کړئ. دا يې هم وویل چې په دې به ډېر وخت لګي نو دوی له اخبار چاپولو اراده پریښوده.
په هغو ورځو کې به ګلستان کې د اخترونو لوی میلې کیدې. د چاپېره کلیو څخه به د زرو نه زیات خلک هلته ورتلل. دوی به د خپلوانو کره پاتې کیدل او د اڅکزو کور کې به هم میلمانه وو. دوی هر چا ته د جمعې د لمانځه او هلته د وېنا خبره کوله. د ګلستان د کلي سید ایوب شاه آغا چې د عبد الصمد د سیپارې استاد و، ورته غاړه کیښوده چې بازار جومات کې به د جمعې لمونځ او خطبه ورکوي. هلته به نور خلک هم وېناوې کوي او زیات تره خانان ورسره مله شول. د دوی هیله وه چې په راتلونکي جمعه به ښه غونډه جوړېږي.
خو له هغې څو ورځې وړاندې په ۱۵ می ۱۹۳۰م د پښین ” ای-اي سي” مرتضا خان (د دوکي ترین) ورته راغلو. ده ته يې وویل چې ته او ایوب به راسره په موټر کې کوټې ته ځئ. دوی پوښتنه وکړه چې که بندي خانې ته مو وړي نو خپله بستره هم ځانه سره واخلي. خو هغه ورته ویل چې فی الحال د دې حاجت نه و نو دوی ورسره په موټر کې کیناستل. په کوټه کې يې شپه د یو خپل کره تیره کړه او سهار پولټیکل ورته وویل چې د ایوب خان پلار محمد یعقوب د راتلو انتظار دې وکړي. د هغه په امر ” دواړه يې پولیس لاین” ته بوتلل. هلته یو بارک کې کټونو او بسترو نه علاوه د سړي په سر د ورځې یوه روپۍ يې هم ورکوله، ( کال وروسته دغه پېسې يې ترې بیرته واخستې). محمد یعقوب د اڅکزو یو سپین ږیری سرکاري افسر هغه وخت په مکران کې و. ده په نورو ځایونو کې نوکري کوله نو ځکه عبد الصمد نه و لیدلی. ایوب ورته ویل چې پلار يې له خلې پوچ وایی او د ده نه خوښیدو.
د پولیسو یو سپای چې اڅکزی و دوی ته پخلی کاو چې ډېر ویریدلی او خبرې به يې ورسره نه کولی. څو سپایانو به د لیرې نه ورباندې پهره ورکوله. شا و خوا ۱۲ ورځې وروسته یو ماسپښین محمد یعقوب راغلو او د روغبړ نه وروسته ورسره کیناستو. ویل يې ” دا څه ګاندیان جوړ سوی یاست.” بیا دوی ته يې خبرداری ورکړو چې انګریزانو د نواب مګسی زوی یوسف علی هم نیولی او په مستونګ کې بند دی ځکه دی د لاهور کانګریس ته تللی و. اڅکزی لیکي چې مونږ په زړه کې خوشاله شو چې یو بل ملګری مو هم شته. وروسته دغه مګسی د هغه سیاسي ملګری شو خو په ۱۹۳۵م د کوټې په زلزله کې مړ شو.
اڅکزي محمد یعقوب ته ډاډ ورکړو چې دوی څه بد کار نه و کړی. هغه وویل چې دی به د پلټنو لپاره پخپله ګلستان ته لاړ شي. څو ورځې وروسته بیرته راغلو او وې ویل چې سمه ده تاسو څه جلسه یا وېنا نه ده کری خو د جمعې لمونځ مو پېل کړی دی او خلک ورته په جوش ورځي. تاسو د خانانو ځلمي راپاره کړی دي چې په تلوسه لګیا وي نو دا پخوا نه وو. اڅکزي ورته وویل چې د جمعې لمونځ خو دیني کار دی او هر مسلمان يې کوي. په خلکو کې بیداري د وخت او زمانې اړتیا ده. خو یعقوب پرې قانع نشو او وې ویل چې زه سرکار ته څه جواب ورکړم. اڅکزي ورته وویل چې سرکار له مونږ چې هر څه غواړي، هغه دې راته ولیکي، “مونږ يې په پټو سترګو منو.”
یعقوب چې پولټیکل ته د دوی خبره وکړه نو هغه وویل، دوی ما تیر باسي. که زه لیکلی ورته ورکړم نو دوی به هغه ګاندي ته یوسي او په ټوله دنیا کې به سرکار بدنامه شي. هغه وخت انګریزان نه پوهیدل چې دغسې بیداره ځوانانو سره څه وکړي ځکه په ټول هند کې د خپلواکۍ لپاره مبارزه مخ په زیاتیدو وه.
یو کس میا نصرالدین انګریز ته مشوره ورکړه چې دغه درې څلور کسان چې لوستي او پوهه دي، په نوکرۍ ولګوي. وړوکی ( نایب) تحصیلدار، چې هغه وخت د هند وګړو به پرې سرکاري نوکري پېل کوله، ډېر لوړ ځای و. خو د انګریز افسر دا نه وه خوښه ځکه یو خو څرګنده نه وه چې دوی نوکري کول غواړي او که نا. بله دا چې بیا به هر څوک په هم دغه لار به نوکرۍ اخلي چې د دوی په وس پوره نه وه.
د عبد الصمد خان د ژوند لیک دا لړۍ روانه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *