دوڼۍ


د لرګې جوړ صندوق چې له زمکې اوچت ساتلو لپاره یو میټر لوړ څلور پای لري دوڼۍ یا ” توڼۍ” نومېږي.
د دوڼۍ سر بند او یو اړخ ته لکه د المارۍ یوه تمبه لري چې کله کله قلف لپاره زنځیر به يې لرلو.
د پښتونخوا په کلیو کې شته منو خلکو کره به یوه دوڼۍ او پکې قیمتي جامې او لوښي ساتل کیده. د دوڼۍ مخه او بره تخته به په رنګینو انځورونو ښایسته شوی وه.
پخوا د اوسپنې او د څرمنې صندوق او ” یخدان” په ګران وو نو د لرګي په ” ډوڼۍ” کې به يې د ناوې جامې او نور سامان ساتل کیده. تر ۲۰ پېړۍ د دوڼۍ رواج لږ او د اوسپنې لوی بکسونو- الماریو يې ځای واخیستو.
اوس دوڼۍ خال خال پخوانیو کورونو کې یواځې د برکت لپاره يې ساتلی وي.
یادونه- دوڼۍ د ښځو لپاره په سر د تړلو یوه پټۍ هم وي چې درې ټیکې ورسره ځوړند وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *