د اباسین جنګ

دا جنګ د نومبر په ۲۴ نېټه ۱۲۲۱م د چنګیز خان او د ۳۲ کلن خوارزم شاه جلال الدین د لښکر تر منځ وشو.
د اوسني ترکمانستان او ازبکستان تر منځ ښیرازه زمکه په ۱۳ میلادي پېړۍ کې خوارزم نومیده. د دې یو خوا “آمو” او بل خوا ” سیر دریا او آرال سمندرګی و. دا د عباسي خلافت یوه صوبه وه چې عربانو به ورته ” ماور النهر” یعني د دوو سیندونو تر منځ خاوره، ویل. دغه سیمه د سلجوق ترکانو سره وه خو د ۱۱ پېړۍ تر پای د ماورالنہر لوی سیمې سمرقند، بخارا، قوقند، ترمیز، بلخ، تاشقند، ګنج او فرغانه د‏‏ خوارزم سره یو ځای شول. په۱۲۰۰ ء کې سلطان علاؤالدین محمد شاہ د “خطاء” ترکان هم مات کړل او د دوی خاوره يې ونیوله. د افغانستان غوری سلطان شہاب الدین د جهلم سره نزدې د اسمعیلی فرقې حسن بن صباح پلویانو شہید کړو نو هرات او کندهار هم خوارزم په لاس کې شول.
اخوا د چین شمال د”ګوبی” په دشته کې د منګول (مغل) تاتاري کوچیانو قامونه کاواکه اوسیدل. دوی د اس د ځغاستې او تاړاک لپاره شهرت لرلو. هلته ” تموجن” په نوم یو سردار پخپل جنګي صلاحیت، واړه قامونه راټول او نورو قامونو سره جنګ لپاره تیار کړل. په ۱۲۱۵م کې ده ” بیجنګ” هم ونیولو د ده سیمه د خوارزم سرحدونو ته وغځیده او د هغه ځای شاه سره يې ملګرتیا وکړه.
په خوارزم کې اسلامي تمدن وده وکړه او د دې پوځ هم غښتلی نو کبرژن سلطان علاؤالدین امر وکړو چې د جمعې په خطبه کې به د ده نوم یادېږي. د دې نه علاوه په ۱۲۱۸م کې هغه د مغلو سره د ازاد تجارت یوه لوظنامه وکړه چې په بغداد کې عباسي خلیفه ناصرالدین پرې اندیښمن شو. د نورو سیمو او د مال د نیولو په هوس، چنګیزخان د تجارانو په جامه کې خپل جاسوسان هم خوارزم ته وراستول.
یو وخت د منګولیا څخه د بیرته تلونکي د بخارا تاجران په ترکمن سرحد د جاسوسۍ په شک ایسار کړی شول. د هغه ځای حاکم ” ینالخان” د دوی مال ته سترګې سرې کړې او تجاران يې ووژل. چنګیز خان خپل استاځی د احتجاج لپاره خوارزم دربار ته واستاو، ینالخان ته د سزا غوښتنه يې وکړه او د بدل اخیستو ګواښ يې وکړو. سلطان علاوالدین په قهر هغه استاځی ووژلو، د نورو ملو ږیرې يې وخریلې او بیرته يې واستول.
چنګیز اوس د یو لوی جنګ ته مټې ونغښتې او د بغداد خلیفه يې خبر کړو. خلیفه چنګیز خان ته يې ډاډ ورکړو چې که هغه په خوارزم حمله وکړه نو دی به بې طرفه پاتې وي.
په ۱۲۱۹م کې چنګیز د لوی لښکر سره خوارزم ته روان شو چې اندازه يې تر ۲۰۰ زره ښودل کېږي. خو د کاشغر (سنکیانګ) سرحد ته دې پوځ یوه وړه برخه د چنګیز زوی “جوجی” په مشرۍ ورسیده. چنګیز پخپله د التای په غرونو کې په یوه اوږده لار بخارا ته روان وو. خوارزم شاه له دې بې خبره، خپل ټول پوځ چې ۴۰ زره سپاره او شا و خوا یو لک پلي وو، کاشغر ته دفاع لپاره واستاو. هلته دریو ورځو په جنګ کې د خوارزم مرګ ژوبله زیاته وه او علاوالدین نزدې مغلو نیولی و، خو د هغه خپل تنکي زوی جلال الدین په مهارت له میدانه وویستلو.
د خوارزم لوی ښارونه بخارا، سمرقند او ارګنچ پرله پسې مغلو لاس ته ورتلل او هر ځای، د وژل شویو خلکو د سرونو منارې يې جوړولې. علاوالدین د خزر(کیسپین) په ټاپو د ژوند وروستۍ سلګې اخیستې، د ده دوه زامن وژل شوي وو او جلال الدین يې وارث و چې خراسان ته ورغلو. د چنګیز زوی “تولویی” ورپسې و او په لاره يې بلخ، مرو، نیشاپور او هرات ویجاړ کړل. هرات بې له جنګه د مغلو لاس ته ورغلو.
د ۱۲۲۱م په سپرلي کې جلال الدین په ” پروان” کې د مغلو سره وجنګیدو او دوی ته يې ماتې ورکړه. چنګیز پخپله هلته لاړو او په بامیانو کې يې دومره قتل و غارت وکړو چې تر اوسه د غره یوه کلا د ” شهر غلغله” په نوم یادېږي. جلال الدین مغلو ته پیغام واستاو چې د عام ولس د وژلو په ځای زما پوځ سره مقابله وکړه. ده د خپل ملاتړ لپاره نورو حاکمانو ته پیغامونه واستول خو څوک وړاندې نشول. ده له غزني څخه هند ته مخه کړه او باچا شمس الدین التمش نه يې مرسته وغوښته خو هغه ترې ډډه وکړه.
د پارس په جنګونو کې جلال الدین لښکر ته د مغلو یو ښکلی اس هم په لاس ورغلی و. په دې د دوو سردارانو امین الملک او سیف الدین اغراق تر منځ شخړه پیدا شوه او په یو بل يې تورې وویستې چې د امین الملک ورور ووژل شو. دی د جلال الدین خسر و او سیف الدین د سلطان له ویرې د شپې خپلو جنګیالو سره له خیمو ووتلو. په دې کار د جلال الدین سره ۳۰ زره شا و خوا کسان پاتې شول چې مخه يې پنجاب ته وه.
د اباسین پرغاړه د اټک او “هنډ” تر منځ ۵ میله پلن او ۱۲ میله اوږد یوه شنه دره ده. د نیلاب سیند هم هلته د اباسین د اوبو سره ورګډ شي. د خوارزم لښکر د سیند نه پورې وتلو لپاره وخت نه لرلو او هم هلته د مغلو مقابلې لپاره يې مورچې جوړې کړې. د نومبر په ۲۰ تاتاري لښکر ورباندې لکه د مچانو حمله وکړه. په دریمه ورځ جلال الدین خپل تکړه جنګیالي د چنګیز وژلو لپاره واستول او دی په یو غشي ولګیدو خو له میدان ژوندی ووتلو. د ده یوه بله دسته د غر شا ته تیاره وه او د خوارزم پاتې پوځ دواړو غاړو نه راګیر شو.
په ۲۴ نومبر مغلو د یو کمان په ډول د ده لښکر محاصره کړو او د پوځ مشرامین الملک ووژل شو نو د خوارزم لښکر يې میدان پریښودو. د جلال الدین نزدې خپلوانو دی له میدان وویستلو او پینځه میله شا ته خپلو خیمو ته ورسیدو نو یواځې ۷۰۰ کسان ورسره پاتې وو. د ده ماشوم زوی ونیول شو او چنګیز پخپل لاس ووژلو. د جلال الدین مور ورته له خیمې چغه کړه چې مونږ به د چنګیز پنجو ته نه پریږدې نو ده د خپل ټبر ټولې ښځې او ماشومان سیند ته واچول. هلته اوبه يې ۶۰ میټر ژور او ځای ځای پکې لوی ګړنګونه دي. خوارزم شاه خپل اس بدل کړو او له یوې لوی تیږې يې اس یره اوبو ته ورټوپ کړل. د مغل لښکر ځینو سپایانو ورته خپل لیندې او غشي برابر کړل خو چنګیز خان د لاس په اشاره منع کړل. بیا يې خپلو زامنو ته وویل، ” هغه دی میړنی”
په “باغ نیلاب” کې یو ځای اوس هم، ” گھوڑا ترپ” په نوم یادېږي چې جلال الدین پرې سیند ته وردانګلي وو. دی پورې غاړه ژوندی ووتلو او په “نندنه” کلا کې د کهوکهر رای شنکر سره پناه واخیسته. دهغه لور سره يې له واده وروسته کهوکهران ورسره مله شول او ۵ کاله د کوهستان نمک په سیمه کې خپل پوځ بیا راټول کړو. د ده په نوم هلته یوه کلا” سمرکند” په نوم مشهوره ده. ده په ملتان او نورو ځایونو کې د ” قرامته” فتنه ختمه کړه خو د مغلو مقابلې څخه منع نه شو. دی د مکران د لارې په کشتۍ کې کرمان او بیا اصفهان ته ورغلو او د نورو ځایونو مسلمان حاکمانو ته يې استاځي استول چې د مغلو مقابلې ته یو ځای شئ. بغداد ته هم لاړو خو عباسي خلیفہ، له خپلې خاورې وشړلو. په ۱۲۳۱م کې مغلو یوې دستې د ده په کیمپ ناڅاپه حمله وکړه او لښکر يې مات شو خو جلال الدین تري تم شو.
د ده په اړه څو روایات دي. یو دا چې هغه یوې دشتې کې ناپیژندلی، چا د خپل اس لپاره ووژلو. دویم دا چې هغه خپل کړه وړه بدل او پاتې ژوند يې درویشانو په شان تیر کړو. ځینې وایی چې جلال الدین د بیت المقدس د نیولو لپاره صلاح الدین ایوبي سره مله و. هند کې مغل باچاهانو په فرمایش هنرمندانو د اباسین د پیښې انځورونه جوړول.
اوس جلال الدین خوارزم شاه د ازبکستان د یو ملي اتل په توګه نمانځلی شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *