د جنوری ۱۹۳۵م د صوبه سرحد ګورنر “رالف ایډوین هوچکین ګریفت” پیښور ختیځ په ”
تارو جبه” کې د ۲۵۰ واټ (توان) ریدیو ټرانسمیټر د ودانۍ لومړۍ خښته نصب کړه.
ټرانسمیټر د نشریاتو ټاور (پایه) او ورسره د دې مشین وي چې یوه کوټه کې ساتلې شي او یو مسلکي انجینیر ورته پکار وي. د پښتنو په سیمه کې، لومړۍ امتحاني خپرونې د یو پوځي بارک څخه پېل شوې او د اوریدو لپاره په نزدې کلیو بانډو کې د لرګي په ستنو لوی سپیکرونه به ځوړند وو.
د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې د یورپ سمندري بېړیو کې داسې ټیلیفون به موجود وو چې د هوا د لارې خپل پیغام يې نورو ته استولی شو. دا د ” وایرلیس ( بې سیم) په نوم یادیدل. د اطالیې یو “برقي انجینیر” ګوګلیالمو مارکوني به په بحري بېړیو کې ګرځیدو او څو کاله يې تجربې کولی چې پر زمکه هم د هوا په څپو غږ (صوت) تر لیرې خپور شي. په ۱۸۹۵م کې هغه یو کلومیټر لیرې ” مورس کوډ” په هوا کې واستاو. خو اطالوي حکومت د مارکوني ملاتړ و نه کړو نو دی برطانیې ته لاړو. هلته ده په ۱۸۹۷م کې د بې سیم ټیلیګراف- ټیلیګرام ټیکنالوجي يې رجسټر کړه.
د دې لپاره بریښنا (بجلي) پکار نه وه او مارکوني د نړۍ په څو ملکونو کې د تجربې لپاره لوړې ستنې (ټرانسمیټړ) ودرولې چې د اوسپنې تارونه به ورسره نښتي وو. د لیرې ځای نه غږ اوریدو لپاره چې کومه آله جوړه شوه، هغه ډېره ساده او یو مقناطیس به د څو تارونو سره د لرګي پر تخته نښتې وو. ورسره یو غوږوځې (هیډ فون) و چې خلکو به غوږ ته نیولو. په ۱۹۰۹م کې مارکوني د یو بل انجینیر ” فریډریک براون سره په ګډه د نوبل جایزه وګټله.
تر ۱۹۱۲م د ټیلیګراف ټیکنالوجي، د ریډیو په نوم مشهوره شوه. د لومړي نړۍ وال جنګ ( ۱۹۱۴-۱۸م ) کې توپچیانو یو بل ته د پیغام استولو لپاره، له دغې ټیکنالوجي کار واخیستو. په ۱۵ جون ۱۹۲۰م کې د برطانیې په چمسفورډ کې د آسټریلیا یوې نامتو د آپرا سندرغاړی “نیلي میلبه” د مایکروفون مخ ته سندره وویله چې د یورپ په ځینو ښارونو کې واوریدل شو. ریدیو ایجاد د نړۍ تاریخ بدل کړو.
په ۱۹۲۳م کې د کلکتې نه یو ټرانسمیټر خپرونې کیدې او د جون په میاشت کې د بمبۍ ریډیو کلب په نوم هندوستان کې لومړي ریدیو نشریات پېل شول. د “هندي براډ کاسټنګ کمپنۍ” په نوم یو سټیشن، په ۲۳ جولای ۱۹۲۷م کې له بمبۍ خپرونې پېل کړې. بل کال په لاهور کې يې هم یو ټرانسمیټر نصب کړو چې د بمبۍ خپرونې به يې نشرولې شوې. انګریزانو په ریډیو ځان له تبلیغات کول او په ۱۹۳۰م کې يې دا سرکاري اداره کړه چې نوم يې انډین سټیټ براډ کاسټینګ سروس ( هندي سرکاري خپرونو سروس) و.
په ۱۹۳۳م کې دوی د ریډیو خپرونو لپاره یو قانون او په مارچ ۱۹۳۵م کې د برطانوي حکومت یوه ځانګړې شعبه جوړه کړه، د دې مشر به ” کنټرولر” نومیدو چې د خپرونو څارنه وکړی.
په ۱۹۳۶م کې دلي کې د ریډیو ودانۍ جوړه او د خپرونو مشر(کنټرولر) ای- ایس بخاري وټاکل شو. په ۸ جون ۱۹۳۶م د هندي ریدیو نوم ” آل انډیا ریډیو” او د دې یوه مرکزي څانګه ( سي این او) د خبرونو دنده پر غاړه لرله. په ۱۶ جولای د پیښور ټرانسمیټر چې د صوبای حکومت په لاس کې و، دغه خبرونو په نشرولو لاس پورې کړ.
په لومړي اپریل ۱۹۳۷م، مرکزي حکومت د پیښور ریډیو په خپل لاس کې واخیستو او تر مارچ ۱۹۳۹م يې دا ” ریلی سټیشن” وساتلو چې له دلي يې د خبرونو بولیټن او سندرې نشرولې. د پښتونخوا په کلیو کې د لویو ستنو سره ځوړند لاوډ سپیکر ته به خلک د دې اوریدو لپاره راټول وو.
د دویم نړۍ وال جنګ د پېل سره د ریډیو اهمیت هم زیات شو او په اکتوبر ۱۹۳۹م کې د دلی آل اندیا ریدیو څخه ” بهرنۍ سروس” په نوم څو ژبو کې نشریات پېل شول. په دې کې پښتو خبرونه هم وو چې هدف د جرمني خلاف پروپاګنډ و.
د انګریز لپاره، صوبه سرحد مهم او د جرمني نه علاوه د روس خطر لیدای شو. دوی د سیمې لویو خانانو ته د لرګي جوړ ریدیو ګان هدیه کړل او د هغوی په حجرو کې به خلکو ماښام خبرونه اوریدل. بیا داسې اوازه ګډه شوه چې انګریزان په حجرو کې د خانانو خبرې هم اوریدای شي. ملایانو، ریډیو د شیطان آله او ددې اوریدل کفر ګنلو. حکومت غوښتل چې ریدیو د ټولنې د اصلاح لپاره وکارول شي نو د دې لپاره يې یو مفصل قانون ولیکلو. د اطلاعاتو او کلتور وزارت يې جوړ کړو او د ریډیو مشر ته يې ډایریکټر جنرل نوم ورکړو.
تر ۱۹۴۲م د پیښور ریډیو لپاره یوه ځانګړی ودانۍ جوړه شوه چې اوسني کانټی نینټل هوټل ته مخامخ وه. په ۱۹۴۲م کې سمندر خان سمندر به د “حجره” په نوم یو پروګرام لیکلو چې ماښام به خپریدو او خلکو به په شوق اوریدو. د دې دوه کردارونه “توکل خان” او شاه پسند خان مشهور و چې عبد الله جان مغموم او قاضي احمد علي لوبول. د پښتو سندرغاړو لکه باچا زرین جان، سبز علي، قمرو جان او اولمیر له پیښور ریډیو به سندرې ویلې. وروسته ځینې سندرې يې په بمبۍ کې ریکارډ شول چې د تور تبخي په شان وو او خلکو به ورته ” ککوړی” ویل. دا ککوړي اوس هم د پخوانیو ریډیو ګانو په آرشیف کې پراته دي.
په ۱۹۴۷م کې له وېش وروسته پیښور ریډیو د پاکستان حکومت په کنټرول کې دی. په ۱۹۸۵م کې ددې یو نوی تعمیر ” سوری پل” ته نزدی جوړ شو او پخوانۍ کې د سپریم کورټ ( سترې محکمې) دفترونه دي.