وندې ماترم


د هندوستان ملي ترانه د بنګالي ژبې یو شعار دی چې مفهوم يې ” د موربنده یا د مور زامن” کېږي.
په ۱۸۷۲م کې د بنګال یو لیکونکي ” بینکم چندرا چیټرجی” د بهار په ” پورنیه، دانا پور او ترہټ په سیمو کې د انګریزخلاف په یو پاڅون اغیزمن شو. بینکم هغه وخت د انګریزانو ملازم و او په ډاګه يې د هغوی خلاف خبرې نشوی کولی. ده یو ناول ” آنند مټه” ولیکلو چې پکې د هند خاوره د “درګا” اسطورې په شان او هلته ټول اوسیدونکي د دې اولاد (زامن) ګڼي. دی د انګریز نه وړاندې مسلمان حاکمانو ته بد وایی چې د بنګال شته مني يې او ډلي ته یوړه. یو ځای لیکي، ” تر څو چې مونږ دا اواره سرکوزي له خپلې خاورې و نه شړل، خپله هندو عقیده څنګه ژغورلی شو. دی د ټول هند اوسیدونکو ته خواست کوي چې د خپلې غم زپلې او مظلوم مور نمانځنه وکړي او له ظلم او استبداد يې وژغوري. هغه وخت، په ځینو سیمو کې خلکو د انګریز خلاف خبرې کولی خو د خپلواکۍ مبارزه نه وه پېل شوی.
په ناول کې د ده یو نظم شروع ” وندی ماترم” و.
په ۱۸۹۶م کې نامتو لیکوال رابندرناتهه ټېګور( ټهاکر) د هند د ملي کانګرس ګوند په غونډه کې د “وندې ماترم” شعر زمزمه کړو. په ۱۹۰۵م کې انګریزانو بنګال په دوو برخو وویشلو نو ولس دا له انګریز څخه د خپلواکۍ ترانه کړه. دا په سانسکرت کې وژباړل شوه.
دا ترانه د هندو (برهمني) عقیدې سره هیڅ تړاو نه لري خو د هند زمکې ته د درګا درجې ورکولو په سبب غیر هندوانو او په تیره بیا مسلمانانو ورته په بده سترګه کتل. هم هغه وه چې د خپلواکۍ څخه وروسته د هند لومړي وزیر اعظم جواهر لال نهرو “وندی ماترم” د ملي ترانې په توګه نه منلو. د هند د اساسي قانون لیکل کیدو په وخت هم پکې دا ترانه نه وه. خو د قانون ساز کمیټې مشر ډاکټر راجندر پرساد په ۲۴ جنوري ۱۹۵۰م کې په خپل مخ سر، اعلان وکړو چې ” وندی ماترم” باید د یو ملي ترانې په توګه وویل شي. وروسته، د مدراس لوړې محکمې امر وکړو چې وندی ماترم په تامل کې ترجمه، او په ښوونځو کې دې وویل شي. وروسته دا په یو هندي فلم کې د هند نامتو سندرغاړو لتا منګیشکر او هیمنت کمار وویله.
د سانسکرت نظم مفهوم داسې دی.
موری زه تا ته سر ټیټوم.
ستا روانو ویالو ته چې ځلاند باغونه او یخ بادونه لري.
ستا د توري خاوری میدانونو ته… ای موری ته آزاده یې
ستا په څانګو، لویو سیندونو او په سمسورو ونو، د سپوږمۍ د رڼا خوبونه…
موری ته راحت بخښونکی، خوږه خندا لرونکی يې…زه دې پښې ښکلوم. ته نرمه او خوږه خبره کوې او زه درته سر ټیټوم.
کله چې ۷۰ میلینو لاسونو کې توره وځلېږي او ۷۰ میلینه اوازونه پورته شي نو
له یو ساحل تر بلې، څوک به ستا نوم واخلي او وایی چې ته پخپله خاوره کمزوری يې…
د ډېرو زوره ورو او ځواکمنو ته به ستا نوم اخلو. ای موری …ځواکمنې
له ویبپاڼو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *