د پیښور صدر په لویو باغونو کې یو ښایسته دوه پوړیزه کور په ۱۷ پېړۍ کې د مغلو
نامتو مهندس علي مردان استوګنځای و. دی یو وخت د پارس د صفویانو له خوا د کندهار حاکم و چې مغلو ته تسلیم شو. بیا د کابل ګورنر شو نو ژمې به يې پیښور کې تیراو.
د علی مردان حوېلۍ د جوړیدو نېټه نه ده معلومه خو داسې اټکل دی چې د ۱۶۴۰ او ۴۵م تر منځ به پرې کار شوی وي. د پخو خښتو او دننه په پلستر پوښلی، دغه حوېلي په خپل وخت کې د معمارۍ یو شاهکار و. د دې چاپېره محرابي دالانونه او په زمکه کې د ګچ لوی پایپونه غځول شوي وو. حمام ته تودی او یخې اوبه به د دغو پایپونو په لاره ورتلې. د ګنده اوبو پایپ له ودانۍ لیرې دریو حوضونو ته تلې. علي مردان د دې نه وړاندې په ډېلي کې هم د اوبو د نکاسۍ نظام جوړ کری و.
د دغې استوګنځي دننه په دېوالونو او محرابي دروازو رنګین انځورونه (فریسکو) جوړ شوي وو. د ګلدار حاشیو نه علاوه مارغان هم ښکاري چې د ځینو مخونه د انسانانو او په سر يې تاجونه دي. د انځورونو نقشه به لومړی په کاغذ جوړیده چې په لمده خټه به يې ونښلوله. بیا به په نري میخونو دغه انځور په خټه کې نقش کړو او له وچیدو وروسته به يې رنګاو.
په ته خانه ( تکاوۍ) کې د خزانې لپاره دکانچې او پوڼۍ د مکملو زاویو سره پکې جوړ شوي دي. د استوګنځي سره نزدې په باغ کې د لرګي یو لوی دالان او ورسره د اوبو فواره وه. هغه وخت د پیښور بالاحصار کې به پوځ پروت و نو علي مردان ځان له دغه ساده او وړوکی کور جوړ کړو. د مغلو برعکس دراني باچاهانو لویه کلا کې کې ژوند کاو او معلومه نه ده چې په دغې حویلۍ کې څوک اوسیدل.
کله چې پیښور سیکانو ونیولو نو په ۱۸۲۷م کې د رنجیت سنګ یو فرانسوی جنرل ” کلاډ آګسټ کورټ” د خپل ټبر سره پکې تر ۱۸۴۳م میشت و. په ۱۸۴۷م کې د پیښور لومړي انګریز ډپټي کمشنر جورج لارنس دغه حویلي سرکاري استوګنځای کړو. د نیمه پوځي ځواک د ګایډ مشر جنرل لمسډن هم دلته پاتې کیدو. تر ۱۸۸۰م دلته انګریزانو خپله خزانه او وسله ساتله او تر ۱۹۰۷م د پیښور د بریګیډ مرکز و خو د پېړۍ تر پای بې غوره او په رژیدو شوه.
په ۲۰۱۵م کې صوبای حکومت او پوځ په مرسته د دې د رغولو کار پېل شو. د دیوالي انځورونو لپاره د ایران نه ماهران ورته وبلل شول او د ۵۷ میلینه روپو په لګښت اوس د علی مردان حویلي خپل پخواني حالت ته راوستل شوی ده. خو د ولس لپاره اوس هم د دې لیدل ممنوع دي ځکه دا د ” کور کمانډړ” استوګنځي شا ته دی.