د خیبر په دره کې د څو غرونو واورې د خوړ په بڼه جمرود ته رسېږي. په دوی کې د
یخو اوبو یوه لرغونی تالاو “لالا چینه” نومېږي.
د وریښمو په لار تلونکو راتلونکو قافلو د دغې اوبو سره پړاو کاو او بیا به وړاندې تلل. د لالا چینې سر د سپین غر په غونډیو کې دی او د دې ذکر پخوانیو متنونو کې هم شته. خو په ۱۸ پېړۍ کې یو انګریز جاسوس جورج فوسټر چې د یو تجارتي قافلې سره مله و، لالا چینې په اړه لیکي چې دا د اپریدو په کنټرول کې ده. له دغه چینې ځایی میرمنو اوبه وړل او کله چې د قافلې یو سرکاري کس د تیمور شاه لپاره د سوغات سپي هلته اوبو څښلو لپاره یوړل نو ښځو په تیږو وویشتو. په ۱۹ پېړۍ کې د جمرود کلا جوړولو په وخت سیکانو په غونډۍ د اوبو کمښت سره مخ وو. دوی د اپریدو سره معامله وکړه او د پېسو په بدل کې يې د لالا چینی اوبه کلا ته وړلې. وروسته د انګریز پوځ به هم د چینې سره نزدې پړاو کاو او د اوبو لپاره به يې اپریدو ته پېسې ورکولې. په ۱۸۷۸م کې جنرل نیول چیمبرلین د علی مسجد کلا دار فیض محمد خان سره د دغې چینې پر غاړه ملاقات وکړو.
دغه چینه اوس وچه ده ځکه یو خو په ژمي کې په غرونو واوره لږ ورېږي. بله دا چې د اوبو په لاره ځینو خلکو ورته پمپونه لګولي دي. اوس ځایی خلک لالا چینه د یو کلي په توګه پېژني.
د لالا په نوم یوه چینه په پکتیکا کې هم شته خو څرګنده نه ده چې د هغې تاریخ به څه وي.