د کندهار دودیزه ودونو پښتو سندرې، بابو لالې یا ببو لالی نومېږي.
ولسي شاعري اکثر زمزمه کېږي چې کله کله مفهوم يې نه وي. د نیمې مصرعې په منځ کې “های…زار…الله…. وای او قربان بدرګه کېږي. ببو لاله څوک وه او څه وخت د سندرو دا ژانر رامنځ ته شو څوک خبر نه دی. خو ممکن د ۱۹ میلادي پېړۍ د ښځو له خوا وویل شول. په کندهار کې “مسلیان” یا خانه بدوش له ښاره بهر په خیمو کې اوسیدل. هم دغو مسلیانو ښځو به د تمبل ( دف یا دایره) سره ببو لالې ویل او پیسې به يې راټولولې. ببو لالی یواځې د واده په وخت يې ویل چۍ پېل يې د نکریزو کیده.
” ببو لالی… لاس يې سره، الله…
پښې يې ګلدارې…ببو لالی…
پرې بوره نه سې…الله
د ناوې مورې… وای وای الله…د ناوې مورې…”
د ناوې سر جوړول ځان له یو دود و چې د هغې ورور به يې رابللو. د سپینو زرو په یوه سلایی (سیخ) به يې ناوې ته په ویښتو کې لاره جوړوله. دغې سیخ ته به يې هم ” لار” ویل.
” رور يې راسه..الله
ببو لالی…لار يې باسه وای..
که د سرو زرو لار نه وي…ببو لالی
د هوسۍ په ښکر يې باسه…الله …”
د ناوې ژړا لپاره به يې ویل.
په ګلو پشم الله…وریدلی…
ببو لالی …د خانانو صبر…صبر دی کړی دی…الله
ناوې مه ژاړه په زوره…ناوی مه… ببو لالی…ټولې همزولی درته ناستې دي چې در…درنکړي پیغوره…ببو لالی.
د اوښ پښه به يې تړلې وه او ناوې به يې کیجاوې ته بوتله.
” ببو لاله…الله مونږ ولاړ وای…الله زنګون تړلی تر هغو به…ببو لاله..الله …اس ولاړ زنګون تړلی وی…ببو لاله …تر هغو به يې لاس نه کړو …ببو لاله…الله زما آغا نه دی راغلی.
په دې موقع د ورا ( جنج) سره تلونکو ښځو به هم ببو لالې ویل
تر بالښت لاندې انار دی…الله
داسې زوم مو دروستلی…ببو لالی
چې نامتو د خپل د یار دی…د یار دی الله
د دې جواب به دا و.
زمونږ ناوې چې درځي، درځي ببو لالی
هلته به سرداره شي الله
خانه! ته يې مزدور…ببو لالی …دا دې باداره شې…باداره ببو لالې
ناوې به د اوښ په کجاوه، اس یا په ډولۍ کې رخصت شوه او له کوره، د کلي تر څنډو به ورسره پلار روان و. ورا ( جنج) به کله چې خپل کور یا کلي ته ورسیده نو هلته د کورونو په بام (چت) نورو ښځو به ورته هرکلی ویل.
ببو لالې د ورا سر…سر تر کلي وخوت وای…
ببو لالې …دغه زما جانان دی…الله
چې له زرو..له زرو سره وخوت…ببو لالې
د ببو لالو په شاعرۍ کې ردیف، قافیه او څه ربط نه لیدل کېږي. یوه بیلګه يې داسې ده چې
” توکل کړئ…راواخله کجاوې ورته کېږده. مېږې پنډې و رهېږي. ناوکۍ مونږ در وړې. اوس نو څوک به ولاړېږي.
په دې سندرو کې یواځې ببو لالې دومره تکرار شي چې اوس محاوره ترې جوړه شوی ده. د یو کس په اوتو بوتو یا تکراري خبرو، “فلانی زړې ببو لالې وایی” یو متل دی.
د دې ولسي سندرو دایره تر کندهار او د دې شا و خوا سیمو محدوده وه او اوس یو څو ترې پاتې دي چې نویو سندرغاړي يې بیا بیا وایی.