اکبر خان

Created by AccuSoft Corp.


په ۱۱ جون ۱۸۴۲م د لندن په انځوریز پاڼې د اکبر خان یو انځور خپور شو چې پوره پوځي لباس او وسلو سره، په یو ځغلنده اس سپور دی.
د امیر دوست محمد پینځم زوی محمد اکبر خان په ۱۵ اکتوبر ۱۸۱۶م کې و زیږېدو. د ۱۸ کالو په عمر کې دی د جلال اباد یو بغاوت ختمولو لپاره ترونو سره مله و. د ۱۸۳۴م په اوړي کې کله چې د شاه شجاع او انګریز پوځ کندهار کلابند کړو نو هلته اکبر خان په سخت جنګ کې مات کړل. په ۱۸۳۶م اکتوبر کې د سیکانو جنرل هری سنګ، په جمرود کې “فتح ګړهه” کلا کې۸۰۰ پلي، ۲۰۰ سپاره، ۲۲ لوی وړې توپې، ټوپک او بارود زیرمه ځای په ځای کړل.
امیردوست محمد د جنګ نه ډډه کوله خو د خيبر قبایلو ورته پيغام واستاو چې که د سیکانو مخه يې و نه نیوله نو دوی به رنجیت سنګ خپل باچا اعلان کړي. امیر خپل ورورعبد الجبار خان په مشرۍ، یو لښکر پیښور ته روان کړو چې محمد اکبرهم پکې و. دوی په “ډکه” کی چاوڼۍ جوړه کړه او د خیبر قبایلو په شمول د غازیانو شمېره ۲۵ زرو ته ورسېده.
په ۲۳ اپریل ۱۸۳۷م محمد اکبر د جمرود کلا چاپېره توپې ولګولې او تر ۱۰ ورځو وړې شخړې کیدې. هری سنګ په ۶ ورځو کې د اټک، شبقدر او هریپور نه کومک راوغوښتو او په ۳۰ اپريل میداني جنګ کې په یوې ګولۍ ژوبل (ووژل) شو. محمد اکبرغوښتل چې پیښور ښار ته ورننوځي خو جبارخان يې مخالفت کاو. امیر دوست محمد سمدلاسه یو لیک کې دوی ته د بیرته راتلو وویل او کله چې کابل ته ورسیدل نو محمد اکبر ته د غلام احمد پوپل لور په نکاح شوه.
په ۲۷ جون ۱۸۳۹م د رنجیت سنګ په مرګ سره د هغه زامن پخپلو کې په جنګ شول نو شاه شجاع د انګریز پوځ په بدرګه کابل ته روان شو. محمد اکبر د پیښور د نیولو لپاره بیا خیبر ته روان و چې کابل سقوط وکړو او امیر دوست محمد بې له جنګ انګریز ته سلامي شو. دی د ۱۸۳۹ م په نومبر کې د خپل ټبر خلکو سره مسوري (هند) ته جلاوطن شو. محمد اکبر د ۳۰ شا و خوا ملو سره د بخارا امیر سره پناه واخیسته.
تر۱۸۴۱م په کابل کې ۲۰ زره انګریز(هندي) پوځ ځای په ځای شو. په ښکاره افغانستان کې آرامي وه او د انګریز پوځ لویه برخه ووتله خو د امنیت لپاره بیا هم ۸ زرو نه زیات عسکر پرېښي وو چې ځینو افسرانو خپلې کورنۍ هم راوستې وې.
د بخارا امیر نصر الله یوه ورځ په دربار کې افغانانو ته پیغور ورکړو چې د محمد اکبر لپاره د زغملو وړ نه وو. په بل سهار دی له بخارا ووتلو خو امیر ورپسې د ۲۰۰ پوځیانو دسته واستوله. د دواړو ترمنځ شخړې کې د مرګ ژوبلې نه وروسته، اکبرخان او مله يې په زندان کې وغورځول. د یو کال د قید څخه وروسته، د بتخاک نامتو ملا عبد الشکور په سفارش دوی خوشې شول. ۲۲ کلن محمد اکبر په “خلم” کې میشت شو او د ۱۸۴۰ له اپریل تر ستمبرهلته نه يې په کابل وړې حملې کولې. د انګریز یو لوی مخالف محمد زمانخان په بلنه، محمد اکبر کابل کې ورسره یو ځای شو او انګریز پوځ د ویستلوغوښتنه يې وکړه. په ټول افغانستان کې تاوتپ مخ په زیاتیدو و او د نومبر په ۲ نېټه ۱۸۴۱م د کابل قهرژن خلکو د الیګزانډر برنز کور ته اور واچاو. برطانوي استاځي میکناټن د باغي افغانانو سره یوه لوظنامه دستخط کړه چې انګریز پوځ به له افغانستان ووځي او شاه شجاع به بې وسلې هند ته لاړ شي. خو هغه وخت د لوظنامې برعکس د میکناټن نور لیکونه افشاء شول. محمد اکبر د سردارانو په مشوره په ۲۳ دسمبر ۱۸۴۱م د کابل په جنوب کې په یوې غونډۍ، د خپلو دوو ملو سره مذاکراتو ته ورغلو. هغه دوه لوظنامې ورته ښکاره کړې چې په یوه کې د انګریز پوځ د وتلو او بل کې د پاتې کیدو خبره وه. بیا میکناټن يې په دې نیت له مټ ونیولو چې هغه به یرغمل وساتي خو ناڅاپه یو انګریز محافظ ډزې پېل کړې نو اکبرخان، په خپله طماچه میکناټن ووژلو.
جنرل الفنسټون سمدلاسه یوه بله لوظنامه کې له کابل د وتلو ژمنه وکړه. په دې کې ورته د بدرګې ضمانت ورکړی شوی و خو په لاره چور چپاو او د غرونو د قبایلو په حملو ډېر پوځ ووژل شو. زخمي، ښځې او ماشومان په څو ځایونو کې بندي وساتل شول. شاه شجاع د کابل نه بهر د زمان خان زوی شجاع الملک ووژلو.
د مارچ په ۱۳ نېټه ۱۸۴۲م کې محمد اکبر د جلال اباد چاوڼۍ د محاصرې تابیا کوله چې د ده ساتندوی پاینده محمد پرې د شا څخه د طماچې ډز وکړو. دی يې ونیولو نو وې منل چې انګریز د پېسو (۵۰ زره روپۍ) لپاره يې دا کار کړی و. پرمټ زخمي اکبر خان ورته بخښنه وکړه خو نورو افغانانو وروسته ووژلو.
د اپریل په ۲۵ له لودیانې، اکبرخان ته خپلې کورنۍ یو لیک کې وویل چې مونږ لس ورځې کېږي، ډوډۍ نه ده خوړلې. د یرغمل کسانو د فشار سره هم محمد اکبر وویل: ” که زما کورنۍ ختمه شي بیا هم زه له خپله فیصله نه بدلوم.” ده لغمان څخه د کابل سردارانو ته په چاوڼۍ د یو مخیزه حملې وویل خو هغوی پخپلو کې ناندرۍ وهلې. محمد اکبر د می په پینځمه کابل ته ورسیدو نو د زمانخان په ملاتړ، بالاحصار څخه يې د توپو ډزې پېل کړې. پخپلو کې په جنګ اخته باغیان روغې ته تیار شول او امین الله خان لوګري محمد اکبر ته خپله لور په نکاح کړه. بیا د شاه شجاع زوی، فتح جنګ د افغانستانه باچا او اکبر خان يې د ده وزیر وټاکلو. خو فتح جنګ د انګریزانو سره پټې اړیکې ساتلې وې او د ده یو لیک ونیول شو نو وزیر اکبرخان په بالا حصار کې نظر بند کړو.
اخوا انګریزانو، امیر دوست محمد ته شرط کیښودو چې دی د کابل پر تخت بیا کیناستی شي خو “زوی ته به امر کوي چې، له جلال آباد خپل ځواک وباسي، د هندوکش بلې غاړې ته ورشي او باغي مشران دې خواره واره کیدلو ته اړ کړي.” امیر دا شرایط په منلو، خپل لیک او نښه د زوی په نامه ولیږل.
اکبرخان د اګست په لومړیو کې ټولو غازیانو ته د جنګ بندولو امر سره برطانوي یرغمل بامیانو ته واستول. شهزاده فتح جنګ وتښتیدو او ګندمک کې يې انګریزانو ته ځان وسپارلو.
اکبر خان د ۵۰۰۰ غازیانو سره په ګندمک او بیا په “تیزین” حمله وکړه خو له ماتې وروسته “ایستالیف” ته لاړو. د انګریز پوځ د ستمبر په ۱۶ جنرل پولک په مشرۍ بیا کابل ته ننوتلو او فتح جنګ بیرته باچا شو. د کابل (چارچته) تاریخي بازار له سیزلو وروسته، ایستالیف ته يې هم اور ورته کړو. د دواړو غاړو د یرغمل کسانو تبادله پېل شوه او شهزاده فتح جنګ، د خپلو نورو پلویانو سره هند ته لاړو. امیر دوست محمد د ۱۸۴۳ م په جنوري کې له لودیانې لاهور او بیا پیښور د لارې “علي مسجد” ته ورسیدو نو هلته زوی ورته ستړي مه شي وویل. د کابل پر تخت د کیناستو سره امیر د زوی په ویاړ په خپله سکه دا شعر کنده کړو.
” سیم وطلا به شمس وقمر میدهد. نوید وقت رواج سکه پاینده خان رسید.
بزد زفضل وعنایت خالق اکبر امیر دوست محمد دوباره سکه به زر. ”
په ۱۸۴۵ م انګریز پوځ په پنجاب حمله وکړه نو سیکانو د خپل دفاع لپاره امیر دوست محمد نه مرسته وغوښته. اکبرخان پلار ته مشوره ورکړه چې سیکانو سره به د ملاتړ په بدل کې پیښور بیرته واخلي. خو امیر د انګریز سره دشمني نه کوله او اکبر خان د ده د مخالفت سره هم د افغان پوځ یوه دسته د “سوبراون” په جنګ کې د سیکانو ملاتړ ته واستوله.
په ۱۸۴۶ م کې هغه د تګاب شورش ختمولو لپاره لښکر یوړو او هلته بلوه ګر يې ووژل. بیا په ننګرهار کې باغي مشران يې ارام کړل او په ۱۸۴۷م ستمبر کې د پښتونخوا د بیرته نیولو لپاره تیاري کوله. په لغمان کې دی ناروغه او په مرموزو حالاتو کې مړ شو. تاریخونه وایی چې ۴۱ کلن محمد اکبر د کولرا یا د ملیریا په ناروغۍ وفات شو. خو داسې اوازه ګډه شوه چې یو هندي ډاکټر ورته په ګولۍ کې زهر ورکړي وو د ده د وصیت سره سم، د محمد اکبرمړی يې د مزارشریف په روضه کې خاورو ته وسپارلو.
وزیر اکبرخان درې ودونه کړي وو. یوه میرمن يې د غلام احمد پوپلزي لور، بله د امین الله خان لوګري لور او دریمه د هرات والي یارمحمد خان الکوزي لور وه. د ده ۴ اولادونه، فتح محمد- جلال الدین-همدم سلطنت بیګم او مریم بیګم ترې پاتې شول.
سرچینی
۱. افغانستان د تاریخ په بهیر کې.میر غلام محمد غبار(ژباړن. اورنګزیب ارشاد. دانش خپرندویه ټولنه.۱۳۹۳ ل- ۲۰۱۵ ز.
۲. اکبر نامه- حمید کشمیری. پښتو منظومه ژباړه، محمد شریف جانان کاکړ کندهاری. ډاکټر رفیق څېړنیز مرکز، کاسی روډ کوټه. ۲۰۱۱ ع.
۳. افغانستان او سرحد- یوه تاریخي جایزه. پروفیسر عبد الحئ. حاجی فقیر محمد اینډ سنز. ۱۹۸۸ م.
۴. زمونږ غازیان. محمد ولی ځلمی. د افغانستان د علومو اکادمی. ۲۸ اسد ش ۱۳۶۸
5. Afghanistan and British India. (1793-1907) Asghar H. Bilgrami. 1972. Sterling Publishers (p) Ltd. New Delhi-
6. A Journal of the Disasters in Afghanstan 1841-42. Lady Sale. London 1843.
7. Journal of an Afghan prisoner. Vincent Eyre, 1843. Routledge and Kegan Paul, London.
8. Return of a King: The Battle for Afghanistan, William Dalrymple. 2012. Bloomsbury Publishing.
9. The Sikhs and the Afghans. Shahamat Ali. 1847. Amar Prakashan, New Delhi 1987.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *