د کتابونو خزانه


د ۱۹ پېړۍ په نیمایی کې د هندوستان د یو مسلمان محمد بخش د خپلو مشرانو د څو قلمي نسخو
یو غونډ په کور کې وساتلو . دا د خدابخش لایبریري بنسټ و چې اوس د نړۍ یو بې ساری کتابتون دی.
د لایبریري په ۱۴۰۰ نایابه صحیفو کې د محمد بخش زوی د عربي، فارسي او اردو نه علاوه د هند د نورو ژبو ۲۶۰۰ نادر نسخې ورزیاتې کړې چې د شرقي علومو د څېړنو لپاره، یوه خزانه وه. د برطانیې میوزیم دا په ډېرو پېسو اخیستو لپاره خدا بخش ته وړاندېز وکړو نو هغه ورته وویل چې زه غریب سړی یم او دا کتابتون مې ټوله سرمایه ده. زه د پېسو لپاره د خپل پلار نیکونو له دغې سرمای لاس نشم اخیستی. هغه د خطي نسخو یو فهرست ۵۰۰ پاڼو کې د لیکوالانو د پیژندګلوي او تنقید سره ولیکلو چې “محبوب الباب” نومېږي.
تر ټولو پخوانیو نسخو کې د صحابه له وخت پاتې د هوسۍ په څرمنې لیکلی د سوره ابراهیم درې آیتونه او په کوفي خط کې اسلام د لومړیو کلونو څخه پاتې قران کریم دی. عباسي خلافت یو نامتو خطاط، یاقوت مستعصمی په لاس ۶۶۸هجري کې لیکلی یو قران چې ورباندې د ده دستخط هم دی، د امیر تیمور څخه تر مغل اکبر د حکومت ۲۲ کالو یو نایابه تاریخ په نستعلیق خط کې چې د اکبر درباري مصورینو په لاس جوړ شوي ۱۳۲ انځورونه او ورسره د جوړونکي او رنګونکي نومونه لیکلي دي.
په ۱۸۹۱م کې یو برطانوي ختیځ پوهه او د آسام والي سر چارلس لایل په پټنه کې د دې کتابتون افتتاح وکړه. د خدا بخش په ذیار نورو خلکو هم خپل شخصي کتابونه ورته هدیه کړل. د اسلامی علومو، یوناني طب، تصوف د منځنی پېړیو تاریخ او ساینسي علوم، تذکرې، د خپلواکۍ د غورځنګونو نه علاوه اُردو، فارسی اوعربی په سوونو کتابونه او پاڼې موجودې دي. یواځې د خطی نسخو شمیره يې ۲۰ زرو نه زیاته او کتابونه د دوو لکو شا و خوا دي. مجلې کال په کال زیاتېږي چې تر ۲۱ پېړۍ ۴۰ زرو نه زیات وو.
د هند د باچاهانو او نوابانو خطونه چې په ځینو د هغوی دستخط او مهر ثبت دی. د اکبر باچا د دور خطاطۍ نمونې، ایران، کشمیر او راجستان کې جوړ انځورونه او د قران نسخې د دې نایابه خزانه ده.
د مغلو مشهور تاریخ ” شاه جهان نامه” په لاس لیکلی او ۲۵ انځورونه لري په دوو جلدو کې دی. په یو انځور کې د شاه جهان جنازه تاج محل ته وړل کېږي. د قسطنطنیه د فاتح سلطان محمد (دویم) تاریخ ” شهنشاه نامه” په ۱۷ پېړۍ کې هند ته یوړل شو او ورباندې مغل شهزادګانو او باچاهانو خپل نومونه لیکلي دي. د شاه جهان د لورجهان آرا بیګم لاس لیک هم شته چې بل چرته نه دی لیدلی شوی.
د فردوسي د شاهنامې یوه انځوریزه کاپي چې د کابل او کشمیر حاکم علي مراد له خوا شاه جهان ته ډالۍ شوی وه. د نامتو فارسي شاعر جامي د ” یوسف زلیخا” کیسه چې د جهانګیر یو امیر عبدالرحیم خان خاناں په ۲۰ زره روپۍ د باچا لپاره جوړه کری وه. د حافظ دیوان د مغل شاهي ټبر فال کتلو لپاره کاراو ورباندې د بابر د زوی همایون او جهانګیر لاس لیک ښکاري. د اورنګزیب د مشر ورور داراشکوه خپل کتاب ” سفینته الاولیاء هم پکې شته
“جهانګیر نامه” چې د هغه لوی درباري کاتب ورته ولیکله او بیا د ګولکنډه باچا قطب شاه ته يې ډالۍ کړه. کله چې اورنګزیب ګولکنډه ونیوله نو د ده زوی شہزادہ سلطان محمد دا کتاب تر لاسه کړو او د دې په لومړۍ پاڼه د هغه دستخط دی. د خدابخش کتابتون له خوا ددې فوټو کاپي د مقدمې سره چاپ شوی ده.
د جراحۍ یوه کتاب په ۱۱۹۰ م کې الزهراوی په لاس لیکلی ” کتاب التصریف” نومېږي او انځورونه هم لري. د مصحفی ( شاعر) د اتم شعري ټولګې یواځینۍ نسخه هم دلته موجوده ده. د مها بهارت او بهګوت ګیتا فارسي ژباړې، د پالی او سانسکرت لیکنې چې د تاړ (ونه) په پاڼو لیکلي دي. د هند نامتو شخصیتونو لکه ډاکټر ذاکرحسین، علامہ محمد اقبال، راجندرپرساد، مولانا ابوالکلام آزاد او محمد علی جوهر لیکونو نه علاوه په سوونو تذکرې پکې ایښي دي.
د د ې نه علاوه ځینې نایابه پخواني ساینسي آلات او د تغلق باچاهانو نه واخلې تر مغل شاه عالم د دور ۸۰۰ سکې هم ساتل شوي دي.
علامہ شبلی نعمانی په ۱۸۹۱م کې د کتابتون په اړه یو مضمون کې لیکي، ” په اسلامي ملکونو کې د کتابونو د لیکلو لپاره لوی سرچینې د قاهره، دمشق او قسطنطنیه کې دي… د مولوی خدا بخش کتب خانه د خپل ځانګړتیا له کبله د روم، مصر، عرب او هند په نامتو کتب خانو صف کې ځای لري.
په ۱۹۶۹م کې لایبریري د حکومت په سرپرستي کې واخیستل شو او ځینو ادارو او خلکو ورته خپل کتابونه هدیه کړل. د هند لومړی وزیر اعظم،جواہر لعل نہرو په ۱۹۵۳م کې د خدابخش کتابتون لیدو ته ورغلو او وې ویل، ” د فن دغه شه پارو ته په لیدو ډېر د خوښۍ احساس يې وکړو. ده د هندوستان د تاریخ یو دور ته رڼا ورکړی ده. ”
د خدابخش کتابتون، علمي څېړونکو سره هر ډول مرسته کوي او د پخوانیو نسخو کاپیانې، په کمپیوټر د انځورونو سره موندلی شي. مایکرو فلم، مایکرو فش، سلایډ، ویډیو او غږیز ټیپونه هم بې شمیره دي چې څېړونکي ترې ګټه اخلي. دا اوس په نړۍ واله معیار عصري کار کوي. هر کال دلته د سیمنارونو او د غونډو انتظام کېږي.
له ۱۹۷۷م د “خدا بخش لائبریری جرنل” په نوم یوه درې میاشتنۍ مجله هم خپرېږي چې اوس په ویب پاڼه کې يې خلک لوستلی شي. په ۲۰۰۳م کې ما د دې کتابتون له خطي نسخو د پښتو څو کتابونه هم ولیدل چې پکې د قاسم علی اپریدي دیوان او د دریو ژبو ( پښتو –هندي اردو) یو لوی قاموس شامل و.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *