د کندهار څخه ۵۵ کلومیټر لويديځ کی د کشک نخود سیند ۳۵۰۰ کاله پخوا د ارغنداو اوبو سره سيالي کوله چې دا ټوله سیمه پرې سمسوره وه.
د دې ځاې اوسیدونکو په کال کې دوه وارې د زمکې نه غنم او جوار راټولول او یوه مخروطي غونډۍ به د هرات او فراه قافلو ته له ليرې څخه ښکاره شوه. تجارانو به دلته دمه وکړه، څاروي به يې وڅرول، ډوډۍ به يې وخوړه او د بولان درې نه وراخوا د اباسين پر غاړه يو بل لوې ښار ته ورسیدل. ځینې قافلې به د ترنک ځخه د هندوکش جنوب خوا ته لاړل.
پينځه زره کاله پخوا، د هلمند اوبه د څو غونډيو ترلمنو راتلې او غله به دومره ډېره کیده چې يوه وړه منډۍ به پکې جوړه وه او خلکو به ورته ” منډيگک” وېل.
د شاه مقصود سره نږدې، د کشک نخود سيند بره برخه کې څو وړې غونډۍ د سوونو کالو راهيسې کوچیانو ليدلې. کله کله به دوی هلته خپلې کېږدۍ ټک وهلې خو خبر نه و چې د منډیګک خلک څه وخت او ولې هلته نه ووتل. په ۲۰ پېړۍ کې هلته لرغوني کولالي لوښي رابرسیره شول چې د مار، کب، غوايي او د پیروتې (عشق پيچان) پاڼې پرې نقش وې.
په ۱۹۵۱ م کې فرانسوي لرغون پوهانو دلته سروې وکړه او ۲۱ هېکټاره زمکه کې يې پلټنو ته مټې ونغښتې. د ښاغلې ماري کزل په مشرۍ يوه غونډۍ چې نهه ميټره لوړه وه ، وسپړدل شوه او بیا اوو ( ۷) کاله پرې کار روان و.
دوی ځینې توکي د منډیګک هغه موندل شوي توکي د ايران ” شهر سوخته” د نوادراتو سره مقایسه کړل چې په ۱۴۰۰ ق م کې وران شوې و.
د پلټنو په وخت منډیګک په اوو برخو يا دورو وويشل شو چې د يو غښتلي تمدن نښې يې لرلې. تر ټولو لومړۍ ( د زمکې تل کې) د ډبرې د نوي دورې ( نیولیتیک) توکي وموندل شول چې پکې د کرهڼې وسايل، ډبرين لوښي او ډيرساده د مور اسطورې مجسمې پاتې وې. په ورپسې طبقو کې خټین لوښي
د مسو گاڼې، د تول يا د وزن ډبرې چې ښاي غله او نورشيان به يې پرې تلل، له خټو جوړد غويي مجسمې، د اوسپنې تبر، يوم، او تر ورستيو طبقو د خوسا اوبو د ايستلو لپاره د گچو پايپونه هم وموندل شول.
په ټولو کې څلورمه طبقه ډيره مهمه وه او نورې څيړنې پرې وشوې. داسې ښکاريده چې د يوې لوی ویجاړتیا نه وروسته، دا ځاې خوشې او هيڅوک پکی نه اوسېدل. بيا نوری ودانۍ او يوه نوې عبادت ځاې پکې جوړ شول چې د يو يادگاري څلي په توګه معلومیدو. په شپږم او اووم طبقو کې هلته د لږ وخت لپاره خلک پکې پاتې وو خو شمیره يې لږ وه.
د غونډۍ په لويديځه برخه کي يوه داسي ودانۍ رابرسیره شوه چي مخې ته يې د لويو ستنو تالار (هال) جوړ و. ښاي دا د واکمنو استوګنځای او ادارې مرکز و. ددې د ښکلا لپاره مهندس ډيزاين جوړ کړی و او د يو گودام یا د غلې ساتلو کندو هم پکی و.
ورسره د یوې وړې کوټې شتون ښایی چې ممکن د غلې ساتونکو لپاره وه ځکه هلته د کلالي لوښو کودړې او د تيږې جوړ د غشي سرونه (پيکان) پراته وو. د گودام مخې ته پراخ غولې او شا وخوا يې نورې وړې کوټې جوړې وې.
په یوې لوی کوټې کې دیوالونه چونه شوي او د دروازو سره نښتې وراسته لرګي سور رنګ لرلو چې هلته د یوې عقیدې د نمانځنو نښه وه. د ميلاد نه درې زره کاله پخوا جوړه دا کوټه ممکن د يو معبد په توگه کاريده. د منډيگک په دريمه طبقه کې د خښتو څو پوړيزه کورونه و خو څرګنده نه وه چې هلته څومره خلک اوسيدل.
په لومړۍ څلورمې طبقې کې د خلکو استوگنځايونه د اګۍ په شکل وړې کوټې او د ودانيو چاپېره د يو لوړحفاظتي ديوال يا حصار نښې څرګندي شوې. د پينځمې طبقې کورونه لږ لوې او ځینې پکی څلورگوټيزه جوړ وو.
د داسې کور په بره برخه کې مستطيل او مخروطي کوټو کې انسانان اوسیدل او ښکته پوړکې به يې غوجلې وې. د زياتو کورونو بامونه نشيب لرونکې او په بهرنيو ديوالونو يې د غشیو ناچله سرونه یا د نيزې سرونه پراته و. دا ټولې ودانۍ د پخسه يا خاموخښتو څخه جوړی وې. د وروستيو طبقو کورونو انغري هم لرل او په يو کې د پخو خښتو تنوراو ځينو کې د اوبو کوهیان (څاه ) جوړ وو.
د منډيگک لومړۍ او دويمه طبقه ښاي چې دلته خلکو پخپله غنم یا جوارکرل او د زمکې د اړولو لپاره يې ممکن غوايان کارول. نورالات لکه يوم او تبر شتون ښاي چې کروند گر پکې اوسيدل. دريم او ورپسې بره نورو طبقو کې د غلې ګودامونه په ګوته کوي چې یوه لویه منډۍ يې لرله.
هغه وخت ممکن يو باچا یا حاکم هم پکې اوسيدو، په لویه کوټه کې خلکو عبادت کاو او ممکن د مور اسطوره يې نمانځله. په پلټنو کې د اوو (۷) مړو هډوکي هم وموندل شول.
د زمکې سر ته نزدې، د منډیګک په وروستۍ دوره کې، د فرغانې نه علاوه، د مېسوپوټېميا، د سنده موهنجوداړو او د پنجاب هړپه تمدنونو سره د اړيکو نښې ترلاسه شوې.
د برونزو دغه دوره د ۴۰۰۰ ق م نه تر ۳۰۰۰ ق م غځیدلی وه. دا د غلامۍ پېل و چې زوره ورو به د کمزورو انسانانو څخه کار اخیستو. زمکه به يې مور ګڼله ځکه له دې به يې خوراک پیدا کاو نو د مور اسطورې بې شمیره مجسمې پیدا شوې. حاکم سياسي او مذهبي مشر و چې مهمې فېصلې به يې پخپله کولې. د تیږې چوړ وړې ټاپې (موهر) د حاکمیت نښې وې.
پوښتنه دا ده چې د منډیګک خلکو ولې له دغه ځای کډه وکړه؟
یو شمیر لرغونپوهان په دي باوردي چي ددې ځاې اوسيدونکو د يوې لوې حملې خبر واوریدو او خپله دفاع يې نشوه کولې یا ممکن دشمن يې زوره ور و نو ښار يې پرېښودو. د مرکزي اېشيا کوچی ( ساکایی ) قبایل د ۳۰۰۰ ق م نه واخلې تر ۲۵۰۰ ق م ختیځ خوا ته تلل.
ښايی منډيگک هغه وخت يو مهم سياسي مرکز یا غله پکې ډېره وه. په ۱۵۰۰ ق م کې هلته یوه لویه حمله وشوه او ددې لويه ماڼۍ پکی وسوځېده ځکه په ديوالونو يې د اور د سوځیدو نښې وې. خلک ترې و تښتيدل خو څه موده وروسته بيا راغلل او بيرته خپل ژوند يې پېل کړو. دوی پخوانیو کنډوالو نورې ودانۍ ابادې کړې خو بيا په زلزله کې يې کورونه ړنگ شول. هغه خلک چې پکې ژوندي پاتې وو، د خوراک په لټون کډه شول.
خو نورپوهان په دې باوردي چي د منډيګک اوسېدونکي د يو طبعي ناورين له وېرې خپلوکورونو پريښودو ته مجبور شول. سيندونه د وخت په اوږدو کې لارې بدلوي او د هلمند سيند خپله خېټه (بستر) دومره وسولوله چې اوبه يې د مورگو نه ښکته شوې. د منډيگک اوسېدونکو ددې اوبه خپلو پټيو ته نشول اړولې او سوکړه راغله نو دا ښار يې پریښودو.
منډيگک “د هلمند تمدن” یوه بیلګه ده چې شا و خوا ۳۰۰۰ ق م زمانه وه.
سرچینې
۱. منډيگک او د هغه اړيکې د سند او بين انهرين سره. د زمري محقق ليکنه. د افغانستان د علومو اکاډمي، د اريانه مطبعه کابل. ۱۳۶۸ ش
۲. لرغونې منډيگک يا په منځنۍ اسيا کې د لومړي مدنيتونود وصلت ټاټوبې. پوهنوال رسول باوري. ۱۳۹۲ ش. سلام فرهنگي ټولنه.
3. Archaeological Gazetteer of Afghanistan: Warwick Ball 1982.
دا مضمون په لومړي ځل ۱۳ اپریل ۲۰۱۳م کې په دغه پاڼه خپور شو.