د اندلس امارت


د اسپانیې په جنوب کې د اطلس او میډیټرینیا ساحلي سیمې “اندلوسیه” ته په اتمې عیسوي
پېړۍ کې د اسلام رڼا ورسیده. هغه وخت د شمالي افریقې بربر قبایلو د اندلس سره سمندري تجارت کاو چې د اسپانیې د باچا په لاس کې وو.
د مراکش او الجزایر نوي مسلمان شوي قبایلو د اسپانوي باچا خلاف د افریقه والي موسٰی بن نصیر سره اړیکې وساتلې او هغه ته يې په اندلس د حملې بلنه ورکړه. ده د خلیفه ولید بن عبد الملک په اجازه د ۷۱۰م په اوړي کې، د ۵۰۰ سپارو یوه دسته د اندلس ساحلي سیمې “اخضراء” ته واستوله. ورپسې په ۹ جولای طارق بن زیاد د ۷۰۰۰ لښکر سره یوې غونډۍ ته ورسیدو چې جبل الطارق او اوس” جبرالټر” نومېږی. دده لښکر د اسپانیې په ساحل ورښکته شو نو هغه د کشتیو د سیزلو امر وکړو چې څوک تېښته ونکړي. عیسایی مبلغینو یو مذهبي جنګ اعلان کړو او د اسپانیې یو لک جنګیالي د طارق مقابلې لپاره تیار شول. موسا بن نصیر هم له افریقه څخه ۵ زره نور لښکر کومک ته واستاو. مسلمانانو لومړۍ حمله د قرطبه صوبې په “ایسیجه” ښار وکړو، بیا مالقه (ملاګا) غرناطه او طلیطله (تولوس) يې ونیول.
د اندلس صوبه له ۷۱۱م تر ۷۵۶م له دمشق څخه اداره کیده او حاکمان به د امیه په خوښه ټاکل کیده. عباسیانو واک ترلاسه کړو نو د هغوی له غچ څخه تښتیدلی د امیه ټبر یو شهزاده عبد الرحمن الداخل پینځه کاله په شمالي افریقه کې د مهاجر په شان ژوند کاو. ده د ټیونس او مراکش د بربر قبایلو په ملاتړ، د اسپانیې په ساحلي ښار “اشبیلیه” (سیویل) ته یو وړوکی لښکر یوړو. په ۷۵۶م کې عبد الرحمن د ” اندلس” په “قرطبه” ښار کې د اسلامي امارت بنسټ کیښودو چې د خلفاو نومونه يې داسې دي.
عبد الرحمن الداخل تر۷۸۸م
هشام تر ۷۹۶م
الحکم تر ۸۲۲م
عبدالرحمن (ثاني) تر ۸۵۲م
محمد بن عبد الرحمن تر ۸۸۶م
المنضر تر ۸۸۸م
عبد الله ابن محمد تر ۹۱۲م
عبد الرحمن الناصر الدین. تر۹۳۱م
الحکم (ثاني) المستنصر بالله. تر ۹۷۶م
هشام (ثانی) المعید بالله. تر ۱۰۰۹م
عبدالله محمد (ثاني) تر۱۰۰۹م
په ۱۰۱۰م کې د بربرو “طایفه” قام د اندلس په لر و بر کې کاواکه شو. دوی امیرهشام ثاني ووژلو او په ۱۰۱۴م کې د دوی یو ځواکمن مشر “زاوي ابن زیري” چې د ټیونس د شاهي ټبر څخه و، په غرناطه کې خپل مرکز جوړ کړو. د اندلس د نیولو په وخت هلته د بربر مسلمانانو شمیره ۷۰ زره شا و خوا وه. مسیحیان(ګاتهه) یو کروړ وو او مسلمانانو ورته د خپل دین ازادي ورکړی وه. خو د امیه او عباسي ټبر پخوانۍ دشمني اندلس ته هم کډه وکړه. په ۱۰۱۸م کې علی ابن حمود چې ځان يې خلیفه اعلان کری و، په قرطبه کې قتل او د ده ورور علی قاسم په ګدۍ کیناستو. اندلس په عمل کې ویشلی و چې په ۱۰۲۱م کې د امیه کورنۍ څلورم عبد الرحمن په قرطبه کې او عباسي امیرابوالقاسم ابن عباد په اشبیلیه کې حکومتونه جوړ کړل. په ۱۰۲۷م کې د امیه دریم هشام حاکم و خو په ۱۰۳۱م کې دا خلافت مکمل ختم شو.
تر ۱۰۹۱م د بربرو طایفه په اندلس کې برلاسی وه خو په هر ښار کې کله یو او کله بل قام حکومت کاو. تر ټولو لوی او ځواکمن پکې “المرابطون” په اشبیلیه کې اوسیدل. خو نور، د اندلس البراسین- المیرا-الپوینټو-ارکاس-کارمونه- سیوته- غرناطه- تولیدو- لزبن- مالقه- مایورقه- مرټوله- اراګون- کاسټیل او ولینسیه کې د ده خلاف وو.
اخوا عباسي خلفاو بغداد کې خپله نوی پلامېنه جوړه کړه او ټول پام يې مرکزي ایشیا ته شو. مسیحي باچاهانو یو ځل بیا د اندلس په نیولو لاس پورې کړ. په ۱۰۳۶م کې هلته د موریطانیه یو بربر مشر یحیا ابن ابراهیم الجدیدي (الجواهر ابن سوکم) د مسیحیانو خلاف د جهاد غږ وکړو. د بربرو یو بل سردار یوسف بن تاشفین چې په شمالي افریقه کې له فتوحاتو څخه وروسته د “مراکش” ښار يې جوړ کړی و، د مرابطین سره یوځای، ان ترسینیګال سیمې ونیولې.
په ۱۰۸۶م کې یوسف، د اسپانیې باچا ” څلورم الفانسو” خلاف یو لښکر یوړو چې د “زلاقه” (سګراجاس) په میدان کې وجنګیدل. الفانسو مات او یوسف، اندلس د مراکش سره یو ځای کړو. هلته د “مرابطین” د مرکزي حکومت مشر، یوسف بن تاشفین تر خپل مرګ (۱۱۰۷م ) د اندلس باچا و. د ده زوی علی بن یوسف تاشفین او نمسي تاشفین بن علي تر ۴۰ کاله نور هلته حکومت وکړو. ابراهیم ابن تاشفین او اسحق ابن علي د لنډ وخت لپاره باچاهان شول خو د پېړۍ تر پای د دوی واک ختم شو.
شا و خوا ۵۰ کاله مرابطین او موحدین په جنګونو کې اخر په ۱۱۴۷م کې ” موحدبن” برلاسی شول. راتلونکی ۷۰ کاله اندلس د برم او د شان دوره وه چې پکې اسلامي تمدن وغوړیدو. د ۱۳ پېړۍ تر پېل د موحدین زور په ختمیدو او ابوعبداللہ محمد الناصر په ۱۲۱۲م کې د “عقاب” په جنګ کې له مسیحیانو ماتې وخوړه. په ۱۲۳۲م کې محمد بن نصر ابن الاحمر په غرناطه کې یو پیاوړی کلا او ماڼۍ “الحمرا” جوړ کړل. خو څلور کاله وروسته قرطبه او ۱۲۴۹م کې اشبیلیه د دوی له لاسه ووتل. د غرناطه سلطان ابوالولید اسماعیل په ۱۳۲۰ م کې د ۵۰۰۰پوځ سره د اروپا لکونو لښکر ته د “البیرہ” په جنګ کې ماتې ورکړه. وروستۍ جنګ په ۲ جنوری ۱۴۹۲م کې وشو او سلطان ابوعبداللہ د الحمرا کلا ازابیلا او شاه فرډینانډ ته وسپارله. د اندلس څخه مسلمانان په زوره او په سپکاوۍ وویستل شول. زیات يې میکسیکو او جنوبي امریکا ته په کشتیو کې لاړل. او په ۱۵۰۲م کې د اسپانیې باچا امر وکړو چې پاتې مسلمانان دې په زوره مسیحیان کړې شي. شا و خوا ۴۰۰ کاله د اندلس جوماتونه ویجاړ او مسلمانو ته پکې د عبادت اجازه نه وه. د اسپانیې زیات جوماتونه یا خو کلیسا ته واړول شول او یا ړنګ شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *