په دسمبر ۲۰۱۵م کې د هندوستان اخبار، ټایمز آف انډیا” یو مضمون خپور کړو چې د ۱۹ پېړۍ د رام پور د جنرل نوم ” اعظم الدین” ته واړول شو.
د ریاست په سرکاري اسنادو او د تاریخ په کتابونو کې د رامپور د نامتو وزیراعظم نوم عظیم الدین لیکلی دی. ده پلار جلال الدین خان د نجیب آباد وروستی نواب او د یوسفزو د عمرخیل قام څخه و. د ۱۸۵۷م د انګریز خلاف په پاڅون کې هغه له نجیب اباد کډه وکړه او رامپور کې میشت شو. عظیم الدین هم هلته په ۱۸۵۴م کې وزیږېدو او د هغه وخت په دود، د عربي، فارسي او اردو نه علاوه انګریزي ژبه هم زده کړه. ده د رامپور د څلورو نوابانو دوره ولیده چې یوسف علیخان، کلب علیخان، مشتاق علیخان او حامد علیخان وو.
رامپور د کروندو پراخه زمکه لري چې زیات يې د پښتنو خانانو په لاس کې وه. په دوی کې ځینې د نوابي ټبر خلاف وو ځکه دوی د ۱۸۵۷م په پاڅون کې د انګریز ملاتړ کړی و. ځینې باغیانو چې په رامپور کې يې پناه اخستې وه، د نواب یوسف علیخان په امر انګریز ته سپارل شوي او بیا وروسته غرغره شول. له دې وروسته په رامپور کې د وسلو ساتل، غیر قانوني وګرځیده چې پښتانه پرې خوشاله نه وو. د نواب کلب علیخان په وخت زمکني اصلاحات هم په رامپور کې د خانانو (فیوډالي) نظام ته یو ګواښ و. د کلب علیخان زوی، مشتاق علیخان معذوره او په ۱۸۸۷م کې نواب وټاکل شو نو خانانو نه علاوه پخپله په نوابي ټبر کې د ده مخالفت کیدو. انګریزانو له خوا د ریاستي انتظام لپاره یوه مشاورتي شورا جوړه شوه چې نواب مشتاق علیخان يې مشر او عظیم الدین يې مدارالمهام (مشر وزیر) و. یو بله شورا پخپله د نوابي ټبر د معاملاتو لپاره هم وه چې پکې د هندوانو د څلورو طبقو یو یو استاځی شامل و.
د عظیم الدین په مشرۍ د رامپور پوځي ډلې د نوي سره ترتیب او دوه “ګورکهه” کمپنۍ (ټولۍ) يې وروزلې. د دې نه وړاندې به د پښتنو په جنګي ډلو کې څه نظم نه و او په برطانوي ډول ډسپلن ساتلو کې مشکلات پیدا شول. په ۱۸۸۴م کې د یو پلټن کوماندان لطیف خان په سخت چلن د رامپور په پوځ کې داخلي جنګ پېل شو. د عظیم الدین په زیار دغه شورش ختم شو او پوځي دستو لپاره يې د پنشن او نور مراعات واخیستل. په ۱۸۸۸م کې ده په لومړي ځل د رام پور بجټ ( بودیجه) وټاکله چې د آمدن او لګښت حساب به ساتل کیدو. هغه وخت د رامپور لومړۍ “محتاج خانه” هم جوړه شوه چې بې وزلو سره به يې مرسته کوله. د رامپور سرکاري ژبه د فارسي په ځای اردو شوه.
په ۱۸۸۹م کې د نواب مشتاق علیخان په مرګ د ده ۱۳ کلن زوی حامد علي خان په ګدۍ کیناستو. عظیم الدین د انتظامي شورا نایب صدر په توګه ورسره و خو د نواب عیش او خانانو سره دشمني مخ په زیاتیدو وه. د رامپور دربار په ستنو د بربنډو ښځو مجسمې او یو بیل ځای د “رنګ محل” په نوم جوړ و. هلته به د ګډا او موسیقۍ نه علاوه هر ډول عیاشي کیده. د نواب کارندو به د پښتنو د کورونو جاسوسي کوله او پښتانه هسې هم زاړه پال وو نو د نوابي ټبر خلاف يې قهر زیاتیدو. عظیم الدین له خانانو د هغه پور د پریکولو غوښتنه وکړه چې دوی له حکومتي خزانې اخیستو. د پېسو په غوښتنه د خانانو صبر تمام شو او په ۱۳ اپریل ۱۸۹۱م کې عظیم الدین د رام پور کاروان سرای سره نزدې چا وویشتلو. په رامپور کې دا آوازه ګډه شوه چې ممکن نواب حامد علیخان هم په دې سازش کې شامل و ځکه عظیم الدین په اصولو ولاړ کس و او د د هغه په چلن يې نیوکې کولې. انګریز پولیس پلټنې پېل کړې او څلور کسان چې د ده د وژلو په سازش کې شامل وو، غرغره شول.
د عظیم الدین لورد نجیب اباد په یو بل پښتون عبد الصمد واده وه خو هغه په ځوانۍ کې مړه شوه. د ده نمسۍ رفعت زماني بیګم په ۱۹۲۰م کې د نواب حامد علیخان زوی او د رامپور د وروستي نواب رضا علی میرمن وه. په ۲۰۱۳م کې د هند حکومت د عظیم الدین مقبره بیرته ورغوله خو په شناخته يې ” اعظم الدین” نوم لیکلی دی.