په ۴ جون ۱۹۳۰م ناڅاپه په پولیس لاین کې هله ګوله جوړه شوه. پولیسو افسران راغلل او سپایانو په بارکونو کې خپلې بسترې واچولې او بیا د وسلو سره ووتل. عبد الصمد خان اڅکزی، عبد السلام او ایوب خان هلته بند او ډیره هڅه يې وکړه چې ځان خبر کړي خو چا ورته غږ نه کاو. په بله ورځ هغه سپایان بیرته راغلل نو دوی د یو هزاره سپایی له خلې خبر شول چې د چمن نه څو میله لیرې اڅکزو د ملک خیر محمد په مشرۍ، درې انګریزان تښتولي وو. یومیجر پارلی، بل کپتان پرېر (فرېر) او د میجر پارلی میرمن له چمن څخه کوټې ته په موټر کې راتلل چې دوی يې ودرول.”
په دې پیښه کې د پولې دواړو غاړو ۱۸ اڅکزي شامل وو. د دوی مشر ملا خیر محمد ډیر وروسته په ۱۹۵۸م کې عبد الصمد خان ولیدو. دغو اڅکزو درې واړه پیرنګیان له موټرښکته او نیمه ورځ په پښو روان کړي وو. بیا يې یو لاروي څخه اوښ واخیستو او ښځه يې په هغه سپره کړه او افغانستان غاړې ته خپل کلي ته یوړل. هلته يې دوی ته بیله کېږدۍ ورکړې وه او ورته يې وویل چې که زمونږ خواړه خورئ نو درته پخووو. که نا مونږ به توکي درکړو او خپله ځان له پخوئ. دوی میجر پارلی یو دوه وار په کونداخ وهلی و ځکه هغه به ورانی کاو او سست به تلو چې شا ته څوک خبر شي. له کوم ځای چې ملا خیر محمد دغه انګریزان تښتولي وو، هلته یو لیک يې پریښی و چې تاسو زمونږ درې کسان عبد السلام، محمد ایوب او عبد الصمد، بې ګناه نیولي دي نو ځکه مو دا کار وکړو.
انګریزانو ژر د افغانستان په حکومت زور راوړو او ملا خیرمحمد ته يې د انګریز له خوا ۲۰ زره روپۍ او په کندهار کې د ۶۰ زرو روپو کاریز ورکړو. د ملا خیر محمد په ملو کې یو کس “خیرک آشیزی” څو کاله وروسته انګریزانو ونیولو او شل کاله يې بند کې وساتلو چې هم هلته مړ شو.
د دې پیښې په نتیجه کې پولیسو پلټنې شروع کړې او یو پښتون افسر خان بهادر بازګل د اڅکزو پلویانو په نیولو ګوتې پورې کړې او په سوونو يې جیل کې واچول. عبد الصمد او د ده مله يې له بارک څخه د پولیسو حوالات کې د بندیانو په شان وساتل. هلته نه کټونه وو او نه اخبار، البته د پخلي سړی ورسره و او خرچه به يې ورکوله. د جیل په ګوټ کې یو لوښې، د تشناب په توګه کاریدو. اڅکزو د دې له کبله خپل د خواړو پروګرام بدل کړو. د ورځې به يې چای او پۍ څښل او ډوډۍ به يې یواځې ماښام له خوړله چې د تشناب اړتیا نه وي. خو دوی سره د پولیسو یو سپایی هم بند و چې ټوله ورځ به يې خبرې کولی او هره دویمه جمله کې به يې ښکنځل کول. د دې نه علاوه شپه او ورځ ” تشې او غټې بولی په خونه کې زمونږ د مخه او په ډېره لڅه توګه کولی.” دوی د حوالات افسر ته خواست وکړو چې هغه سړی ترې بیل کړي خو هیڅ و نه شول. دوی لاټ (لوی افسر) ته درخواست ولیکلو، د دې شرمناک سلوک شکایت يې وکړو او دا چې په عدالت کې د دوی جرم ثابت کړي او یا يې خوشې کړي. د ” شومیا” ( بهوک هړتال) ګواښ يې هم وکړو. اڅکزی په خپل ژوند لیک کې د “شومیا” انساني او دیني تاریخ بیانوي او وایی چې ما په ټول ژوند کې دوه ځلې په بندي خانې کې دا کار وکړو. یو ځل ۱۶ ورځې او بل ځل ۲۱ ورځې مې خوراک نه لاس اخیستې و. د لاټ جواب راغلو چې پولیټیکل ایجنټ به ژر تاسو جرګې ته وړاندې کړي. څو ورځې وروسته د ۱۹ ټوپک والاو په بدرګه کوټه کې د (قاضي) مجسټریټ امیراحمد خان کور ته يې بوتلو. هلته د دوی یو بل تربور محمد ایوب خان هم په ولچکو ( هتکړیو) کې ناست و چې بیان ورکولو له يې راوستی و. د دوی یو کشر ماما عیسا خان يې په دې تور نیولی و چې هغه د انګریز د تښتولو خبر په یو لیک کې دوی ته وراستولی و. دا لیک په لاره نیول شوی خو دوی ترې خبر نه وو. د نورو په شان، عبد الصمد يې د سردار امیر محمد کوټې ته بوتلو نو هغه ترې د ملا خیر محمد په اړه پوښتنې وکړې.
په دې ټول وخت کې د ګلستان او نورو ځایونو اڅکزو د انګریز په سرکاري ودانیو حملې، په لاره شوکې او داکې پېل کړې. د پښین هغه ترین چې سرکاري افسر و، کله په موټر او کله پر اس ډاکوانو پسې ځغستل او هر چرته چې یو اڅکزی به يې ولیدو نو هغه به يې جیل ته واچاو. یو ځل د دوو وسله وال لیویز (ملسشیا) سره ګلستان ته روان و چې په لاره يې دوه کسان اڅکزي ولیدل چې اودس يې کاو. له هغوی يې پوښتنه وکړه چې چرته ځئ نو دوی ورته د ګلستان نوم واخیستو. ترین افسر ورته وویل چې شابه ژر اودس وکړئ چې موټر کې مو بوځم. یو کس موټر ته وختلو نو بل خپل ټوپک ته لاس کړو چې دی پریږده. ترین مجبور شو او هغه کس يې پریښودو خو ټوپک وال ورته وویل چې خپله وسله به هم راکوې. افسر ورته منت زارۍ کولې خو سری کلک شو نو هغه ورته ترخ نه یو وړوکی ” قران کریم” راوویستو چې زه هم پښتون یم، ” مه مې شرموه، ټوپک سرکاري دی…که درکم…سرکار مې د- نوکرۍ باسي.”