د چیګني کلا


د افغانستان نیمروز ولایت “چیګني” کلا په نهمې میلادي پېړۍ کې جوړه شوه او د زرنج څخه ۳۰ کلومیتړ لیری ده.
نیمروز د غرمې مانا ورکوي او داسې اټکل دی چې پخوا به د زرنج او کندهار قافلو، هلته د غرمې دمه کوله. بل روایت کې دا د خراسان “جنوب” مانا ورکوي او ولسي کیسه کې وایی چې پیریانو دلته په نیمه ورځ کې وچ کړو نو ځکه نیمروز شو. پخوانی سیستان، زیات په ایران کې او لږ د افغانستان په جنوب لویدیځ کې پاتې دی. د هلمند پرڅنډو، د نیمروز سرحد یو خوا ایران او بل خوا پاکستان سره لګي او شا وخوا ۴۳ زره مربع کلومیټرزمکه لري. د خلکو شمیره يې لږ ده ځکه اوبه پکې وچې او یوه لویه دشته پاتې شوه چې ” دشت مرګو” نومېږي. په ۲۰ پېړۍ کې د نیمروز نوم “چخانسور” و خو په دې نوم یو بل ښارد ایران د پلې سره نزدې و نو د افغانستان حکومت بیرته د ولایت پخوانی نوم نیمروز، او زرنج يې د دې مرکز کړو.
د نیمروز چیګنۍ کلا بنسټ ممکن په ۹ پېړۍ کې د زرنج اوسیدونکي یعقوب سفاري په وخت کیښودل شو. بیا دا د غزنویانو په لاس کې او تیموري حملو په وخت د یو کرت حاکم، قطب الدین کیاني ملکیت و. امیرتیمور له هرات څو ځلې په سیستان حمله وکړه او ښایی له چیګنی کلا ورسره مقابله کیده. ده هم هلته په پښه د غشي ګوذار وخوړو او ټول عمر لپاره ګوډ شو. په ۱۳۸۶م کې تیمور بیا حمله وکړه، دغه کلا ونیوله او قطب الدین يې سمرکند ته جلاوطن کړو.
د چګنی کلا د دیوالونو ترمیم او د بیرته رغولو کار تر ۲۰۲۱م روان و. دا تاریخي کلا باید د ملي شته مني په توګه وساتل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *