د هند په هریانه صوبه کې د حصار فیروزه دفاعي کلا ۱۴ میلادي پېړۍ په نیمایی کې فيروز شاه تغلق په امر جوړه شوه.
شا و خوا ۳۰۰۰ کاله پخوا دا ځای “ایسوکارا یا ایسوکاري” نومیدو چې د ” سرسوتي” سیند پر غاړه اباد و. په ۶۰۰ ق م پېړۍ کې نامتو ژبپوهه پانیني دا یو ودان او ښیرازه سیمه بیانوي. دلته به ” کورو” قام اوسیدو او په جېن دیني صحیفو کې يې هم ذکر شته. د کورو او پانډوانو ترمنځ د مهابهارت جنګ هم دلته وشو او وروسته د ننده او موریه باچاهانو په لاس کې وه خو د دوی د وختونو څه آثار پکې نشته. ښایی د سرسوتي سیند په وچیدو خلکو له ایسوکاره کډه وکړه. له لودیانې څخه ۱۲۰ کلومیټر لویدیځ کې څو پېړۍ دلته یوه پراخه دشته وه. د ۱۴ پېړۍ په نیمای کې تغلق سلطان فیروز ( ۱۳۵۱م -۱۳۸۸م) دلته د جنګي ډلو د روزنې لپاره خپله چاوڼۍ (پوځي کیمپ) جوړه کړه. د سلطان التمش نه وروسته فیروز شاه هم د منارو جوړولو شوقین و. خو د ده د شوق پوره کولو لپاره کارګرانو د سیمې د هندوانو مندرونو تیږه ورته راوړه. تر ۱۳۵۴م سلطان پخپله د جوړښت څارنه کوله چې دوه کاله پرې کار کیدو. دا لومړی بالا حصار او بیا “حصار فیروزه” شوه. د تیږې او ورباندې د ښکلا لپاره، د کاشی خښتو ( ټایلونو) نه علاوه کنده کاري شوی ده چې هندي سبک هم پکې لیدل کېږي. د کلا په منځ کې د باچا د استوګنې لپاره يوه ښکلې ماڼۍ، د سرو خښتو وړوکی جومات ( لاټ کی مسجد) مخ ته د دوه ډوله تیږو څخه ۲۰ فټه لوړه مناره ( لاټ) جوړ شول. د دې د بیخ په تیږه سانسکرت کې د څو زایرینو نومونه لیکلی ښکاري. دا د اشوکا له منارې يې راشوکولې وې. د منارې په سر کې هم په یوه تیږه د موریه وختونو د برهمني خط څو جملې لوستل کېږي.
په ۱۴ پيړۍ کې له حصار فېروزه به بنګال او نورو سیمو ته روزل شوي پوځیان د جنګ لپاره وړل کیده. د تغلق ځينو پوځي منصبدارانو هم د ستلج سيند پر غاړه ځان له پاخه کورونه جوړکړل او ورسره د فيروز پور په نوم ښار اباد شو. ددې چاپيره حفاظتي ديوال او پکې ۹ دروازې جوړې وې. دلي دروازه، مجوري، بغدادي، زيره، ماخو، امرتسري، کسوري، ملتاني او ميګزيني د مهمو دروازو نومونه و. په دوی کې بغدادي او ملتاني دروازې تر اوسه پاتې دي. د فېروزپور ښار په یوې غونډۍ وړه د څار کلا وه چې اوس يې نښې نه دي پاتې.
بهلول لودي وروسته حصار فیروزه د جاګير په توګه خپل يو سردار محبت خان ته وسپارلو. د لوديانو وروستې واکمن ابراهيم لودي د مغل بابر د حملې پر وخت په دې کلا کې دفاعي پلانونه او د جنګ تياري کوله. د شېر شاه سوري پلار او نيکه هم په حصار فیروزه کې پوځيان روزل. په ۱۴۸۶ م کې فرید خان سوري په حصار فيروزه کې وزیږېدو. د ده د نيکه ابراهيم سور قبر په فیروز پور کې دی.
په ۱۶ پېړۍ کې حصار فېروزه او نزدې سیمې د بابر باچا له خوا خپل زوی همایون ته د جاګير په توګه ورکړې شوې. تر ۱۸ پېړۍ دا سیمه د سیکانو او بیا انګرېزانو سره وه چې د پښتونخوا د جنګونو لپاره به يې پکې اکمالات ساتل. په فېروز پور کې د “نور ولي شاه” زيارت او د شير شاهي سړک پر غاړه د حضرت شېر شاه ولي زيارت چې ځاي خلک ورته پير بابا واي، مشهور دي.
په ۱۹۴۷م کې فیروزپور کې زیات شمیر مسلمانان اوسیدل خو پنډت نهرو په انګریزانو زور راوړو چې دا په هند کې شامل کړي. هلته په ۲۳ مارچ ۱۹۳۱م کې د خپلواکۍ یو مخه ور “بهګت سنګ” او د ده مله غرغره شوي او د ستلج پرغاړه يې سمادهي (یادګار) جوړ و. فېروز پور اوس د هند په ختيځ کې د پاکستان سره په پله ورستۍ دفاعي چاوڼۍ ده.