په پیښور کې زمونږ د کالج یوه دروازه د چوک یادګار لوري ته وه. د ښار جینکۍ به هلته نه راتلې او یوه ورځ يې خبر راوړو چې دوی یو ډېر خونده ور شربت څښلي دي چې ” شکنجبین” نومېږي. ښه والی يې دا و چې یو ګیلاس په دوو آنو و. نو ټولو سره تلوسه شوه چې دا به څه وي ځکه په بازار کې د عام شربت یا د بوتل سوډا به په ۸ آنو وه. د اوړي په یوه غرمه د جینکو د یوې ډلې سره چوک یادګار لوري ته ووتلو. یو لوی تعمیر د جوړیدو په حال و او د لرګي قوازې ورته تړلی وې. د دې په لویه دروازه چې لا ورته تمبې نه وې لګیدلی، د مارکین په ټوکر لیکلي وو، ” لکهی فقیر” د شکنجبین قیمت او ورسره نور هم څه لیکلي وو. په لویو مسینو دیګونو او لوښو کې شربت جوړیدو او د لیمو خوشوبي خپور و. سړي بهر ولاړ وو او د شیشې په لویو ګیلاسونو کې شربت څښل. د ښځو لپاره دننه د لرګي بینچونه پراته وو چې مونږ پرې کیناستو. لږ وخت وروسته د شکنجبین ډک ګیلاسونه يې راته راوړل. د لومړی ګوټ سره د لیمو، مالګې او د خوږو ګډ خوند زما د ذایقې حواس راوتښنول. خو د دې نه هم خونده وره کیسه د ” لکهي فقیر” وه. ده د کاروبار لپاره هغه ځای د جوړولو تابیا کړې وه خو لا دویم پوړ نه و جوړ شوی چې تجارت کې تاواني شو. پېسه ورسره ختمه شوه او کار بند شو. د ” لکهه پتي” څخه فقیر شو نو د خدای د رضا لپاره په اوړي کې د ویړیا شکنجبین په ورکولو لاس پورې کړو. یو وخت دومره خلک به پرې رامات شول چې ده يې لګښت نشو پوره کولی. ځینو به دوه یا درې ګیلاسه هم وڅښل. اخر يې یو کاروباري فیصله وکړه چې د شکنجبین لومړی ګیلاس په مفت وي. دویم لپاره به دوه آنې اخلي چې څه نا څه د لیمو او د واورې خرڅ پرې راووځي. مونږ یو یو ګیلاس وڅښل نو د دویم لپاره مو پېسې ورکړې. یو دوه ځلې بیا هم د شکنجبین څښلو له ورغلو او نورو ته مو کیسې کولې.
سرکه او انګبین. یعني سرکه او شات (عسل) په فارس کې د تندې د ماتولو لپاره به خلکو په یخو اوبو کې ګډ کړل. دا به يې “سکنجبین” بلل خو تر څو دا مشروب د هند لوی وچې ته راتلو نو په شکنجبین آوختی و. هلته بیا د سرکې په ځای د ترشي لپاره لیمو يې کارول. حکیمانو به دا د جل وهلي کس ته هم ورکول او لږه مالګه به يې پکې ورګډه کړه. نوم يې هم ” شکنجي” شو او بیا رنګا رنګ نور توکي لکه پودینه، اسپغول، تخم ملنګ او اوس خو بادرنګ هم پکې ورګډ کړي.
خبر نشو چې په “لکهي فقیر” کله خدای مهربانه او دی بیا لکهه پتي شو. هغه ودانۍ پوره او نور دکانونه پکې جوړ شول. بې شکه دا نړۍ او په دې کې انسانانو ژوند چرې هم په یو حال نه پاتې کېږي.