له اباسین تر آمو


د ننګرهار کاروباریانو به هر سهار د هډې زیارت ته تلل. د نورو ملکونو زایرینو ته به
ماشومانو د ګلونو امیلونه خرڅول. د وردګو په خوات کې د کابل باچا نذر لپاره سکې استولې. د لوګر خلکو به د بودا مجسمه په لرګین ګاډي کې په کوڅو کې ګرځوله. په پیښور کې د کنشکا سټوپا د ملغلرو په جال پټه وه او د سوات په درو کې به راهبان مراقبې ته ناست وو. دا ټول د ګندهارا سیمه وه چې ” له اباسین تر امو” يې سرحدونه نه لرل. له ټیکسلا به بودایی راهبان روان شول او د تورخم نه وراخوا بامیان، بلخ او ترمیز پورې يې د خپل دین تبلیغ کاو. د نیپال له غرونو ټوکیدلی د امن دا دین ولې او څنګه ورک شو؟ د دې په کنډوالو څه تیر شول؟ د دې لرغونو آثارو په لیدو نوي سوالونه پیدا شي او د پلټنو سلسله نه ختمېږي. دا کتاب د عامو خلکو د پوهاوي لپاره، د ګندهارا د تمدن یو ساده او وړوکی تاریخ دی.
د څېړنو او پلټنو کار اوږد او ستړی کوونکی وي خو د ځینو همکارانو او استادانو ملاتړ راسره و چې د ټولو دې کور ودان وي. کتاب د مومند خپرندویې ټولنې له خوا افغانستان کې چاپ شوی دی او د پیښور نه علاوه کوټې کې هم تر لاسه کیدایشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *