اینګي یا انګۍ

BARMER, RAJASTHAN, INDIA ? FEBRUARY 19: The bride?s ladies family members consoling the emotional bride during the “vidai” (moment when the bride leaves her house and goes to stay at her husband?s house) on February 19, 2011 in Barmer, Rajasthan, India. (Photo by Xavier Zimbardo/Getty Images)


د ډېر ژړا له کبله د سږو پرده ( ډایافرام) تنګ شي نو د غاړې ( ستونې) هډوکي هم ناڅاپه بندېږي. په دې د ژړا په وخت ساه په ” اینګي” بدلېږي چې په اردو(هندي) کې ورته “هچکي یا سسکي” او انګریزي کې ” سنګلټس” وایی. که یو لوی کس د ژړا نه وروسته اینګي وهي نو خبرې بندې کړی.
خو ماشوم د اینګیو سره هم خپله خبره جاري ساتي. مور ورله د پتاسو لپاره پېسې نه ورکوي نو دی ځېل کوي او ژاړي. بیا يې له خلې ژړا او خبره داسې راووځي. (اینګي)… ما له… (اینګي)…پېسې…پتا…( اینګي) ..پتاسې اخلم…( اینګي).
بیا ژړا بنده شي خو اینګي تر ډېر وخت جاري وي.
د پښتو په ولسي شاعرۍ کې “انګۍ” د دغه اینګي یوه بڼه ده چې د ښځو احتجاج پکې ښکاري. پخوا هرې ناوۍ به د واده په وخت سخت ژړل چې سبب يې د دې په زوره ودول او خرڅول وو.
انګۍ یا اینګۍ د شاعرۍ په فني اصولو نه دي ولاړ او کله کله د ردیف او قافیې خیال پکې نه وي ساتل شوی. هم هغسې لکه چې یو ماشوم د خپلې غوښتنې لپاره خبره تکراروي. انګۍ د جنوبي پښتونخوا په لیرې پرتو سیمو کې رواج وې چې د هر قام د خپلې لهجې سوچه ټکي پکې کاریدل.
په ۱۹۸۴م کې پروفیسر سیال کاکړ په انګیو یو وړوکی کتابګوټې ولیکلو چې پکې د دې نور نومونه هم یاد شول. لکه د بوری چغي –چغیان یا انګرۍ، د ژوب اونګی، د کندهار اینکی او د وردګو اونکی د انګیو مختلف نومونه دي.
ساده انګۍ درې بیته او نهه (۹) پاړکۍ یا ” سیلیبل” لري لکه
خورکې راسه د مخ له لوره (اینګې)
توبې به کاږو د خدای له زوره ( اینګۍ)
بې مرګه وزو (ووځو) د پلار له کوره (اینګۍ)
خو د څلوریزې په بڼه هم وي لکه
ادې دننه د باندې کېږي
د پښو په تلو يې اور لګېږي
ادې راسه کراره کښېنه
جدای ګرده پر ما تیرېږي
د ۱۰ پاړکیو انګۍ داسې وي
سپینه کمیسه، کفن مې ته سی
تنګه کمیسه ازاد به نه سی
د بابا کوره، پیدا به نه سی
د ۵ نه واخلې تر ۸ بیتونو انګۍ هم شته چې ممکن وروسته شاعرانو پکې ورزیات کړي وي.
زیاتې انګۍ په یو ټاکلي محاوره یا سګنل پېل کېږي چې ” د سپینې خونې پر وره” (د سپینې کوټې په دروازه) وي.
د پښتنو کورونه او په تیره بیا د میلمنو د کوټې په دېوالونو به يې پخوا سپینه چونه وهله. دغه خونه (کوټه) به د کور د داخلیدو دروازې ته نزدې او ښایی ناویانې به له دې خونې د پلار له کوره رخصت شوه.
د سپینې خونې پر وره انګار
و دې نړېږي بوری بازار
لکه مینا یم تل په چغار
سي (چې) خرڅه کړګې یم ظالم پلار
څه به يې کرمه(کومه) که وي سردار
نه مه ( مې) جوړږي د زړه پرهار
د سیال کاکړ نه علاوه ابوالخیر ځلاند هم یو کتاب “انګۍ- د نيمې نړۍ فرياد” کې هغه انګۍ راټول کړل چې د کوټې ریډیو د یو پروګرام لپاره، اوریدونکو ورته په لیکونو کې استولي وو.

سرچینه
انګۍ- پروفیسر سیال کاکړ. پښتو ادبي بورډ، کوټه. ۱۹۸۷ع.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *