رام کور- اسلام بی بی


د ۱۹۳۶م سپرلی د پښتونخوا په بنو کې د سیکانو او مسلمانانو ترمنځ د شخړو لپاره شهرت لري. د دې تر شا د یوې جینۍ او هلک د مینې داستان دی چې یو مسلمان او بل په سیک کورنۍ کې وزیږېدل. د ۱۹ پېړۍ له پېل بنو د بارکزو له لاسه ووتلو او سیکانو هلته یوه کلا جوړه کړه چۍ ” دلیپ ګړ” نومیده. نزدې په وړو کلیو کې سیکان او هندوان اوسیدل. په ۱۸۴۸م کې د انګریز د راتلو څخه وروسته د بنو په نوم د یو نوی ښار بنسټ کیښودو. د دې نقشه انګریز پوځي هربرټ بنجمن ایډورډز په مشوره دایره کې وه او د ودانیو لړۍ، کورونه او دکانونه یو لوی چوک (څلورلاري) ته وتلي. د خپل خدمت لپاره دوی د پنجاب څخه نور خلک هم ورته راوستل چې د وخت په تیریدو شمیره يې زیاتیده. په چوک کې به هره جمعه یوه میله (بازار) وه چې نزدې کلیو نه به خلکو ورته خپل مال خرڅولو لپاره وړل.
د بنو په” جنډو خیل” کلي کې سیکان، هندوان او مسلمانان په ګډه اوسیدل. د میوه رام کونډه منسا دیوي د خپلې ماشومې لور رام کور (کوري) سره اوسیده. د هغې لیور، هرنام داس او نور خپلوان هم هلته میشت و. د کلي ماشومانو یو بل سره پیژندل او یو وخت رام کور د مدو خیل وزیرو سید امیر نورعلي شاه سره مینه پیدا شوه. دا لا د شپاړسو کالو نه وه چې خپل کوراوعقیده يې د امیر نور لپاره پریښودل. دواړه یو ځای د ” سوراڼو” کلي کې د سید امیر تره کره لاړه. هلته رام کور د یو ملا په لاس مسلمانه شوه او په ۵ مارچ ۱۹۳۶م د ” نورجهان” په نوم امیرنورعلي شاه ته په نکاح شوه.
د رام کور تره هرنام داس د ډومیل پولیسو په تاڼه کې راپور( ایف آیی آر) ثبت کړو چې هغه نابالغه او جبري واده شوی وه. دوی د جینۍ د بیرته سپارلو غوښتنه وکړه. دا قضیه د کمشنر عدالت ته ورسیده نو هغه فیصله وکړه چې رام کور په خپله خوښه تللې وه نو د علي شاه سره پاتې کیدایشي. اخوا په “ډومیل” کې د رام کور د مور له خوا دویم راپور ثبت شو چې د دوی لومړۍ دعوا غلطه وه او علي شاه د دې لور نه وه تښتولی. دا راپور مشکوک وګڼل شو خو د لږ وخت لپاره نورجهان او علي شاه په ارام پاتې شول. د انګریز په فیصله د بنو هندوان په قهر وو او دوی په رام داس زور راوړو چې رام کور لپاره له انګریز بیا انصاف وغواړي. دوی “منسا دیوي” مجبوره کړه چۍ پولیسو کې بل راپور ثبت کړي چې د هغې لور نابالغ وه. هغه نور علي شاه تښتولې او په جبر يې ورسره واده وکړو چې غیر قانوني و. د دې نه علاوه علي شاه د دوی له کوره غلا هم کړی وه.
د بنو ډپټي کمشنر” لیفټنټ ایولین کاب” د علي شاه کشر ورور امیرعبد الله شاه خپل دفتر ته وروبللو او هغه ته يې امر وکړو چې رام کور دې بیرته خپل مور ته واستوي.
علي شاه او د ده خپلوانو، نورجهان ته ټول حال بیان کړو او ورته يې وویل چې که دا غواړي نو خپلې مور کره تلی شي. خو هغې انکار وکړو چې امیر نور د هغې مېړه دی او دا به هغه سره اوسېږي. دوی پوهیدل چې په بنو کې اوسیدل ورته ممکن نه وو نو له پلې بل خوا افغانستان ته د اوړیدو لپاره تیار شول. د امیر نور مېره مورد خپل ماشوم زوی سره د دوی مله په توګه د ” سپین وام” په لاره افغانستان ” ګومبتۍ” ته ورسیدل. هلته د استخباراتو یو کس ارباب عطاء الله جان ایسار کړل او ورته يې وویل چې انګریز ورته ټولې لارې نیولي او دوی ته امر شوی دی چې دواړه ګرفتار او بیرته بنو ته يې واستوئ. امیر شاه او نورجهان د غرونو په لار د تلو اراده وکړه خو دوی سره بدرګه تلونکو ترې شپږ شله ( ۱۲۰) روپۍ غوښتې چې دوی نه لرلې. اخر بیرته بنو ته لاړل او هلته د یو هندو په ټیکسي ” کې د ټانک د لارې جنوبي وزیرستان څخه افغانستان ته روان شول. تر هغې انګریزانو په ټولو لارو د موټرو سخته تالاشي شروع کړه. په “غوري واله” چیک پوسټ کې پولیسو د دوی موټر ته د ودریدو اشاره وکړه او یو کس د رام کور نه د نوم پوښتنه وکړه. هغې وویل، ” زما نوم اسلام بي بي دی” نو پولیس پرې شکمن شو او دوی يې بیرته بنو ته واستول. نورجهان او علي شاه دواړه يې حوالات کې بند کړل او قانوني مقدمه (محکمه) پېل شوه. د رام کور د طبي معاینې لپاره يې یوه سرکاري هندو ډاکټره واستول شوه. هغې خپل رپورټ ورکړو چې جینۍ نابالغ وه او د خپل واده فیصله نشي کولی. دا ځلې عدالت فیصله ورکړه چې د رام کور واده غیر قانوني و. خو د شخړې د کمولو لپاره يې هغه د یو دریمګړي، د سیکانو استاځي، ډاکټر سمندر شاه سنګ په کور کې د ساتلو امر وکړو. نور علي شاه يې د پولیسو په توقیف کې وساتلو. د سیمې مسلمانانو دا هر څه یوه ډرامه ګڼله او د عدالت فیصله يې رد کړه. دوی په ډلو کې بازارونو، جوماتونو او څلور لارو کې راټول د انګریز خلاف شعارونه ورکول. په سوونو خلک د سمندر شاه کور مخې ته راټول شول او ځینو کسانو په سرکاري دفترونو او د افسرانو په بنګلوچپاو هم وکړو. په بنو کې “کرفیو” ( ګرز بندیز) ولګیده او پوځ ته امر وشو چې هر څوک له کوره بهر ووځي په هغه به ډز کوي. بیا د مسلمانانو د راضي کولو او نورو شخړو د مخ نیوي لپاره نورجهان يې یو مسلمان ملک تاج علي خان کور ته واستوله. خو دا د لنډ وخت یوه چاره وه او د شپې په تیاره کې یو شته من سیک (بګی) د ملک تاج علي کره ورغلو او اسلام بي بي يې د خپلې مور سره موټر کې د پنجاب هوشیار پور ته بوتله. عدالت د منسا دیوي له کوره غلا په تور امیر نورعلي شاه ته د دوو کالو بند سزا ورکړه او دی يې هري پور جیل ته واستاو. په سرکاري توګه دا شخړه پای ته ورسیده او په ښکاره بنو کې امن شو. خو د انګریز بې انصافي د پښتنو په زړونو کې اور بل کړی و. څو ورځې وروسته دوی په “عیدک” کې راټول شول چې د سیمې ملایان، ملکان او پر جوش ځوانانو پکې ګډون وکړو. د ایپي څخه د وزیرو نامتو عالم، مرزا علیخان هم په اس سپور دغه جرګې ته ورغلو او په خاموشۍ يې د خلکو خبرې اوریدې. د ملایانو په وېناو خلکو کې ولوله پیدا شوه او ټولو په چغو او نارو په بنو د حملې شعارونه ورکول. د مرزا علیخان خاموشي ځینو ته د منلو وړ نه وه او دی يې د انګریز جاسوس وبللو خو هغه د سړې سینې خاوند و او اخر وېنا ته ودریدو. ټولو ته يې وویل چې تاسو په تش لاس د انګریز لوی ځواک مقابله نشئ کولی. که په بنو حمله کوئ نو هلته ټول وژل کېږئ. ښه به دا وي چې د یو جهاد لپاره ځانونه تیار کړئ. په دې د پښتنو قبایلو موافقه وکړه او خلک بیرته لاړل. ځینې خلک باور لري چې د انګریز سره د وزیرو د جنګونو سبب، د اسلام بي بي قضیه وه خو دا حقیقت نه لري.
یو کال وروسته د رام کور خپلوانو کې دا خبر خپور شو چې هغې په هوشیار پور کې هم مسلماني نه وه پریېښې او له واده يې انکار کاو. بیا دا اوازه ګډه شوه چې هغه په مرموزو حالاتو کې مړه شوه چې ممکن خپلوانو ورته زهر ورکړي وو. د نورجهان مړی يې د سیکانو په دود وسیزلو. دوه کاله وروسته امیر نور علي شاه په هري پور کې د خپل سزا له پوره کیدو وروسته بیرته راغلو نو په خود ( سدهه) نه و. دی له بنو ورک شو او شا ته يې د مینې داستان پاتې شو.
پوښتنه دا ده چې که اسلام بي بي یوه پښتنه وای او د سیک هلک سره په خپله خوښه واده کری وای نو د هغې انجام به څه وای؟

سرچینې
۱. وزیرستان. لایق شاه درپه خیل. آنلاین کتابتون. ۲۰۲۰م.

The Faqir of Ipi. Dr. Babri Gul Wazir.The Faqir of Ipi’s True Jihad against the British Government of India. 1936-1947. Published in Pakistan by The Aays, Peshawar2019

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *